Categories

اعلان

Loading…

بې حقیقته دینداري/ زبیر افغان

زموږ د ټولنې يوه لویه برخه د بې حقیقته ديندارۍ په ناروغي اخته ده. موږ له اره هغه ډول نه يو، لکه څنګه چي ځان ښکاره کوو. وايو يو څه او کوو بله څه، په بل عبارت د عمل او وینا ترمنځ مو څرګند توپيرونه شته. زموږ د ټولنې که ملا دی که امی، که چارواکی دی او که ولسي وګړی، خان دی که خادم، شتمن دی که غریب تقریبا ټول په همدې ناروغي په يوه نه يو ډول اخته يو.

زموږ چارواکي رسنیو ته يو څه وايي او په عمل کي د هغه لسمه برخه هم نه عملي کوي. د فساد ضد نارې به تر ټولو زیاتې وهي، اما په عمل کي به دی خپله په فساد ککړ وي. د قاچاقو او قاچاقبرو په اړه به په خبرو کي ښه جدي ښکاري، مګر عملا به د خپلې وینا برخلاف وي. د امنيت په اړه به رسنيو ته په ډانګ پېلې وايي چي تر خپله وسه هڅه کوي امنيت راولي او وسلوال مخالفین وځپي، البته په عمل کي به د ده له موټره د وسلوالو مخالفینو سرلاري نیول کېږي. د قانون په اړه به ولس ته د رسنيو په ژبه هر وخت وايي چي په خپل ژوند کي يې بل هدف نه شته یوازي د قانون عملي کول غواړي، خو په عملي میدان کي به د واړه قومندان موټر هم د ټرافیکي اصولو او اشارو مرعات د ولسي وګړو ترمخ نه کوي. نو چي چارواکي د ولس په مخ کي د خپل قانون درناوی نه کوي، په ولس کي به ولي د قانون عملي کولو احساس را ژوندی شي. په حکومت کي پر ښو مهمو دندو ناست کسان د بهرنيو هیوادونو لپاره کار کوي، په دې ډول هم له حکومت څخه تنخوا اخلي او هم له بهرني ملک څخه. د طالب او القاعده په نامه خلګ زندانو ته اچوي او د خلاصون لپاره يې بیا د زنداني کس له خپلوانو پیسې غواړي. زیاتره دولتي چارواکي لوړ پوړي دي که ټيټ پوړي د خپلو دندو مهال ځان ته پر نژدو چوکيو خپل کسان، اشنایان، قریبان او یا به واسطو سره تړلي کسان را ولي د هيچا وړتیا او لیاقت ته پام نه کېږي.زموږ یو شمېر چارواکي له ناروا او حرامو لارو  پيسې ګټي او بیا د همدغو پيسو په وسیله حجونه کوي، عمرې ته ځي، کله دلته او کله هلته له غریبانو سره کومکونه کوي، د قران ختمونه کېږي، د اختر په لمانځه کي را څرګند شي، ملایانو او ملایانو ته ورته خلګو ته کله روژماتی وکړي، خو دا ټول په همدې ناروا پیسو. دوئ که د اسلام، دينداري، له خلګو سره د کومک او مرستې له غمه مړه يې نو د هغوئ حق دي له پيله نه خوري، په ناروا لارو دي پیسې نه ګټي. دوئ يو لور ته پټ هر هغه څه کوي چي ده ته ګټه لري نور يې روا او ناروا نه ګوري، خو بل لور ته ظاهرا داسي ښکاروي چي دوئ ډېر دينداره دي، لمونځ، روژه، حج، عمره، ختمونه او نور د همدې هدف لپاره کوي. دا ټول کړه وړه زموږ د چارواکو بې حقیقته دينداري په ډاګه کوي.

ملایان او په اصطلاح دين ته منسوبه طبقه مو ظاهرا ځانونه داسي سپين ښکاره کوي لکه سپين کالی، مګر په حقیقت کي ډېر څه د ظاهر برخلاف دي. ملایان خلګ د خیرات کولو ته هڅه وي، مګر خپله يې نه کوي، جهاد ته يې رابولي، اما خپله يې ورته ملا ماته ده، خلګو ته د کورني غړي د شهادت له امله مبارکي ور کوي، خو خپل قریبان د شهادت لپاره نه لېږي، د دوئ په وینا زکات د یتیم، مسکین، مسافر، پوروړي، دولت او… حق دی، لکن نن ده د ديني نصوصو په تراشلو ځان ورته جوړ کړی دی. خلګو ته وايي د قران ختم زیات ثواب لري، عوام د دوئ په وینا ډوډۍ وکړي ملا را وغواړي ختم وکړي، البته ملا په ټول ژوند يو ختم هم نه کوي. دوئ هر وخت وايي چي د واړه اختر سرسایه د مسکینانو حق دی، اما نن موږ عملا وینو چي د مسکین پر ځای سرسایه ملا اخلي. ملا خپله مني چي پر مړي اسقاط هيڅ شرعي بنسټ نه لري، مګر د خپل جیب د ډکولو لپاره عوام د ثواب په خاطر دې ناسم شرعي کار ته هڅوي. ملایان د حدیثو په استناد وايي چي فقر کول بد کار دی، نبي علیه السلام وايي لوړ لاس پر کښته لاس ښه دی. خو په عملي ژوند کي دوئ تل لاس کښته نیولی او د نورو لاسونه پر لوړ وي. د نوروز د حرمت فتواوي به ور کولای شي مګر په ټولنه کي د قتل قتال د مخنيوي لپاره يوه خبر هم نه شي کولای. د دولسمې پر لمانځلو به يې د مناظرو پای نه وي، مګر د فساد، اخلاقي ناولتوبونو، ظلم، د یتیم، کونډې، ښځې، ګاونډي او نورو د حقوقو خوړلو له امله به خوله له دې وجې نه چوله کوي چي خان و خانو يې خپه نه شي. دا او دې ته ورته نور اعمال زموږ د ملایانو بې حقیقته دينداري او يوازي ظاهري سپينوالی او باطني توروالی راته په ګوته کوي. د دې هر څه پر ضد که څوک ږغ پورته کړي نو دی د خپلو او خان و خانو د ګټو لپاره د هغه مقابله کوي، د وهابي او نورو نومونو په ور کولو هغه بدنامه وي او د اصلاحاتو مخه يې نیسي. پر ملا که خلګو له ديني اړخه نیوکه وکړه نو مقابل لوری وهابي کوي او که يې په سیاست کي مخالفت وکړ، نو سمدستي هغه خلقي کوي. د وینا او عمل تر منځ همدې ظاهري ټکر ته په کتو زموږ خلګو مشهوره کړې چي د ملا په خوله کوه، مګر عمل ته يې مه ګوره.

عوام مو ظاهرا داسي دین پالنه ښکاروي لکه د اصحابو د زمانې نوموتي دينداره کسان، اما عملا داسي څه تر سره کوي چي قران ورته د جرم په سترګه ګوري. په روایاتو کي اصحابو همدغو اعمالو ته د جاهلیت د دورې اعمال ویلي. زموږ دينداره خلګ د عمل او وینا ترمنځ دې تضاد ته کله هم نه متوجې کېږي، په داسي حال کي چي په ديني نصوصو کي دا دوه مخې پالیسي ډېره غندله شوې.

د ښې دينداري د ثبوت لپاره زیاتره وخت د جماعت په لومړي صف کي ولاړ وي، خو کله چي يې په تا پسي د کاریز یا والې د اوبو وار وي نو بیا يې ۵ دقیقې ساعت هر وخت مخته وي او که تا له ده اوبه اچولې نو بیا ۵ دقیقې د ده ساعت شا ته وي. تر لمانځه مخکي او وروسته نفلونه او بیا ښه اوږده دعا به يې معمول وي، خو هيڅ وخت به يې د خپل یتيم وراره د حق ور کولو اراده لا نه وي کړې. لونګۍ تړل، ږيره ایله کول، پایڅې لوړول، د پين شيټ پر ځای کالي استعمالول، د اوس مهال مسواک وهل او په اودس کي د ږيري او ګوتو خلالول به ټول ورته نبوي سنت مالومېږي، خو بل لور ته غیبت کول، په خلګو پسي ناحقه تورونه تړل، د بل مال خوړل، د همسایه د حقوقو خیال نه ساتل، په خپل کور کي بې انصافي کول، له مزدور سره ناسم چلند کول، په عمومي ژوند کي بداخلاقي کول، د لور، خور او وریرې و نورو ښځو ولور خوړل، په بدي کي يې ور کول، په موخۍ يې ور کول، کونډې ته خپل اختیار نه ور کول، د یتيم مال او جایداد خپل حق ګڼل او نور زیات داسي ناسم اعمال چي دی يې هم بد ګڼي، لکن د خپلې ګټې په خاطر به دلته تیار نه وي چي د الهي حکم او نبوي سنتو له امله دا ناسمه کارونه پرېږدي.

د کور تر څنګ به يې شناخته ګاونډی له لوږې بې حاله وي، مګر ده به د دويم، درېيم او څووم حج و عمرې لپاره لکونه روپۍ تاویل کړې وي. په کور کي به يې موټر او موټر سایکل ولاړ وي، خو که د مسکين ناروغ يې روغتون ته رساوه نو بیا د يوه موټر خراب وي، د بل دا پنچر وي، بل مستري ته درولی وي،  بل ته همدا اوس ډېر عجیل کار ور پېښ دی او همدا شېبه روانېږي. په همدې ټېلو او ټمبو کي به د مسکين مریض یا مړ شي او یا به له سختې ناروغۍ بې حاله وي خو زموږ دينداره د انسانيت او اسلاميت له مخې له ګټې پرته همکارۍ ته تیار نه وي.

په کور کي به يې هره ورځ پسونه حلالېږي، ډول – ډول خوراکونه به پخېږي، چارواکي او نومور خلګ به يې سهار او ماښام پر سترخوان ناست وي، خو نژدې مسکين همسایه ته به د میلمنو پاته ډوډۍ هم نه ور لېږي. د فرضي زکات پیسې یا ملا ته د هغه د ملايي په تنخوا کي ور کوي یا د هغو کسانو لاس ته ور ځي چي هغه نور وخت له مزدورۍ پرته د ده په چوپړ کي وي. شتمن او نومور سړی او د هغه د کورنۍ غړي که هر ډول کارونه تر سره کړي نه ملا مخ ور اړوي او نه ملک، خو د مسکين زوی ته به وايي دا د انګریز پېکی دي ولي ایله کړی دی؟

دا او دې ته ورته په سلګونه هغه ناسم کارونه چي موږ يې په خپله ټولنه کي شاهدان يو زموږ بې حقیقته دینداري په ګوته کوي او زموږ د خدای پالنې د تشو دعو او شعارونو اصلي حقیقت روښانه کوي.

دا یاد موارد مو ټول عملي ناسموالی دی او بل لورته د باور یا عقيدې په برخه کي هم داسي عقايد لرو چي د قران او سنت له ښودل شوي اصولو سره ښکاره ټکرونه لري. پير و فقیر ته مو هغه رتبې ور کړې چي نه خدای ورته منلې او نه رسول. د زیارت او قبر هغه سپيځلتياوي منو چي د دين او شريعت په اساسي سرچينو کي يې نوم و نښانه هم نه شته. د نیکانو، بزرګانو، علماؤ او ولیانو لپاره داسي کرامتونه زموږ د عقيدې برخه ده چي نه يې الله جواز ور کړی او نه يې هم خپل دينداره رسول محمد صلی الله علیه وسلم په خبر وو.

لنډه دا چي په عقيدوي او عملي اړخونو کي د دين له اساسي غوښتنو څخه د فرسخونو- فرسخونو له لیرې کېدا سره- سره موږ تل د پخې مسلمانۍ دعوه کړې، هر وخت په خپل اسلام او مسلماني نازېدلي يو، د خپل ژوند هره کارنامه مو د اسلام  په نوم ور غوټه کړې او هڅه مو کړې چي موږ غیور پښتانه هر وخت د دين لپاره هرې قربانۍ ان سر ور کولو ته هم تیار يو. عجیه دا ده چي داسي کسان هم جهاد کوي چي لمونځ نه کوي، داسي پښتانه روژه نيسي چي زکات ور کولو ته هيڅ چمتو نه وي، داسي خلګ په لکاوو روپۍ لکوي او حج کوي چي د خدای پر نوم مسکين ته د لسو روپيو ور کولو ته غاړه نه ږدي. د بديو دې اوږده فهرست ته په کتو ویلای شم چي موږ د دين پالنې له دعوې سره دين پاله نه يو، د خدای پالنې له دعوې سره ظاهر پاله او شخصي ګټپاله يو. له هیواد، ولس او انسانيت سره د مينې پر ځای په باور سره وايم چي موږ ته خپلې سل روپۍ ګراني دي. يو لويدلي کس ته د بیا را جګېدا لپاره لاس نه ور کوو، بلکي نور يې ګونډه کوو چي هسي نه بیا سر اوچت کړي. د یتيم پر سر د شفقت لاس تېرول نه پېژنو، یوازي دا را مالوم دي چي د خپلو ګټو د ساتنې لپاره یتیم وي او که بل څوک داسي سوک ووهو چي سره يې کوپته شي او زما ګټو ته خطر جوړ نه کړي. پر وړو  خبرو او مسلو د انسانانو ان د خپل همفکره کسانو کافرول، بې دينه ګڼل او حتا وژل راته يوه اسانه او معمولي چاره بريښي.

له دې حالته د راوتلو لپاره اړينه ده چي موږ تر دعویز غرور تېر شو او حقايقو ته پام وکړو. تر خپلو شخصي ګټو انسان، هیواد او دين راته اهميت پيدا کړي، په پټو سترګو په ديني او سیاسي مشرانو پسي د تلو پر ځای را ويښ شو او هر ديني و دنیوي عمل مو په پوهه او شعوري توګه تر سره کړو. د ديني او دنیوي چارو حدود سره بیل کړو او د اختلاط په صورت کي يې زیانونو ته متوجې شو. دیناوي ژوند ته اهميت ور کړو او د سمولو هڅې يې وکړو. د دنیا هر نعمت او پر مختګ یوازي د نامسلمانو برخه ونه ګڼو، بلکي موږ هم دعوه وکړو چي انسانان يو او د هر ډول پرمختګ حق لرو. د دې هدف لپاره زده کړو ته مخه کړو او يوځل بیا هغه غلطي ونه کړو چي د دنیوي زده کړو بهیر ته بیا ديني لارښوونې ور دننه کړو او په هر څه کي د دين پټ راز و پلټو او بس.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *