Categories

اعلان

Loading…

طالبانو تایید کړه چې د قطر د دفتر پلاوی یې پاکستان ته تللی دی

تاند- وسله والو طالبانو پاکستان ته د دې ډلې د پلاوي سفر تایید کړ او په دې توګه یې هغه راپورونه ومنل چې پر اساس یې ویل شوي و چې د طالبانو پلاوی د دې لپاره پاکستان ته تللی چې په دوحه کې د افغانستان له حکومت سره د طالب استازو د خبرو په اړه پاکستان ته معلومات ورکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د دوی د قطر د سیاسي دفتر پلاوی پاکستان ته تللی خو ده د سولې د خبرو احتمال رد کړ.

مجاهد وویل«زموږ پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې وکړي او د ځینو مدرسو په باب وږغېږي چې په وروستیو کې بندې شوي دي.»

سږ کال دوبی هم د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی اسلام اباد ته تللی و او طالبانو ظاهراً اعلان وکړ چې د کډوالو پر مسلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

په همدې حال کې پاکستان په کوټه کې د طالبانو څو مدرسې، چې تروریستان پکې روزل کېدل، د افغانستان په غوښتنه بندې کړې او څو طالب مشران یې ونیول.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *