Categories

اعلان

Loading…

فوق العاده مخلوق/ محمد نعمان دوست

د لغمان- کابل لویه لاره کنډ و کپر وه. نو ولې به نه وه، په هره لویشت یې د درندو وسلو بیشماره ګولیو خولې ښخې کړې وې او په هره برخه کې یې ماینونه چاودلي وو. هغه وخت به موږ په میني بوس موټر کې مزل کاوه. هغه سفر به ډیر خوندور و چې کابل پورې به موټر وران نشو او دغه نږدې (۱۵۰ کیلومتره) واټن به مو اتو ساعتونو کې وواهه.

د تره زوی مې د داود خان په واکمنۍ کې انجینري فاکولته کابل کې لوستې وه، د هغه خبرو به هغه وخت حیران کړم چې ویل به یې: سهار وختي به مو له کوره حرکت وکړ او بیا به رسمیاتو ته ان پوهنتون ته ورسیدو. دا خبره به راته د نه منلو ښکاره شوه. هیڅ باور مې نه کاوه؛ نو موږ څه ملامت وو؟ موږ خو داسې وخت کې لوی شوو چې وطن له خوږو ورځو سره خدای پاماني کړې وه او ښایسته وطن مو په کنډر بدل شوی و.

په هغه ورځ موټروان سره نږدې ناست وم. ماسپښین مهال د ماهیپر د بیخ هوټلونو ته ورسیدو. موټر ودرید او سورلۍ ښکته شوه. د خټین هوټل مخې ته د لاس وینځلو لپاره شیردان لګیدلی و او لپاسه پرې خیرنه آینه ځوړنده وه، دومره دوړو او ګردونو خړ پړ کړی وم چې که ډیر ځان ته ځیر شوی نه وی، نو خپل ځان مې هم نشو پیژندلی!

موټروان سره مې لاره کې کیسې کولې او هغه هم د هغو وختونو نکلونه کول چې دوی به د شپې په مړو څراغونو کابل ته تلل، دا ځکه چې په نږدې غرونو کې به وسلوال کسان ناست وو، ډزې یې کولې دا ډزې به کله پر پوځي کتارونو برابرې شوې او کله به یې د سورلۍ موټر سوري سوري کړل. موټروان به یو دم یو ځای ته لاس ونیوه او بیا به یې ویل: همدغه ځای و، له ما یو موټر مخکې روان و، یو دم له قوي غږ سره ځمکه وخوریده، لوګي پورته شول او بیا شاوخوا سړک له پرې شویو هډونو ډک شو.

هوټل ته ننوتلو. موټروان راته ورو وویل له ماسره راځه. ډوډۍ راغله؛ دسترخوان داسې له بیلابیلو خوراکونو ډک و، لکه د باور رایې اخیستنې په ورځو کې چې د وزیرانو وکیلان میلمانه وي. حیران شوم، ما مخکې هم د لارې هوټلونو کې ډوډۍ خوړلې وه، خو دا هر څه بدل وو. حیرانتیا خو مې هغه وخت زیاته شوه چې ډریور ته سګرټ هم راغلل او بیا د وتلو په وخت کې یې یوه روپۍ هم ورنکړه.

لږ وروسته مې د هوټلي له شاګرده وپوښتل، هغه ویل: دوی فوق العاده دي!

 موټروان موټر ته وخوت په غاښونو کې یې خلی واهه، په هارنډ یې ګوته ایښې وه او سورلۍ مخ په موټر په منډه وه. د هوټل له شاګرده مې وپوښتل: په دې کار تاوان نه کوئ؟ هغه موسکی شو او بیا یې سورلۍ ته لاس ونیوه. ما لا بله پوښتنه نه وه کړې چې د موټر ټایرونه تاوو شول، په منډه وختم. ځان سره مې د هوټلي د شاګرد د خبرې په اړه فکرونه وهل او ایله مې ذهن کار وکړ چې دا قصور خو له سورلۍ باسي.

په هره برخه کې فوق العاده مخلوقات شته، دوی په ټولنې بوج دي او دا ځکه چې  د دوی قصور له ولسه وځي.

په دې وروستیو کې د بریښنا شرکت هم د فوق العاده مخلوقاتو لیست اعلان کړ. ښه غټ غټ کسان پکې وو. له بریښنا یې ښه پریمانه وړیا استفاده کړې وه. نو څه فکر کوئ چې د  بریښنا شرکت به دا تاوان خپله ګالي؟ دا شرکت نو د تاوان لپاره جوړ شوی؟ دا دومره لویه پانګونه د تاوان ګټلو لپاره شوې؟ او…

نه، ممکن د دې فوق العاده مخلوقاتو بوج هم پر عادي وګړو راشي.

 تر هغې چې په ټولنه کې فوق العاده مخلوقات د ولس پر اوږو ناست وي، تر هغې به د ولس اوږې ناستې او ستړې وي.

(سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *