Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو درې کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

تاند- ګارډین ورځپاڼې نن /جمعه/ راپور ورکړ چې د افغان طالبانو یو پلاوی له قطر څخه پاکستان ته تللی چې د افغانستان د سولې د پروسې او د افغانستان له حکومت سره د سولې د احتمالي خبرو په اړه مشوره وکړي.

ګارډین ورځپاڼې تر دې مخکې روانه اوونۍ په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پټې خبرې افشا کړې. (تفصیل)

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي تر سفر مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو بل پړاو به په سعودي عربستان کې کېږي.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو دننه دوو سرچینو ورته ویلي چې په قطر کې د طالبانو درې استازي د چهارشنبې په ورځ په دې هدف پاکستان ته لاړل چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

د طالبانو یوه جګپوړي استازي ګارډین ته وویل«په سفر تللی طالب پلاوی به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وږغېږي.»

په پلاوي کې په پاکستان کې د طالبانو د رژیم پخوانی سفیر شهاب الدین لاور، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د کورنیو چارو وزیر ملا جان محمد او د طالبانو د پوهنې پخوانی وزیر ملا عبدالسلام شامل دي.

طالب سرچینو وویل چې په پاکستان کې وروسته له دې خبرې پیل شوې چې د افغانستان او امریکا له استازو سره په وروستیو میاشتو کې بریالي تماسونه ونیول شول.

دوی زیاته کړه«طالبان او امریکایانو په قطر کې څو ځلي کتلي او سره ږغېدلي دي. دوی له کږلېچونو په ډکه لار کې یو څه پرمختګ هم کړی دی. ان شاالله موږ هیله لرو چې د خبرو په دوام کې به پرمختګ وشي.»

د طالبانو د قطر پلاوی له دې سره سره پاکستان ته تللی چې د دې ډلې ځیني غړي پر پاکستان بدګومانه شوي او حتي د دې ډلې یوه مشر ملا طیب اغا په یوه لیک کې د طالبانو له مشره غوښتي چې په خپله او د کمیسیونونو مشران له پاکستانه وباسي.

د طالبانو یوه مقام ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې د دې ډلې اوسنی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده هڅه کړې چې له کابل او امریکا سره د خبرو بهیر چټک کړي. پاکستان او نور ګاونډیان به په تدریج په دې پروسه کې شامل کړای شي. پاکستان یو مهم ګاونډی دی او په دې کې هیڅ شک نشته دوی غواړي چې په پروسه کې دخیل وي.»

خو یوه لوېدیځ چارواکي، چې پاکستان ته لږترلږه د طالبانو د دوو استازو له سفره خبر و، وویل چې له پاکستانیانو سره د طالبانو د استازو خبرو د دوحې له وروستیو خبرو سره ارتباط نه درلود.

دغه لوېدیځ چارواکي وویل چې دا د پاکستان یوه هڅه ده چې بیا د افغانستان د سولې پروسه په خپل لاس او کنټرول کې واخلي او حاضردمه د امریکا او نړیوالې ټولنې له فشار او انزوا خلاص شي.

«دوی او د کوټې د شورا یوه ډله له پاکستان سره د سولې د بهیر په اړه ږغېږي. دا د چین او امریکا له فشاره د خلاصون لپاره یوه جلا هڅه ده.

د ګارډین پر اساس، دغه چارواکي وویل، د طالبانو په منځ کې ځیني په دې ډول اسلام اباد ته د طالبانو د استازو پر تګ اعتراض لري او وايي، دا داسي ده لکه اسلام اباد چې جلب او احضار کړي وي.

ګارډین ورځپاڼه دغه راز وايي چې د طالبانو ترمنځ هم د جنګي قوماندانانو، چې په افغانستان کې دي او هم د هغو کسانو په منځ کې چې په پاکستان کې اوسي، درز زیات شوی دی.

ورځپاڼه وايي چې لوی اختلاف پر دې دی چې ایا خبرو ته دوام ورکړي او که ورنه کړي. همداراز د پیسو او منابعو د کنټرول پر سر اختلاف شته.

381 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2