Categories

اعلان

Loading…

اروپايي ستوربېړۍ پر مریخ لوېدلې

تاند- د اروپا د فضايي تحقیقاتي ادارې مسوولانو د جمعې په ورځ وویل، مریخ ته د دوی استول شوې ستوربېړۍ د چهارشنبې په ورځ پر دې سیارې د کښېناستو په مهال غورځېدلې او دړې وړې شوې ده.

تر دې اعلان وړاندې په دوو ورځو کې له سکیاپارلي فضايي بېړۍ سره د اروپا د فضايي ادارې اړیکې پرې شوې وې او اټکل کېده چې دا ستوربېړۍ به لوېدلې وي.

د مریخ پر مخ د امریکايي سپوږمکۍ تصویرونه یو ژور ځای ښيي او ګومان کېږي چې دا ژور ځای به د اروپايي ستوربېړۍ د غورځېدو ځای وي.

2ناسا له مریخه د خپلې سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي عکسونه خپاره کړي دي. (پاس)

دومره واضح تصویرونه ډېر لږ دي، په هرو ۶ مترو کې یو پیکسل.

داسي ښکاري چې په عسکونو کې ښکارېدونکی خاپی د اروپايي ستوربېړۍ وي.

د اروپا د فضايي ادارې څېړونکي هم تاییدوي چې د امریکايي سپوږمکۍ له لوري اخیستل شوي عکسونه د دوی د ستوربېړۍ دي.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *