Categories

اعلان

Loading…

په عرفاني دنيا كې د غني ځای/ محمد اکبر کرګر

لیکوال: محمد اکبر کرګر

 ((زما مرشد ماته يواځې يوه قاعده را وښوده، ماته يې وويل:((ته له بهر نه هغه ډېر دننې جزء ته ورننوځه)) همدا ماته قاعده اوقانون شو.للا کشميري عارفه، د دکتر سيد حسين نصر د((اسلام وتنگناهاى انسان متجدد)) له اثر نه. 

په عرفاني دنيا كې د غني ځای 

الف: تصوف او عرفان

د غني د اشعارو ټول لوستونكي په دې باب يوه خوله دي چې غني  فلسفي شاعر دی. دا خبره مو ترمخه هم وکړه ،ځينې خو هغه د(( ليوني فلسفي ))په نوم هم يادوي. په  وروستيو وختونو كې دهغه په ادرس دصوفي كلمه هم كارول كيږي. زما په نظر كه د صوفي دكلمې په كارولوكې له لږ تاءمل نه كار واخيستل شي،  بده به نه وي. د عرفاني تمايلاتو په اړوند داسې ډيرڅه شته چې بايد پرې وويل شي. د خپلې خبرې د تصديق له پاره داسې شننه په كار ده چې د هغه شعرونه له عرفاني زاويي تول و ترازو كړو. د دې كار له پاره  به بده نه وي چې لومړی د تصوف او عرفان توپير وکړو اوبيا په عرفان كې د شاعر ځای او مقام وپيژنو·

تصوف: عرفاني اصطلاح ده·د زهد او د دونيوي چارو د ترك په معنا كارول كيږي.په اصطلاح كې د دونيا له مينې د زړه پاكول او د ظاهرجوړښت دی. د اولسي خلكو په ژبه كې صوفي هغه چاته هم ويل كيږي  چې لږڅه ذاهد او پرهيزگاره وي، د شيخ و امام په معنا هم كارول کيږي خو دا مفهوم دصوفي د اصلي كلمي له  مفهوم نه ليرې دی.

عرفان د الهی علومويوه پوهنه ده چې د هغه موضوع د حق او د حق  د نومونو اوصفاتوپيژندنه ده چې  اهل الله د حق د پيژندنې له  پاره غوره كړې ده. په دوه ډوله ترسره كيږي چې يوخاص ډول د عالمانوله خوا اوبل د باطن د تصفيي له لارې ترسره كيږي. د دې  پوهنې  او ادراك اشراقي  اړخ پياوړی دی. له عرفاني پلوه د وجودي جهان پوهيدنه چې د رياضت او د نفس د تزكيي له لارې او يا په زړه باندې د حقيقت ځليدنه ده، منطق او استدلال  په كې نقش نه لري.

د عرفاني تجاربوپه پوهيدنې سره د بشريت په تاريخ کې درې پوښتنې مطرح دي:

۱. ايا ټولي عرفاني تجربي يو له بله سره ورته والی لري؟ اياپه ټولوځايونو، وختونو او فرهنگونوکې عرفاني افكاريو ډول دي؟ ايا سره له دې چې د عرفاني افكارو په اړوند ځينې توپيرونه شته، گډې خواوې هم لري او که نه؟

۲.ايا عرفاني تجارب عينيObjective  دي اوکه نه؟

۳.که دا تجربې عيني دي نوڅرنگه دي؟[1]

د جيمزپه وينا د عارف ستربری په دې کې دی چې د فرد اومطلق ترمنځ په خنډونواو موانعو غلبه کوي.په دې معناچې هم هندي عارف، هم نو افلاطوني پوه،  هم مسيحي عارف او هم  اسلامي عارف  غواړي چې له  مطلق سره يو ځای شي. له خپل وحدت نه خبرتيا اومعرفت پيدا کړي،  دې كې شك نشته چې دا يو گډ، عام او مشترک دود دی  چې په ډېر كړاو  او سختۍ سره د ديني، اقليم  په  توپيرونوکې بدلون مومي.

 ريشارد موريس باک د يو ارواپوه په توگه ددغه ځانگړنوشميرزيات بولي.

۱.باطنې يا دروني رڼا

۲.معنوي اعتلا

۳.اشراق

۴.ابدي احساس

۵.دمرگ له ويرې ژغورنه

۶.دگناه له احساس نه ژغورنه

۷.ناڅاپي  او سملاسي ځانگړنه[2]

موږکولی شو دا ځانگړنې د و.ت.ستيس د يو نظرله مخې په يو چوکاټ کې بيان كړو. دمثال په توگه د حضرت عيسی اوازونه چې کاتوليک عارف يې د ليدلو او اوريدلو دعوه کوي خو نه دکالي(kali ) نښاني چې هندي عارف يې د ليدو مدعي دي. نه هم هغه غږونه چې سقراط او ژاندارک او نورو اوريدلي او يا اوري، هيڅ يو يې هم عرفاني پديدي نه دي.داځکه چې ډېرڅرگنداومهم عرفاني حالات غيرحسي(non -sensuel)  ځانگړنې لري.له بلې خوا مشاهدې او اوريدنې د محسوساتو ځانگړنې لري خو عرفاني حالات غيرحسي ماهيت لري.

په يو بل عبارت ((انفسي عرفان)) دحسي اشکالو يا محسوسو اشکالونه بې برخي دي خو افاقي عرفان کولی شوحسي يا محسوس وبولو.دا ځکه چې د يو ډول حسي او واقعي بدلون  محصول دی.

په دې ټولو سربيره عرفاني حالت يوازې((خيال))يا خيالي صورت هم نه دی بلکې په دقيق ډول بصري اوحسي درک دی: انفسې عرفان داکهارت ژان وان رويسبروکjean van  Ruysbroeck1381-1293)) اونورو عارفانو په نظر دشکل اومحتوی نه بې برخي دي.

په اوپانيشادونوکې په کيهاني خبرتيا اونښانو يا علايمو ټينگار شوی دی. پر دې سربيره کله هم ددې دواړو د پيوند په اړوند خبرې شوي دي.

 د بيلگې په توگه په هندي عرفان کې د پتنگ مشاهده او په مسيحي عرفان کې د مريم ظهور سره له دې چې دواړه فرهنگونه يعنې اروپايي اوهندي فرهنگونه توپيرلري خو پورتني دواړه حالتونه له محسوسو صورتونوڅخه گڼل كيږي. په همدې سبب د عرفان له حدودو بهر موقعيت لري. هندي، مسيحي او اسلامي عارفان ټول دنښانو او يا رمزونو، غږونو او عرفاني تجربو ترمنځ توپيرونو ته قايل دي. ان داسې حالات لکه وجد، جذبه، يا خلسه، شور او بې خودي هم سره له دې چې دعرفاني تجربو سره نږدې پيوند لري خو د هر عرفاني جريان  لازمي جزء نه دی. دا ځکه چې خلسه او د هغې څرنگوالی د عارفانو د شخصيت له جوړښت  او د يوبل  سره په  توپير لرلو كې  سيده اړيکي لري. په همدې اساس عرفان په  نړیوال فرهنگ کې په دوه ډولو ويشل کيږي.

يو عاطفي عارفان او پرشوره عارفان دي لکه، شمس تبريزي، مولوي اونور.

دويمه ډله هغه عارفان دي چې په خپل ځان کې غرق دي چې دخپلو احساساتو او عواطفو د مهارولو وس لري.لكه  بودا، اکهارت، محمد غزالي اونور.

 انگليسي فيلسوف (و.ت استيس) وايي چې د  حقيقي عارفانو کار د خپل شخصې احوال پټ ساتل دي……..ځينې عارفان په خپل روايت سره د لومړي شخص ضمير(زه)کارولو نه ډډه کوي اوداسې گړنې او عبارات لکه ((عارفان وايي )) يا داسې روايت دی او داسې نور مثالونه. په هرحال په عرفاني پوهه کې اساسي اولومړنی شرط دا دی چې  د دروني يعني باطني او بيروني احساس ترمنځ توپير وشي او د دې ډول څرگندونو پسې ويلی شو چې عرفاني تجربې کولی شو په دوه ډولو وويشو.

۱.شيبه يې يا لنډ مهالې يا راتلونکې( spontaneous) تجربې.

۲.د زده کولو وړ يا اکتسابي acquisتجربې.

شيبه يې معمولا افاقي وي اواکتسابي تجربې معمولا انفسي وي.

افاقي عارف خپل جسماني حواس په کار اچوي.د خارجي شيانو(واقعي  اوملموس) کثرت او تعدد لکه اسمان، سيند، کور، ونه، الوتونکي او نورې چارې په عارفانه ليد بدلوي. په دې معنا چې  واحد يا احد يا وحدت پکې تجلي کوي او هغه ويني.

انفسي عارف بالعکس د ظاهري حواسو په چوپ کولو اوخپه کولو سره او  دحسي او لمس وړ تصاويرو په حذف کولو او همدارنگه د ضميرله صفحې د افکارو او تصوراتو پاکولو سره د خپل ذات ژورو ته رسيږي او د  دې ادعا کوي چې په خپل سير وسفر كې يې سکوت اوسکون چې په  حقيقي واحدپوهېدنه ده، موندلې ده. په افاقي تجربوکې كه د واحد درک  په کثرت کې د وحدت د وجود واحد درک وي نو په بدل کې انفسي تجربو كې  د كثرت او تعدد پرته يوازې((واحد وجود)) لري.

پردې سربيره که افاقي تجربې، شيبه يې يا امدني(راتلونکي وي نو په بدل کې انفسي تجربې د سير و سلوک په لړکې له کلونو وروسته لاس ته راځي·  يا په بل عبارت انفسي عرفان د فرديت د انحلال په معنا دی اوپه دې ډول تجربوکې نه کثرشته اونه تمايز.

دا پيښه نه يوازې په ناسوتي عرفان كې  چې فلوطين ډوله عرفاني  لاره ده، موجوده ده. بلکې په مسلمانوعارفانوكې لکه حلاج او ابن عربي کې يې هم ليدلی شو. اسلامي عارفان هم دمسيحيانو په اندازه او ان له هغو زيات د خالق او مخلوق ترمنځ په توپيرونو ټينگار کوي سبب يې دادی چې هغوۍ حلول يو ډول بدعت بولي او د وحدت مسالي ته په كې  اشاره کوي.

د اروپايي او اسيايي عرفان يوتوپير په دې کې دی چې د اروپايي عرفان شخصيت تل د عقل، برهان او عشق او عرفان ترمنځ په شخړه کې سر گردانه دي. ان  اکهارت چې د هر اروپايي عارف په نسبت هندي عرفان ته نږدی دی بيا هم عقل اومنطق ته وخت اوميدان ورکوي.

له دې نسبتا اوږدې شننې وروسته د غني افكارو ته رسيږو. دې كې شك نشته چې غني خان كوم اكتسابي عارف اوصوفي نه وو اونه دی او نه د كوم طريقت او پيشوا پيرو دی چې له هغه يې لاس نيوكه كړې وي او د نورو مسلكي مدعي عارفانو په څير دی د تصوف اوعرفان لاره نيولې وي خو دې كې شك نشته چې  هغه دعرفان اواشراق ډېره مزه څښلې ده.

۱. غني شاعر دی، شاعر د الهام  او اشراق سره سرو كارلري.

۲.د هغه شعرونه د پښتو ادب له نورو اشعارو نه يوڅه توپيرلري، په دې معنا  چې د غني په اشعاروكې يوعرفاني ملال يو ډول مرموز ښكلا ييز احساس، او په يو ډول داسې مونيزم  باور چې د  هستۍ كليت بيانوي،  موجود دی.

۳.غني په خپلو اشعارو كې  په هماغه اندازه چې دخيام ليوال دی، دمنصور حلاج سخت ستايونكی دی. د منصور كړنه او نعره د يو ايډيال په توگه نمانځي.

۴.غني د شرقي فرهنگ مولود دی.ياپه بل عبارت ددغه معنويت يوتاج دار دی. عرفاني او اشراقي درك، پوهه او الهامونه د هغه د ټولنيز تحت الشعور  اواز هم دی.

۵.غني خان په خپلواشعاروكې د متشرع ملايانوبرخلاف سخت د واحد  ذات سره د وصل او د كايناتو د وحدت ليوال او ليدونكی دی. هغه دملا دمتود اولارې له مخې  واحد ذات دجومات اوكعبې په كنجونوكې نه ويني، بلكې په خپل  افاق  او انفس كې يې ويني.

۶. غني خان د يو شرقي فيلسوف او متفكرشاعرپه توگه  د وجودي وحدت باوري دی.

نور بیا…………………………….

لیکوال: محمد اکبر کرګر

۱محمد رضا فشاهي · انديشيدن فلسفي وانديشيدن الهی –عرفاني · نشر باران ·سويدن·سا ل ۱۳۸۹ ص ۶٠[1]

۲·همدغه اثر ·

14 total views, 1 views today

2 comments

  1. محمد نعمان دوست Reply

    کرګر صیب! ښې چارې

    ښایسته او ګټوره لیکنه ده، ادامه ورکړه. نورو برخو ته یې بې صبرانه انتظار کوم.

  2. حضرت الله ګهیځ Reply

    استاده خدای د خیر درکړې واقعا هغه تنده ې په دې برخه مو مو درلوده راماته دې کړه هیله ده همدا لړۍ جریان پیدا کړې حوصله دې غواړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *