Categories

اعلان

Loading…

اوښکې/ اجمل پسرلی

د میده باران څاڅکي تیز شول. (پاول) پر چوکۍ د ( ایوا ) لور ته وروڅکیده، د هغې پر ولیو یې لاس واچاوه.

نجلۍ د پاول تر تخرګ لاندې د سړک پورې غاړه څارله، هلته یو هلک د خپلې مور پښه نیولې وه. مور یې د هلک لاس خوشي کاوه.  هغه لکه ځنځه پورې نښتی و.

ایوا سړه ساه وایسته. پاول یې پر مخ لاس تیر کړ . ورته ویې ویل:

« باران دې مخ درلوند کړ، خولۍ سمه پر سر راکش کړه»

ایوا څه ونه ویل. پاول ورکړوپ شو چې ورته وګوري. د هغې شنو سترګو سره لمبه کوله. پاول راټوپ کړل د دې له پښو سره پر مځکه په جګو پښو کیناست:

– ګرانې څه شوي؟

د ایوا سلګۍ شوې او د خپل جاکټ اوږد لستوڼی یې پر سترګو تیر کړ:

-ژوند مو دې نشو برباد کړ

پاول د ایوا پښې په غیږ کې ټینګې کړې:

– کنه څه به مو کړي وو؟

-کور به مو وو، ماشومان به مو وو

– په دې باره کې خو ما او تا ډیرې خبرې کړي چې کوچینی د اوږو بار دی، څرنګه بیا دا خبره دریاده شوه؟

-ترکله به داسې بیکوره درپه دره یوو او په پارکونو کې به شپې سبا کوو

پاول مخامخ لوړې ودانۍ ته لاس ونیو:

-له دې طبیعي ژونده هغه په سمنټو کې راایسار بنیادمان څه خبر دي

ایوا پوزه کش کړه. پاول نجلۍ ښکل کړه:

-زړه مه خوره

– له حقیقته تیښته نه شته

پاول پر موبایل ۳۰ له ۳۶۵ سره ضرب کړل. د موبایل ښیښه یې ایوا ته ونیوله:

-ګوره څلویښت کلنه یې په اروپا کې  هم اویا کاله اوږد عمر دی نو د پاتې ټول ژوند ورځې ۱۰۹۵۰ دي د دغه دومره لنډ ژوند یوه ورځ په غم ارزي

د ایوا شونډې ورپیدې. پښو ته ایښی بیک یې پرانیست او دبیرو له بوتله یې څو غوړپه سر پر سر وکړل.

پراګ

13 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *