Categories

اعلان

Loading…

کندهار والي: که مو په هر چارواکي کي د فساد څرک وليدی نو تر ګرېوان يې ونيسئ

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۸-۲

کندهار، افغانستان- د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار د زراعت، عامي روغتيا او معارف رئيس په ملتيا ډنډ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې د خلکو ستونزي او غوښتني واورېدې.

د ډنډ ولسوالۍ مخور حاجي عبدالحق له کندهار والي څخه مننه وکړه چي دې ولسوالۍ ته يې سفر کړی او د دوی غوښتني اوري. هغه وويل سږ کال د ډنډ ولسوالۍ زراعت له ډېرو افاتو سره مخ وو چي کروندګرو ته يې ډير تاوانونه ورسول. هيله ده چي ولايتي اداره د دغو افاتو په مخنيوي کي همکاري وکړي. نوموړي زیاته کړه چي د دې ولسوالۍ يو شمېر ځوانان اوزګار دي، نو د کار د زميني برابرولو او انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره د ولايتي ادارې مرسته ډېره اړينه ده.

د حاجي محمود شريف په نوم يو بل مخور وويل چي د دې ولسوالۍ اکثره ښوونځي ترميم او قرطاسيې ته اړتيا لري او په دې اړه يې له معارف رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه زياته کړه چي د دې ولسوالۍ زراعت د بندونو په جوړولو سره پر پښو درېدای سي، نو د بندونو جوړول او د برېښنا فعالول به دې ولسوالۍ ته پرمختګ ورکړي.

د عبدالنافع اکا په نوم يو بل سپين ږيري هم ورته غوښتني وکړې او ويې ويل چي د ولايتي ادارې له خوا د ډنډ ولسوالۍ معلمينو ته په نورو ولسواليو کي نمرې ورکول سوي دي په داسي حال کي چي په ډنډ کي دولتي مځکي سته، نو په کار ده چي له دغو مځکو څخه نمرې ورکول سي.

د کندهار ولي ډاکټر محمد همايون عزيزي د امنيتي، اقتصادي او انکشافي حالت د ارزوني تر څنګ ستاسو غوښتني اورېدل د ولايتي ادارې مسئوليت او ملي وجيبه ده. دا د خوښۍ ځای دی چي ستاسو په همکارۍ د دې ولسوالۍ امنيت تامين دی او اوسېدونکي يې په عزت او سرلوړۍ ژوند کوي.

نوموړي زياته کړه چي د ولسوال تر څنګ د ولسوالۍ ټول مامورين د خلکو خدمتګاران دي، نه د خلکو پر سر باداران. ولسوال مکلف دی چي د ولسوالۍ دروازه د ټولو خلکو پر مخ خلاصه کړي او د خلکو ستونزي هواري کړي، خو کومي ستونزي چي په ولسوالۍ کي نه سي هوارېدای، هر څوک په ازاد ډول ولايت مقام ته مراجعه کولای سي.

کندهار والي د ډنډ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چي د دوی له غوښتني سره سم به د دې ولسوالۍ د رسمي کولو لپاره پوره هلي ځلي وکړي او ډېر ژر به رسمي تشکيلات ولري.

نوموړي د زراعت رئيس ته دنده وسپارله چي د يوې اوونۍ په ترڅ کي د زراعتي امراضو د مخنيوي په موخه يو پلاوی راولېږي، تر څو هغوی د دې امراضو ارزونه وکړي او د مخنيوي لپاره يې لازم اقدامات وکړي. هغه ژمنه وکړه چي په هره انکشافي پروژه کي به د ولسوالۍ ځوانان په کار ګماري، تر څو په دې ډول تر يوه حده د بېکارۍ مخه ونيسي.

ښاغلي عزيزي وويل چي څو ورځي مخکي يې د کليو پراختيا له وزير سره خبري وکړې او هغه ژمنه ورسره وکړه چي د ميثاق شهروندۍ پروګرام به لومړی په ډنډ ولسوالۍ کي پلی کيږي. نوموړي داراز وويل چي ډېر ژر به له معارف رياست څخه يو پلاوی دې ولسوالۍ ته راولېږي، څو د معارف حالت بررسي کړي او له ښوونځيو سره د لازمو مرستو لپاره ګامونه واخلي.

ښاغلي عزيزي وويل د اوبو کمښت د کندهار يوه اساسي ستونزه ده، خو دا ستونزه هغه مهال هواري چي د دهلې بند دوهم فاز جوړ سي. ما دوې اوونۍ مخکي په پارلمان کي د کندهار له استازو سره ولايتي سټراټيژيک پلان شريک کړ او دا غوښتنه مي وکړه چي د دهلې د دوهم فاز په منظورولو کي همکاري وکړي تر څو د کندهار د اوبو ستونزه هواره سي.

کندهار والي وويل د ښارسازۍ رياست په واسطه به د دې ولسوالۍ هغو کورنيو ته چي د سرپنا ځايونه نه لري، د سرپنا اسانتياوي برابري کړي او ژمنه يې وکړه چي په دې ولسوالۍ کي به هر ډول مرسته پر ځای لګول کيږي. که تاسو کوم چارواکی پر فساد ټينګ کړ، کولای سئ چي تر ګرېوان يې ونيسئ او د خپل حق غوښتنه ځني وکړئ.

د معارف سرپرست رئيس محب الله قادري د ښوونځيو د موقتي ترميم لپاره امادګي وښوده او ويې ويل چي ډېر ژر به د يونيسف په مرسته په دې ولسوالۍ کي قرطاسيه توزيع کړي. هغه زیاته کړه دامهال په دې ولسوالۍ کي ۲۸ فعال ښوونځي موجود دي چي ۲۵ يې ودانۍ لري او ۳ نور يې ودانۍ نه لري. د دارالمعلمين دوې څانګي، يوه تخنيکي او مسلکي لېسه او يوه ديني مدرسه فعاله ده چي په دغو تعليمي ادارو کي د ۷۶۳ مېرمنو په ګډون ۱۰۶۰۰ زدکوونکي زدکړه کوي او معارف رياست د دې ولسوالۍ ۴۹۶ معلمينو ته معاشات ورکوي او ۲۰۰ محلي صنفونه يې په دې ولسوالۍ کي جوړ کړي دي. نوموړي وويل ډېر ژر به په دې ولسوالۍ کي د دوه پوړيزي ديني مدرسې د بنسټ ډبره کښېږدي.

د زراعت رئيس حفيظ الله سعيدي وويل اې پي موسسه د زراعت وزارت له خوا په ټولو ولايتونو کي د زراعتي امراضو د تشخيص او مخنيوی په موخه يوه پروژه پيلوي چي ډېر ژر به په کندهار کي هم پيل سي او د تطبيق لومړۍ ولسوالي به يې ډنډ وي. هغه زياته کړه چي د وزارت له خوا ۲۹۵ مټريکه ټنه اصلاح سوی تخم ورکول سوی چي ۳۵ مټريکه ټنه اصلاح سوی تخم به ډنډ ولسوالۍ ته ورکړي او زياته يې کړه چي د کارډ ايف موسسې په مرسته به په دې ولسوالۍ کي زرغونې خوني جوړي کړي او د بې موسمه سبزيجاتو په برخه کي به کار وکړي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *