Categories

اعلان

Loading…

په يوه بيت کې د شعر درېيمه ننداره/ نقيب احمد عزيزي

د چين يو پخوانی شاعر وايي چې شاعري له لاوجود سره جنګ دی، څو يو شی موجود شي. همداسې ويل کېږي چې شاعري له چوپيتا سره سر وهل دي، وروسته داسې شېبه راځي چې پخپله چوپيتا وغږول شي.

د دوو متضادو حالتونو/شيانو ټکر يو درېيم شی/څه پنځوي، ممکن هماغه ترکيبي عناصر خپله بڼه وبايلي. په کېمياوي مرکباتو کې هم د خپلو عناصرو خواص بشپړ، بلکې بېخي نه پاتېږي. په ادبياتو کې هم د دوو متضادو پديدو ټکر پخپله درېيم حالت زېږوي، دغه شی په نويو بلاغي تعبيرونو کې پاراډوکس بولي. پاراډوکس داسې تعبير دی چې بیان يې د عادي طبعيت له وسې پوره نه وي، هغه شاعران چې له طبيعت، ماوارءالطبيعة او دنيا و مافيها سره تقليدي او عادي چلند نه لري، هغوی چوپتيا غږولای شي او له لاوجوده يو وجود سازولای شي.

د هنر کار دا هم دی چې ذهني قناعت او عاطفي لذت ته مو ورسوي. له دې سره سره خوند را باندې ولوروي او په روان او ضمير کې مو د موسيقي د احساس په څېر غزونې وکړي. ځينې شيان د بشريت د ټولنيز لاشعور هيلې او تجربې وي، ځکه خو ډېر لوستونکي د ځينو شعرونو په اړه حيرانېږي چې دا خبره خو زما په ذهن کې هم ګرځېده، ولې مې نه شوای کولای؟

د ښاغلي شاعر پيرمحمد کاروان يو بيت دی چې د بشري اختلافونو يوه ذهني معادله يې حل کړې ده، خو دا رياضيکي حل نه دی، هنري منطق پکې دی او اسټيټيکي يا جمالياتي اړخ لري، له عاطفې برخمن دی او په ټوله کې له ذوق او ژورو هيلو سره اړيکې لري.

کاروان صاحب وايي؛

د خاورو لوښی شه، پاخه دې شي خو مړه چې نه شي

یاران په خپلو کې بس اور دي او اوبه دي سره

زه د بيت پر خارجي شکل نه غږېږم چې قافيه، وزن، اهنګ، رديف او تعبير يې څه ښه‌والي لري، يا يې نه لري؛ خو محتوا يې دا ده چې دلته ياران «خلک…» سره مخالف «اور و اوبه» دي، دغه مخالفت دې يې يو درېيم حالت «د خاورو لوښی» راکړي چې مثبت «د کار شی» دی. د دغه تعبير لپاره له سيمبوليکې او تشبيهي ژبې کار اخيستل شوی چې خيالونه پارولای شي. کله چې خاوره په اوبو خيشته او بيا په اور پخه شي؛ نو د خاورو لوښی جوړېږي. په شعر کې ويل شوي چې ياران خو سره اور اوبه دي، دغه اور اوبه دې سره ختم نه‌شي، بلکې د خاورو لوښی دې ترې راووځي.

که وويل شي چې ګورئ نفاق مه کوئ، راځئ چې سره يو شو، اختلافونه پرېږدو، يا بېخي د باختر اژانس د نثر په طرز ناره کړو چې «راځئ دې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدو.» بيا به هم همدا محتوا وي؛ مګر د هنريت او شعريت نازک زور به نه لري.

ښه هنر په سختو طبعو هم راج چلولای شي، کټ مټ لکه ماشوم چې په خپل واړه ځان پر لويانو لاسبری وي. د هنريت او شعريت سترګې د ذوق خيال ساتي، ځکه يې تر نېغو خبرو اغېز او ياد د معشوقې د غمزې په څېر تر ډېره پاتېږي.

حقيقت دا دی چې نامستقيم پيغامونه او اثرناکې جملې زموږ لاشعور ته ښکته کېږي او يو وخت مو په ناخوداګاه ډول د شخصيت برخه ګرځي، په تمايلاتو، مفکورو او نظرياتو کې مو نفوذ کوي. د هنر د پيغام او نامستقيم رسالت يو جالب اړخ همدا دی.

د شعر داخلي کيفيت چې څېړو، تر ډېره حده دا کتنه په کار وي چې «محتوا» څنګه وړاندې شوې، دا نه چې کومه محتوا وړاندې شوې ده؟ همدلته نږه هنر او د خارجي تمايلاتو په ولکه کې را منځ ته شوې پنځونه يو تر بله سره بېلېږي.

د شعر او شعار فاصله هم همدومره وي، کله چې شعار هنري او نه انکاېدونکی هنري شکل واخلي، پخپله په يو عالي شعر بدلېږي. البته د محتوا ماهيت هم بشپړ له پامه نه غورځي، که الفاظ و معنا يو ډول انسجام پيدا کړي د لا ښه‌والي امکان زياتېږي.

شعر د ژبې او الفاظو لوړ هنري توکی دی چې بل هيڅ شی يې بديل نه‌شي ګرځېدای او منفرد تشخص لري. د يو عرب نقاد قول دی چې که اختراعات او انکشافات هر څومره وړاندې ولاړ شي، له انسانه دوی شيه نه‌شي اخيستلای چې هغه “احساس” او “عاطفه” دي او څو چې دغه دوه توکي له انسان سره وي، هنر نه ورکېږي.

د شعر انځورونه د کيمرې له انځورونو سره ستر توپير ځکه لري چې هلته هر څه د باصرې حس ته متوجه وي؛ مګر شعر چې مو خيال، احساس او عاطفه په تحرک راولي، انځور يې بېل کيفيت خپلوي او د نورو حواسو رول هم پکې شريکېږي. دغه سببونه چې لاس سره ورکړي، نتېجه يې دا خېژي چې شعر ته د بشر د معنوي سرمايې د پاچا مقام ورکړي.

په يوه بيت کې لولو:

چې سره غېږ په غېږ شي توري ښکلا وزېږوي

دا هلکان جينکۍ خوند کا چې واده دي سره

کاروان

اختراعاتو او په نثر کې پرمختګ بشر له شعره بې‌پروا نه کړ او نه تر اوسه دا څرک لګېږي چې په راتلونکي کې دې دا کار وشي. زموږ لاشعور او په ټوله کې انساني وجود چې د غريزو، تمايلاتو، احساساتو، واهمو، تخيلاتو، جذباتو، عقدو، فکرونو او اندېښنو سمڅه ده، يوازېنۍ دروازه يې شعر دی چې دغه بنديان ازادولای شي.

92 total views, 2 views today

2 comments

  1. M.A, Zyar Reply

    له دومره پخو ادبي شننو سره تر پارسي ٌ تا ٌاغېږلاندې د (چې) پرځای (څو ) ستره گرامري تېروتنه ده، او بيا داچې نور ډېر هم ستا پليوني کوي په گرده ادبي مينه او مننه ! ستا او ټولو خواخوږی زيار

  2. Naqib Ahmad Azizi Reply

    زيار صاحب مننه، خو نه پوهېږم څنګه را نه پکې پاتې شوی. دغه شي ته خو مې ځانګړی پام و، څو ځلي مې نورو ته هم ويلي وو چې «تر څو/څو» د پاړسي د نېغې ژباړې بد اغېز دی، ښه ده چې پر ځای يې يوازې «چې» کېږدو.
    د استاد اصف صميم پر حواله مې اورېدلي چې د ډېری رسنیو خبرونه يې پر همدې وجه نه اوري، استاد وايي چې دوی د «چې» پر ځای «څو/تر څو» کاروي.
    که د تاند پاڼې کاروال زما غږ اورېدای شي، هيله ده د لومړي پراګراف «څو» په «چې» بدل کړي.
    درنښت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *