Categories

اعلان

Loading…

جنرال نیکلسن وايي، داعش په افغانستان کې د خراسان د خلافت هڅه کوي

تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، داعش ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خراسان خلافت جوړ کړي.

جنرال نیکلسن د یکشنبې په ورځ این بي سي نیوز ته په مرکه کې وویل، سره له دې چې داعشیان افغانان نه دي او افغانانو له دې ډلې بد راځي خو داعش یا اسلامي دولت ډله ډېر تمرکز په دې کوي چې د خراسان په نامه خلافت په افغانستان کې جوړ کړي.

نیکلسن وویل، امریکا ډېر بهرني جګړه مار په تېره بیا د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ازبک غړي او د پاکستاني طالبانو پښتانه لیدلي چې په افغانستان کې له اسلامي دولت ډلې سره یوځای کېږي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت قوماندان وویل، تېر کال افغان امنیتي ځواکونو درانه تلفات ګاللي او سږ کال د دوی د مرګ ژوبلې شمېر د تېرکال هومره او یا له هغې هم یو څه زیات دی.

ده زیاته کړه، د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د شمېر زیاتېدو اندېښمن کړی دی.

جنرال نیکلسن د افغان پولیسو په قومانده کې ستونزې زیاتې وبللې او ویې ویل چې په ملي اردو کې هم په کمه اندازه دا ستونزه شته.

نیکلسن په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په کابل کې تر ټولو غټې حملې د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې تنظیموي.

د نیکلسن په وینا طالبان او حقاني شبکه لا هم په پاکستان کې پناهځایونه لري او لا هم اجازه ورکول کېږي چې له خپلو پناهځایونو په افغانستان کې حملې وکړي.

459 total views, 2 views today

2 comments

  1. سلیمان Reply

    دا یوه اشاره ده او چې کله پرې دوی خوله وخوځوي مانا دا چې داعش ته داسې نظریه ددوی د جوړونکو او همایه کونکو لخوا ورکړل شوې. زمونږ غله او فاسد مشران په غلا او فساد مصروف دي، خو پدې نه پوهیږي چې ډیر زیان به یې همدوی ته رسي ځکه ماڼۍ او جایدادونه خو د همدې غلو او مفسیدینو دي. د غریب او بې چاره ولس نه به څه پاتې شي. نړیوال خپل جنګونه زمونږ هیواد ته راوړي او مونږ پکې ددې غدار، ګوډاګي او غلو چارواکو د لاسه سوځو. دا غله خو ټول د نورو هیوادونو تابعتونه لري او چې کله حالات خراب شي پښې به سپکې کړي. زه نه پوهیږم چې دا ویده ولس به کله راویښیږي او ددې ګوډاګو چارواکو او د بې مذهبه تش په نامه اسلامي ډلو ګریوان ته به لاس اچوي.

  2. momand Reply

    ښه نو چې دومره د پوهیدو وړ ده چې دا هر څه په پاکستان کې تنظیمیږي نو بیا څه کول پکار دي،دپاکستان په وړاندې د ښکېلو بهرنيانو سکوت د داعش نه د دوی د غوڅ ملاتړ بل څه ډول تعبیریدای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2