Categories

اعلان

Loading…

سریال/ اجمل درمان

پلار کور ته ستړی ستومانه ننوت، له اوږو يې بیل ښکته کړ او د لورکۍ پوښتنه يې وکړه:

جميلې ..! واه جميلې لورې ..! چیرته يې راشه ستړی يم ، د مخ مینځلو لپاره راته اوبه واچوه.

شماز خان اکا د کوټې دیوال ته تکیه ولګوله، له پښو يې مساله يي بوټان وویستل، د پوندو چاودو يې وینې کړې وې،

اجمل درمان

اجمل درمان

شيبې تيرې شوې خو د جميلې غږ پورته نه شو، پلار انديښمن شو، کیڼ اړخ ته د ننګور خوني ته يې غږ وکړ.

سلما لورې ..! هغه جمیله څه شوه؟

سلما له اوړو په ککړو لاسونو له خونې راووته

سلما: کاکا جانه هغه خو په کور کې نشته

پلار: نشته .؟! ، نو چیرته ده چې په کور کې نشته؟

سلما ډيره وارخطا وه، نه پوهیده چې څنګه د جميلې خبره ورته وکړي، شاو خوا يې وکتل شماز خان اکا ته نيږدې شوه، ورو يې په نیولي غږ غبرګه کړه:

هغه خو بیګا له میوند سره وتښتيدله

د سلما غږ په شماز خان اکا د توپ ډز و، په سختۍ راپورته شو، په کړوپه ملا يې لاس کيښود او سوی اه يې وکړ

اخ تلويزيونه .! کور دې راته ړنګ کړ. په شرمونو دې وشرمولم، زه پوهیدلم چې دا سريالونه به یوه ورځ ما په لوی غم اړوي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *