Categories

اعلان

Loading…

ايا افغان حکومت د سولې اصلي دروازه وټکوله؟

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

مشهورې نړیوالې ورځپاڼې ګارډین د ۱۸ اکتوبر په ګڼه کې د طالبانو او افغان حکومت د ځینو سرچینو له خولې لیکلي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور عبدالمنان د افغانستان د ملي امنیت له رییس معصوم ستانکزي سره په قطر کې د روان کال په سپټمبر او اکتوبر کې خبرې اترې کړې دي[2].

دغه خبر په کورنيو او نړيوالو رسنیو کې په پراخه کچه منعکس شو. افغان حکومت هم په رسمي ډول له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه لا څه نه دي ویلي؛ خو د حکومت یوې سرچینې بیا دا ډول خبرې منلې دي. د سولې عالي شورا یوه لوړپوړي چارواکي اسماعیل قاسمیار که څه هم د دغو خبرو په اړه جزئیات نه دي په ډاګه کړي؛ خو قطر ته یې د معصوم ستانکزي سفر منلی دی[3]. په بل اړخ کې بیا افغان طالبانو دا خبر رد کړی دی[4].

که چیرې دا خبر ريښتیا وي، نو د ملا محمد عمر د مرګ له اعلان څخه وروسته به دا لومړی ځل وي، چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ خبرې اترې پيلېږي؛ خو په یوه لوی توپير چې دا ځل دغه خبرې اترې د پاکستان تر فشارونو لاندې او د دغه هېواد په منځګړتوب نه دي ترسره شوې.

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا د ملي یووالي حکومت د سولې تګلارې بدلون موندلی؟ د سولې په تړاو د افغان حکومت او امریکا د تګلارې په اړه د طالبانو اندېښنې څه دي؟ او که دا خبرې شوې وي، پایلې به يې څه وي؟ دا او دې ته ورته موضوعات مو دلته څېړلي دي. 

د ملي یووالي حکومت د سولې تګلارې عنصرونه

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت له راتګ سره، د سولې او له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر د حامد کرزي د دویمې دورې د وروستیو کلونو په پرتله ګړندی شو. په دې تړاو د افغان حکومت د سولې تګلاره له درېیو عنصرونو سره تړل شوې وه: پر طالبانو له نړیوال نفوذ څخه ګټه اخیستنه، سیمه‌ییزه اجماع او د افغان طالبانو د کوټې شورا له غړو سره اړیکې ټينګول وو.

پر طالبانو له نړیوال نفوذ څخه ګټه اخیستنه: اشرف غني له ولسمشر کېدو سره خپل سفرونه له هغو هېوادونو څخه پیل کړل، چې د پاکستان ستراتېژيک ملګري وو او پر پاکستان یې ډېر نفوذ درلود (د بېلګې په ډول سعودي عربستان او چین). په دویم قدم کې يې له پاکستان سره اړیکې ورغولې، اسلام‌آباد ته یې په ډېرو برخو کې امتیازات ورکړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو اترو په لاره کې له کابل سره مرستې وکړي.

سیمه‌ییزه اجماع: د افغانستان د سولې لپاره د افغان حکومت او په تېره بیا د ولسمشر د پلان یوه برخه د “ترهګرۍ” او د افغانستان د سولې په اړه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کول هم وو. ځکه د ولسمشر په اند په افغانستان کې د افغانانو ترڅنګ د منځنۍ آسیا، روسیې، چین، پاکستان او منځني ختیځ جنګیالي هم په روانه جګړه کې بوخت دي او په دې توګه نه یوازې دا چې روانه جګړه سیمه‌ییز اړخ لري، بلکې که روانه جګړه تم نه شي، نو پر سیمه به یې هم اغېزې ژورې وي. همدا لامل و، چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته له روسیې، چین، منځنۍ آسیا، هند، اروپا، امریکا او منځني ختیځ سره اړیکې د حامد کرزي د دویمې دورې د وروستیو کلونو په پرتله پياوړې شوې.

د قطر دفتر پرځای د افغان طالبانو د کوټې شورا له غړو سره اړیکې ټینګول: که څه هم د بېلابېلو سرچینو له مخې، اشرف غني د ټاکنو پرمهال په دبۍ کې د طالبانو د قطر دفتر له استازو سره کتلي وو؛ خو له ولسمشر کېدو وروسته یې تر ډېره د قطر دفتر له پامه وغورځاوه او د افغان طالبانو د کوټې شورا له ځینو غړو سره په اړیکه کې شول. د دغو اړیکو په جوړولو کې پاکستان هم خپل رول ولوباوه او همدا لامل و، چې افغان حکومت د کوټې شورا له غړو سره لومړی په ارومچي او بیا په مري کې خبرې اترې وکړې. 

د امريکا او افغان حکومت د سولې تګلارې په اړه د طالبانو اندېښنې

افغان طالبان د افغان حکومت او امریکا د سولې تګلارې په اړه یو شمېر اندېښنې لري، چې مهمې يې په لاندې ډول دي:

د سولې په پروسه کې د امریکا کم رول: افغان طالبان په هېواد کې د روانې جګړې اصلي لوری امریکا ګڼي او دا جګړه د امریکايي پوځیانو تر حضور پورې روانه بولي. له ۲۰۱۰ کال وروسته، امریکا د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ. د ملي یووالي حکومت په راتګ سره هم، امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د منځګړي رول هڅه وکړه، چې بېلګې يې د مري ناسته او څلور اړخیزې خبرې اترې دي. خو افغان طالبان بیا د امریکایانو د داسې رول غوښتونکي نه دي. همدا لامل دی، او داسې ویل کېږي هم، چې افغان طالبانو امریکایانو ته دا شرط اېښی و، چې ترڅو امریکا د سولې پروسه کې فعال رول نه وي لوبولی، نو له افغان حکومت سره به خبرې نه کوي[5]. دا چې امریکا په دې وروستیو کې له طالبانو سره په قطر کې خبرې اترې پیل کړې او اوس د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو پيل کېدو خبرونه هم شاید له همدې سره تړل شوي وي.

د بهرني سیاست له لوري سوله: د ملي یووالي حکومت له راتګ سره د سولې په تړاو د افغانستان بهرنی سیاست فعال شو. د ولسمشر اشرف غني لومړی نارسمي سفر سعودي ته و، لومړی رسمي سفر یې چین ته و، دغه راز هېواد ته راتلونکی لومړنی بهرنی ولسمشر رجب طیب اردوګان راغی. په دویم قدم کې اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ او داسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو سفرونه هم زیات شول. په مقابل کې يې افغان طالبانو، چې ځانونه خپلواک او د نورو د لاس آله نه بولي، تر ډېره د افغان حکومت د دغه سیاست په غبرګون کې په هېواد کې جګړه توده کړه.

د قطر پر دفتر د طالبانو ټينګار: طالبانو له پيله د خبرو اترو په تړاو د قطر دفتر په رول ټینګار کړی دی. د ارومچي له خبرو وروسته افغان طالبانو دا خبرې رد کړې او د خبرو اترو يوازېنی ادرس یې د قطر دفتر وباله. د مري خبرو اترو په غبرګون کې يې هم په دې تړاو اعلامیه خپره کړه او د قطر دفتر واکونه یې نور هم زیات کړل. دوی په اعلامیه کې ولیکل: «… که کوم څوک د اسلامي امارت د مشرتابه یاهم سیاسي دفتر له اجازې پرته د اسلامي امارت په استازیتوب له چا سره د سیاسي چارو په اړه لیده کاته وکړي، که داسې څه شوي وي او یا له دې وروسته کېږي، هغه یو شخصي تصرف دی، چې په هېڅ ډول د اسلامي امارت استازیتوب نشي کولی»[6]. 

آیا د افغان حکومت د سولې تګلارې بدلون وموند؟

له یوې خوا د څلور اړخیزو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته، افغان حکومت د پاکستان پر رول بې‌باوره شو. دا بې‌باوري له دې هم څرګنده ده، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي وېب‌پاڼه کې د یوه تحلیل په یوه برخه کې لیکل شوي وو: «د ملي یووالي حکومت په جوړېدو اشرف غني مخامخ د پاکستان له پوځ سره خبرې پیل کړې؛ معنا دا چې د افغان کشالې مهم اړخ پاکستان دی او باید د اسلام‌آباد له اصلي واکمنو سره خبرې وشي. خو تر دې دمه یې ملموسه ګټه نه درلوده. افغان حکومت د پاکستان منځګړیتوب ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دی چې د سولې خبرې بین‌الافغاني مسئله ده او باید خپله افغانان سره کېني او یوې مشخصې پایلې ته ورسېږي»[7]. همدا لامل و، چې له حزب اسلامي (حکمتیار) سره یې خبرې اترې د څلور اړخیزو مذاکراتو له لارې ترسره نه کړې، بلکې د بین‌الافغاني تفاهم له لارې یې له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کړ. که څه هم بهرنیانو له دغو خبرو اترو څخه ملاتړ کاوه؛ خو بیا هم دا خبرې تر ډېره د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پایله وه.

دغه راز په دې وروستیو څو میاشتو کې افغان طالبان هم د نورو وختونو په پرتله پر پاکستان ډېر بې‌باوره شوي دي. همدا لامل دی، چې په قطر کې يې له پاکستان پرته په نېغ ډول له امریکایانو سره د خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړل. که څه هم د دغو خبرو اترو جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي؛ خو د دغو خبرو اترو په غبرګون کې پاکستان تېره اوونۍ د طالبانو څو مشران نیولي، چې مشهور یې ملا نانی دی[8].

د دې ترڅنګ د څلور اړخیزو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته هم په هېواد کې ناامنۍ او جګړې ډېرې تودې شوې. د هېواد لوی ښارونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي او په دې تړاو اوس هم په کندز، اروزګان، هلمند، فراه او نیمروز کې جګړې روانې دي. افغان حکومت هم د ناامنیو له کبله تر ډېر فشار لاندې دی؛ ځکه له یوې خوا د امنیتي ځواکونو تلفات زیاتېږي، نو له بلې خوا یې د لاسته راوړنو په لاره کې هم ستر خنډ جوړوي.

که چېرې له افغان طالبانو سره په قطر کې د ملي امنیت د رییس خبرې اترې ريښتیا وي، نو دا څرګندوي، چې نور د افغان حکومت د سولې تګلارې بدلون موندلی او د طالبانو هغو اندېښنو ته یې مثبت ځواب ویلی، چې دوی پرې له ډېره وخته ټینګار کاوه.

پایله

په عمومي توګه د قضیو د دخیلو لورو ترمنځ مخامخ خبرې اترې هیله‌بښونکې وي او څومره چې دوی په مخامخ خبرو اترو کې برخه اخلي، هومره د قضیو حل کول اسانه کېږي؛ ځکه نو که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې شوې وي، نو باید پراخ هرکلی يې وشي.

که په قطر کې وروستۍ خبرې شوې وي يا نه وي شوې، د مخامخ خبرو اترو لپاره د یوې منځګړې ډلې اړتیا هم لیدل کېږي. دا ډله به له يوې خوا د افغان حکومت او طالبانو د نظرونو په لنډولو، مخامخ خبرو اترو ته په زمینې مساعدولو او د خنډونو لرې کولو کې مرستندويه واقع شي او له بلې خوا به د دواړو لورو له‌خوا د ژمنو د عملي کولو په تړاو هم تر يوه بريده د ضامن لوري رول ولوبوي. په دې تړاو د بېلابېلو لورو له‌خوا يو شمېر هڅې هم شوې دي[9]، خو لاهم د ښکېلو لورو له‌خوا د داسې کومې منځګړې ډلې رسمي ملاتړ نه دی شوی.

د منځګړې ډلې يوه ګټه به دا‌ هم وي، چې دا ډله به د سولې پروسې له جزئياتو خبره وي او که کوم لوری بیا له خپلو ژمنو سر وغړوي او یا د سولې په بهیر کې خنډ جوړ کړي، نو دغه منځګړې ډله کولای شي، چې د خلکو د فشارونو په مرسته دوی بېرته سولې ته اړ کړي. د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ هم چې کله خبرې له خنډ سره مخامخ کېدې، نو د خلکو د فشار له لارې به دا خبرې بیا روانېدلې. لوی لامل يې دا و، چې مدني ټولنې او خلک تر څه حده د دغو خبرو اترو له جریانه خبر وو.

[1]  د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] Sami Yousafzai, Jon Boone, Sune Engel Rasmussen, Taliban and Afghanistan restart secret talks in Qatar, The Guardian, 18 Oct 2016, see it online:< https://www.theguardian.com/world/2016/oct/18/taliban-afghanistan-secret-talks-qatar>

[3] آزادي راډیو، سرچینه: د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ قطر کې لیدنه شوې، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه:
http://pa.azadiradio.com/a/28061114.html

[4]  امریکا غږ، طالبان وايي قطر کې یې د افغان حکومت له استازي سره نه دي کتلي، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه: http://www.pashtovoa.com/a/afghan-government-and-taliban-peace-talk-in-qatar/3555833.html

[5]  امریکا غږ، سمیع یوسفزی: له حکومت سره د ملا منان خبرې د سولې خوا ته لوی ګام دی (له زیبا خادم سره مرکه)، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۷مه، پرلیکه بڼه: http://www.pashtovoa.com/a/afghan-government-taliban-talks-in-doha/3556231.html

[6] په دې اړه د طالبانو د بشپړې اعلامیې لوستلو لپاره لاندې لينک ته مراجعه وکړئ:
http://alemara1.org/?p=19802

[7] ارګ، د قطر دفتر او د سولې برخلیک، ۱۰ اګست د ۲۰۱۶ کال، پرلیکه بڼه:
http://president.gov.af/ps/analysis/107585

[8] آزادي راډیو، پاکستان کې درې طالب مشران د آی ایس آی له لوري ونیول شول، د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۱مه، پرلیکه بڼه:
http://pa.azadiradio.com/a/28048234.html

[9] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز، دکتور امين: طالبانو ته مو د بين‌الافغاني تفاهم طرحه وړاندې کړه/مرکه، پرليکه بڼه:

http://csrskabul.com/pa/?p=2773

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *