Categories

اعلان

Loading…

د ښوونځي درویزگر/ اصف بهاند

«احسان الله او نصرت الله، دوو اته کلنو ماشومانو له ګردې څېړۍ څخه ترګردیزه شپېته کیلومتره لاره پلې وهلې او په ګردېز کې یې له چارواکو څخه ښوونځی غوښتی دی.ماته له لکونو ټوپکوالو او لښکروالو څخه ستر اتلان همدا برېښي.» غفور لیوال

زموږ په ټولنه کې بنیادي ستونزه د سواد نشتوالی او د تعلیم د نه عامیدو مسأله ده. دا په ټوله نړۍ کې یوه منل شوې خبره ده چې د زدکړو زمینه او امکانات باید دولتونه او واکداران برابر کړي، چې نه یې کوي، نو بیا به یې پایلو ته هم سترګې په لار وي. پخوا مو تعلیم نه و کړی، نتایج یې اوس عملاً ګورو چې پر هیواد او خلکو مو څه روان دي.

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په یو ویشتمه نیټه مې لکه د تل په څیر د ګران دوست او منلي شاعر غفور لیوال په فیسبوک پاڼه کې دا توري او یو عکس تر سترګو شول:

«په حماسو، اتلانو او اتلولیو پسې سرګردانه ولسه !

هیله ده نن مو تنده ماته شي! نن به د همدې زمانې حماسه، چې دوو کوشنیو اتلانو راپنځولې ده، یوځل بیا در په زړه کړم:

احسان الله او نصرت الله، دوو اته کلنو ماشومانو له ګردې څېړۍ څخه ترګردیزه شپېته کیلومتره لاره پلې وهلې او په ګردېز کې یې له چارواکو څخه ښوونځی غوښتی دی.

ماته له لکونو ټوپکوالو او لښکروالو څخه ستر اتلان همدا برېښي.

ما، چې د نومهالو جګړو هېڅ جګړه مار اتل نه دی ګڼلی، خلکوبه پوښتلم: نو ستا اتل څوک دی؟ او زه به مجبور وم، په خپل اتل پسې وګرځم. دا دی غبرګ اتلان او د نوې زمانې حماسه مې وموندله، که چا وروسته له دې پوښتلم، نو همدوی به ورښییم.

افغانانو!
ایله همدا حماسه او اتلواله مو مبارک شه!»

سره له دې چې لیوال لا پخوا د «چاته ملي اتل ووایو؟» تر سر لیک لاندې د اتل ځانګړنې په نښه کړې وې، او د خپل بحث په یوه برخه کې یې ویلي وو:

«اوس نو دملي اتلولۍ معیار دادی، چې داتل لاسته رواړنې د ګردو هېوادوالو په ژوند، اند، دسترخوان او فرهنګ کې مثبت بدلون راوستلای وي. یوازې همدا اتلان دي، چې دولسونو په زړه و ذهن کې ژوندي پاتیږي او تاریخ یې نومونه په زرینو توریو لیکي.»

په هر صورت اوس د ځینو له نظره یوې وړې موضوع ته او د ځینو له نظره یوې سترې او بنسټیزې موضوغ  ته لیوال صاحب ډیر ښه په وخت او په ځای پام شوی دی. دا د ډیرې خوښۍ ځای دی چې د ښاغلي لیوال پامتل د نوي نسل د روزلو په لوري وي او داسې نازکو او له پامه لویدلو ټکو ته یې پام کیږي چې هغه د راتلونکې زمانې په جوړولو او روښانولو کې اساسي رول لري.

که «لام» په بلورستان کې، د غرونو په ډبرو کې یوازې د «ایلینو» اندامونه وتراشل؛ نو لیوال بیا داسې نقاش دی چې  د دواړو(لام او ایلینو) اندامونه یې د سحرګرو او نازکو تورو په وسیله داسې تلپاتې کړل چې بشریت به ور ته حیران وي. لیوال د همدې نازکیو په لړ کې دې نازکې موضوع ته هم پام شوی دی چې څنګه دوه نازک او پاک ماشومان، په خپلو نازکو پښو سره شپیته کیلو متره مزل کوي او کچکول په غاړه د علم او د علم د آدرس درویزه کوي.

دا تر بحث لاندې دوه کوچنیان ځکه باید اتلان وګڼل شي چې د دوی دا کار کیدای شي د تعلیم د عامیدو له پاره یوه نمونه او بیلګه شي او په یوه عام دود باندې واوړي او د نوي نسل د راتلونکي بدلون په برخه کې یوه ښه تومنه شي او یو ښه سر مشق شي.

د هغو ځانګړنو په رڼا کې او له تعلیم سره د دې دوو کوچنیانو مینه څرګندول او دومره لوی مزل په پښو وهل او دا زحمت پر ځان تیرول د دې ښکارندوی دي چې دا خلک او دا نسل له تعلیم سره مینه لري او غواړي د تعلیم له لارې، د تمدن له نړیوال کاروان سره ځان مل کړي، خو چار واکي څه کوي؟ په کوم لوري روان دي او…

دا کوچنیان د دومره خواریو په منلو او تیرولو سره تر یو حکومتي مقام یا حکومتي ودانۍ پورې په دې امید ورغلي دي چې دوی ته ښوونځی جوړ کړای شي او د زدکړې لومړني امکانات ور ته برابر کړای شي. ګورو به چې څه به وشي ؟؟؟

که دا  او دې ته ور ته زر ګونه او لا لکونه کوچنیان له ښوونځیو لرې پاتې شي او بیا د جګړې او تاو تریخوالي له پاره کورنیو یا بهرنیو جنګیالیو ته د خامو موادو په څیر په لاس ورشي او یا د یوې مړۍ ډوډۍ له پاره د وطن له دوښمنانو سره وسله په اوږه کړي، نو بیا به څوک ملامت وي؟ دا کوچنیان که دولت او حکومتي مقامات؟؟؟

د تعلیم او ښونځیو په برخه کې د نورو بې شمیره ستونزو تر څنګ وحشتناکه او د خواشینۍ خبره دا ده چې دننه په افغانستان کې د بې ځایه شویو خلکو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی او په دې بیځایه شویو کې ډیره سلنه ماشومان او کوچنیان دي او په دایمي ډول د بیلابیلو عواملو پر اساس له ښوڼځی نه د دوی لرې پاتې کیدل لویه غمیزه ده. یا یې کورنۍ د سر پنا او نس مړولو د ستونزو تر سیوري لاندې ښونځي ته نه لیږي او ګدايي او مزدورۍ ته یې باسي، یا اسناد نه لري او یا نورې ستونزې.په دې اړوند په یوه ډیر نوي او تازه راپور کې راغلي دي چې:

«د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې یوازې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لسو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې درې لکه او درویشت زره کسان بې‌ځایه شوي چې ۵۶ سلنه‌یې ماشومان دي.د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر چالوکا بیاني په خپل راپور کې وایي چې دغه کسان د هویت اسناد نه‌لري چې له امله‌یې ښایي د دوی ماشومان د اوږد مهال لپاره له تعلیمه بې‌برخې پاتې شي.»

بله ستونزه دا ده چې زموږ په ټولنه او خلکو کې تفاوتونه دومره زیات او عجیب دي چې هیڅ تصور یې څوک نه شي کولای. لرې به نه ځو د همدې ښونځيو د پرانستلو په برخه کې به یې وګورو. داسې هم شوي دي چې په یوه ورځ د پارلمان د دوو وکیلانو غوښتنې مطرح شوې دي، ما چې ولوستلې دومره توپیر په کې موجود و، لکه د زرو کلونو واټن.د پارلمان دوه وکیلان د کابینې یوه وزیر ته ورغلي دي، د یوه وکیل په کوڅې، کلي  او ښار کې سره له دې چې په سلګونو جوماتونه ودان شوي وو، خو ده ښاغلي د ژورې دیندارۍ په چوکاټ کې د بل جومات د جوړولو له پاره د پیسو غوښتنه کوله؛ خو بل وکیل له هماغه وزیر نه خپلې سیمې او خپلو خلکو ته د کلینک، روغتون او ښوونځي د جوړولو غوښتنلیک سپارلی و. بله ورځ د جومات غوښتونکی وکیل شکایت کوي چې ولې زما له ولایت نه لږ ځوانان پوهنتون ته تللي دي؟ اوس نو د دغه تفاوت اندازه تاسو وټاکئ.

دغه دوه اتل کوچنیان چې تر ګردیز پورې شپیته کیلومتره لار یوازې د دې له پاره وهي چې د ښونځي ګدايي وکړي او ځان ته او نورو همځولو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، د دې کوچنیانو کور کلی او ګردیز دا ټول د ځینو خبره په «لویه پکتیا» کې راځي، خو هغو د لويې پکتیا مدعیانو کله د خپلې لويې پکتیا د ښوونې روړزنې حال ته پام کړی، له هغې لويې پکتیا نه چې یو وخت یې له خاورو او کنډوالو نه، د صدیق روهي غوندې عالمان راوتل چې افکارو یې نه یوازې هغه سیمه، بلکې ټول افغانستان رڼا کړی دی؛ خو اوس خبره کاملاً بل ډول ده. اوس په څو کلونو کې لا د دولسم فارغ نه لري. پهځینو رپوټونو کې داسې هم راغلل چې د پکتیا په دریو ولسوالیو کې په ورستیو څوارلسو کلونو کې له دولسم ټولګي نه هیڅوک فارغ  شوي نه دي. که دا رپوټ رښتیا وي، بیا هغه د لويې پکتیا مدعیون څه په کې وايي؟

آیا هغوی په دېخبر دي چې «پکتیکا یوه ښځینه ښوونکې هم نه لري»؟

هغوی دې پوه شي چې اوس لوی والی او د اکثریت دعوا په تعلیم ، لوړو زدکړو او پوهه کې ده، نه په شمیر یا کوم بل څه شي کې.او دا کوچنیان غواړي په خپل دې اوسپنیز هوډ او اږده مزل سره دا نیمګړتیا پوره کړي.

په دغسې یو چابیریال کې چې د دې سن کوچنیان د خپلو لارو د رڼا کولو له پاره او د خپلې راتلونکې د رڼا کولو او د آینده ژوند جوړدولو له پاره لارې وهي او د علم او ښوونځي درویزه کوي، دوی په رښتیا سره اتلان دي.

زما هیله دا ده چې د دې کوچنیانو تر هر قدم لاندې د مینې او پوهې تلپاتې ګلان وغوړیږي او هر ګل یې د راتلونکي نسل له پاره د لار ډیوې حیثیت ولري.

او دا مزل پای نه لري

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *