Categories

اعلان

Loading…

افغاني سرې میاشت د ګېرو له جنګ ځپلو سره  مرستې وکړې

 افغاني سره میاشت لومړنۍ اداره ده، چې د خپلو بې پرې خدمتونو لړۍ يې تر ګېرو ولسوالي پورې ورسوله او د ګېرو له سلګونو کورنيو سره يې  په خوراکي توکو سربېره د اړتيا وړ غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
په  دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجي،کمپلې، توشکې، لوښې او نور د   او د اړتيا وړ توکي موجود و.
 په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس سميع الله صديق  تاند ته وويل، چې سره میاست يوه بشر پاله او بې پرې اداره ده، چې  په جنګي سيمو کې  د سره صليب له نړيوالې ادارې سره يو ځای جګړه ځپلو او اړو خلکو ته  په روغتيايي خدمتونو سربېره د خوراکي توکو مرستې رسوي.
2نوموړي د جګړې په ښکېلو  خواووغږ وکړ، چې  د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي، او اړمنو خلکو سره مرسته يې خپله دنده او مسووليت وباله.  
 د غزني په ګېرو ولسوالي کې ۸۳۳ کورنيو باندې وروسته له هغې دا مرستې ووېشل شوې، چې  د افغاني سرې میاشتې مسولينو په ياده ولسوالي کې سروي تر سره کړه.
د ګېرو ولسوالي، عنبرخېل،حکم کلا، عظمت، ادينو، ښوراب، فراریانو،مشخېلو، مسلي، تعمير او ځينو نورو کليو کې   د جنګ له وېرې کډه شويو خلکو  ته مرستې ورکړل شوې.
په غزني کې افغاني سرې میاشتې  تر دې وړاندې  هم په اړمنو خلکو مرستې وېشلې دي، د ګېرو يو تن استوګن عبدالوکيل هم د يادې ادارې له مرستو مننه وکړه، د نوموړي په وينا لومړی ځل دی، چې په ګېرو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له اړمنو خلکو سره مرسته کېږي.
عبدالوکيل په خبره ګېرو ولسوالي نه يواځې  د فقر او بېوزلي ځپلې ده، بلکې  د روغتيا  په برخه کې هم له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ ده، چې تر دې مهاله  دولت  ورته هيڅ  توجه کړې نه ده، دوی د سرې میاشتې  له ادارې څخه د روغتيايي ستونزو د حل غوښتونکي شول.
ګېرو د غزني له مرکز څخه پنځه شپېته کېلومتره په واټن لرې پرته ولسوالي ده، چې  د ژوند له لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې ده، روغتيايي خدمتونو نشتوالی او د پوهنې ټکنی روان بهير  يې ستونزې څو برابره زیاتې دي.
په وروستيو کې د دولت مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ اوږدې جګړې د ګېرو اوسېدونکي  د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل، چې افغاني سرې میاشتې د جنګ  له وېرې بېځایه شویو خلکو سره مرسته وکړه.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *