Categories

اعلان

Loading…

ښارونه له جنگ پرته نيول او په منډە ئې پرېښودل/ حقپال

د سولي په خلاف د طالبانو او شمالي ټلوالي نوى ائتلاف ـ حقپال

له طالب جنگياليو څو پوښتني لرم:

تاسو كندز ونيولو، له جنگ پرته، له هيڅ دولتي پوستې پر تاسو ډزي ونشوې، يوې ډلي غوښتل تاسو كندز له مقاومت پرته ونيسيئ، د دې پټي مؤامرې او خائنانه معاملې تفصيلات به ورو ورو ټولو ته جوت شي، دا كټ مټ همغسي وو لكه چي د طالبانو د تحريك د زېږېدو په وخت كي شمالي ټلوالي له چمن تر چهارآسياب پوري دوى ته خپلي پوستې پرېښودې او د حزب اسلامي په خلاف ئې هغوى وجنگول. تاسو د كندز چوك ته ورسېدئ، ځيني فيسبوكي طالبان دومره مست او مغرور شوي وو چي وئې ليكل: طالبان د كندز په چوك كي كبابونه خوري!! خو هر هوښيار مجاهد پوهېدو چي دا مستي او غرور موقتي ده، تاسو به يو ځل بيا د مخكي په څېر له كندز تښتئ، بيا به په سلگونو مظلوم كندزيان ستاسو د ناسمو او غلطو جنگي سياستونو له كبله په وينو كي رغړي، بمونه، د توپونو، ټانكونو او هاوانونو مرمۍ به پرې ورېږي، همداسي وشول، په سلگونو كورونه وران او لوټ شول، دكانونه وسوزېدل، په سلگونو كندزيان په خپلو وينو كي ورغړېدل، نږدې شل زره كورنۍ له كندز وتلو ته اړي شوې، د كندز ولس او ټول افغانان د دې ټولو ورانيو او مرگ ژوبلي پړە پر تاسو اچوي. له دې ستري او خونړۍ فاجعې ستاسو لاسته راوړنه همغه د كندز د چوك كبابونه وو!! خو د مظلومو كندزيانو د بدنونو د كبابېدو په بيع، تاسو ته دا مشوره چا دركړې وه، كوم ظالم او بې رحمه انسان تاسو دې بې هدفه او بېهوده جنگ ته وهڅولئ؟! دا به هرو مرو يا جاهل دوست وو يا ځيرك دښمن، تاسو يقيناً او له شك پرته د يوې خطرناكي او خونړۍ توطئې ښكار شوئ. هغه جنگيالى او د جنگياليو سالار نه هوښيار انسان دئ او نه مؤمن مجاهد چي د جنگ پايلو ته له پام پرته؛ خپل جنگيالي د جنگ ډگر ته لېږي، نه د دوى د مرگ ژوبلي پروا لري او نه د بې گناه انسانانو د مرگ ژوبلي. تاسو په وار وار دا اشتباه كړې ده، له جنرال مالك سره ستاسو ائتلاف همداسي وو، څو زره طالبان د هغه غلط تصميم قرباني شول، د جنرال مالك په اعتماد مزار ته ولاړل او ډېرى ئې ووژل شول. دوستم ته تسليمېدل او څو زره طالبان د هغه په لاس وژل كېدل ئې بله بېلگه وه.

آيا پوهېږئ چي الله تعالى ولي د مكې فتح تر هغه وځنډوله چي له جنگ پرته فتح شي؟ قرآن ئې وجه موږ ته ښودلې، فرمايي: د دې لپاره چي د مسلمانانو په لاس د داسي چا وينه توى نشي چي په پټه مسلمان شوى وو خو مسلمانانو نه پېژندل.

… وَلَوْلاَ رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا الفتح: 25

… او كه هغه مؤمنان نارينه او مؤمني مېرمني نه وى چي تاسو نه پېژندل؛ داسي نه چي په ناپوهۍ سره ئې ترپښو لاندي كړئ او د دوى له كبله به تاسو ته په ناخبرۍ كي پېغور متوجه شي، د دې لپاره چي الله هغه څوك په خپل رحمت كي داخل كړي چي دى ئې غواړي، كه (دغه ناپېژاندي مؤمنان ترې) بېل شوي وى نو د دوى هغه به مو په دردناك عذاب اخته كړي وو چي كفر ئې كړى.

الله تعالى د يوه خاص مصلحت له مخي په مكه كي د نښتي مخنيوى وكړ او هغه دا چي په مكه كي داسي مؤمن نارينه او مؤمني مېرمني وې چي مسلمانانو نه پېژندل، د نښتي په صورت كي به دوى هم تر پښو لاندي كېدل، الله تعالى نه غوښتل دوى ته صدمه ورسېږي او مسلمانانو ته دا پېغور متوجه شي چي د ډېرو بې وزلو مؤمنانو په وينو ئې لاسونه سره شول.

همداراز الله تعالى غوښتل د مكې ډېر استوگن د ايمان له سعادت برخمن شي، كه هغه مؤمنان او دغه چي د ايمان سعادت به ئې په راتلونكي كي په برخه كېدو له قريشو بېل شوي وى نو د قريشو كافران به ئې په دردناك عذاب اخته كړي وو.

د دې او دې ته ورته قرآني لارښوونو له مخي مسلمانان مكلف دي چي له دښمن سره د نښتو په دوران كي دې ټكي ته په كلكه توجه وكړي چي بې وزلي مسلمانان په ناپوهۍ كي ترپښو لاندي نشي او صدمه ورونه رسېږي.

متأسفانه اوس داسي بد مغز مفتيان هم راټوكېدلي چي د دې څرگندو قرآني لارښوونو خلاف بې شعورو او لېون سرو جنگياليو ته په جوماتونو او مدرسو كي د چاودنو د جواز غلطي فتواگاني وركوي، دا هم جائز گڼي چي په جومات كي او د جَمعي لمانځه پر مهال د خپل رقيب يا دښمن د وژلو لپاره چاودني يا ړندې ډزي وكړي، د دې پروا هم نه كوي چي بې گناه لمونځ كوونكي به ووژل شي!!

نه پوهېږو دوى پر كوم خداى، كوم قرآن او كوم پېغمبر ايمان لري، كوم دين او مذهب ئې ځان ته غوره كړى، زموږ خداى، پيغمبر او اسلام خو وايي: يوازي له هغه چا سره وجنگېږە چي له تا سره جنگېږي، ماشومان، ښځي، بوډاگان، عابدان، زاهدان، غير محارب (هغه چي په جنگ كي برخه نه لري)كه كافر وي او كه مسلمان، مه وژنئ، وني مه قطع كوئ، فصلونه مه سوزوئ، معبدونه مه ورانوئ، كه دا د يهودو وي كه د مسيحيانو، پر داسي كلي بريد مه كوئ چي د آذان ږغ ترې واورئ. دا خبري ستاسو لپاره نه كوم؛ د هغو لپاره ئې كوم چي ستاسو كړنو له اسلام بې زاره كړي، هغوى ته وايم: زموږ خداى، قرآن، پيغمبر، اسلام، مذهب له داسي جناياتو برئ دئ، نه غواړي د هيڅ انسان وينه؛ كه كافر وي كه مسلمان؛ په ناحقه توى شي. په كندز كي د ډېرو انسانانو وينه په ناحقه توى شوه!!

كله چي د كندز نيولو جنگ ته روانېدئ آيا له خپل قومندان مو پوښتلي وو چي له دې جگړي مو هدف څه دئ؟ له چا سره مو جنگوئ، څوك وژنو او څوك مو وژني؟ له امريكايانو، انگرېزانو، جرمنيانو، فرانسويانو او روسانو سره جنگېږو كه له افغانانو سره؟ كه مو جگړە له داسي افغانانو سره وي چي ځان مسلمان گڼي، كلمه وايي، لمونځ كوي، الله اكبر وايي او زما په لاس ووژل شي، تېرى هم زما له لوري وي نه د ده له لوري، نو زه به سره له دې غازي وم او كه د ده په لاس ووژل شم نو زه به شهيد وم؟!! قرآن خو وايي: كه چا پر تاسو سلام ووايو هغه ته به دا نه وايئ چي ته مؤمن نه يې!!

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا * النساء: 94 : اې مؤمنانو! كله چي د الله په لار كي د جهاد لپاره وځئ نو ښه څېړنه كوئ او هغه چا ته چي پر تاسو سلام اچوي؛ دا مه وايئ چي ته مؤمن نه يې، په داسي حال كي چي دنيوى مال، متاع لټوئ، نو له الله سره ډېر غنائم دي، تر دې مخكي تاسو هم دغسي وئ، خو الله درباندي احسان وكړ، نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ؟

په دې مبارك آيت كي مؤمنانو ته لارښوونه شوې چي د جهاد په دوران كي به لاندي خبرو ته په كلكه پام كوئ:

  • له خلكو سره په خپلي معاملې كي ډېر احتياط وكړئ، په دې اړە بايد ډېر محتاط وئ چي بې گناه انسان، مخصوصاً كوم مسلمان ستاسو په لاس ونه وژل شي.
  • څوك چي پر تاسو سلام اچوي او د سلام له اچولو ئې معلومېږي چي هغه مسلمان او د مسلمانانو خواخوږى دئ، يا ئې مقصد دا دئ چي تاسو ته وايي: سلامتي مو غواړم، زما له لوري تاسو ته كوم خطر متوجه نه دئ، نو د هغه په اړە دا مه واياست چي مسلمان نه دئ، يا ئې له وېري سلام اچولى او يا خدعه كوي، په همدې الفاظو ئې اكتفاء وكړئ، مسلمان ئې وگڼئ او له ځورولو او وژلو ئې ډډە وكړئ.
  • مبادا د غنيمت په غرض د هغه په وينو خپل لاسونه سره كړئ، له الله سره ډېر غنائم دي، د همدغو حلالو او له شك شبهې وتلو غنائمو ترلاسه كول وغواړئ.
  • تر دې د مخه تاسو هم د دوى په څېر وئ، الله تعالى پر تاسو فضل وكړ او د مسلمانېدو توفيق ئې دركړ، په كار ده تاسو هم له دغو خلكو سره همغسي احسان وكړئ چي له تاسو سره شوى.
  • په دې پوه شئ چي خبير خداى ستاسو له هر عمل او د هغه تر شا ستاسو له موخي او غرض ښه خبر دئ.

كه هغه چا ته د نامسلمان خطاب نشو كولى چي پر موږ سلام اچوي، نو هغه به څنگه نامسلمان او د وژلو وړ بولو چي كلمه وايي، لمونځ كوي، روژە نيسي او الله اكبر وايي؟!!

رسول الله صلى الله عليه و سلم يو ټولگي د جهاد لپاره ولېږو، مشر ئې ورته غوره كړ، د سفر په دوران كي د مشر او ملگرو ترمنځ په يوې موضوع نزاع او شخړە راولاړە شوه، مشر اور بل كړ، ملگرو ته ئې وويل: زه ستاسو امير يم او زما اطاعت پر تاسو لازم دئ، تاسو ته امر كوم چي دې اور ته ودانگئ، هغوى ورسره ونه منله، كله چي مدينې ته راستانه شول نو ملگرو ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دا قصه وكړە، هغه وويل: كه د ده امر مو منلى وى تل به په اور كي پاته شوي وئ!! يعني ځاى به مو د دوزخ د اور كنده وه!!

گوره! د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس د مكې د فتحي څرنگوالى د هر مجاهد لپاره د ښارونو د نيولو سنت دئ، كه غواړي په جهاد كي د خپل پيغمبر متابعت وكړي نو د ښارونو د نيولو په اړە به همدا سنت مراعاتوي، له جنگ پرته ښارونو ته ننوتل او فتح كول.

ښايي ځيني به دا اعتراض وكړي چي حزب اسلامي ولي د كابل د نيولو په ارتباط په دې سنت عمل ونه كړ!! دوى ته وايو: تاسو د بي بي سي او نورو اسلام دښمنو رسنيو د دروغجنو تبليغاتو تر اغېز لاندي دا پوښتنه كوئ، خبر نه يئ چي كابل د حزب په لاس فتح شو، له مقاومت پرته، ارگ، داخله وزارت… زموږ مجاهدينو ته په لاس ورغلل، يوازي د خواجه رواش هوائي ډگر پاته وو، د جبل السراج ائتلاف خپل ځواكونه له مزار همدې ميدان ته راانتقال كړل، مجاهدين له ښار ووتل، د كابل په څنډو كي مېشت شول، كابل ئې له دريو خواوو محاصره كړى وو، كابل ته له ننوتلو ئې ډډە كوله، ائتلافي ځواكونو څو ځلي بريدونه وكړل خو ټول بريدونه ئې په شا وتمبېدل، هغه مهال د حزب دريځ دا وو چي مليشې دي له كابل ووځي، د پېښور د پرېكړي مطابق دي انتخابات ترسره شي، او قدرت دي منتخب حكومت ته انتقال شي. لنډە موده وروسته او د سختو ماتو له كبله د جبل السراج ائتلاف وشړېدو، طالبانو هغوى وژغورل، طالبان له شا پر حزب بريد وكړ، د دې ائتلاف د زوال مانع او د جنگ د دوام باعث شول، حقيقت دا دئ چي له كومي ورځي طالبان له چمنه سپين بولدك ته راواوښتل او د حزب اسلامي په ضد ئې جگړە پيل كړە بيا تر ننه چي كومه وينه په افغانستان كي توى شوې طالبان په كي شريك او مأخوذ دي. كه طالبانو د ښارونو په اړە همدا تگلاره غوره كړې وى، ښارونو ته له ننوتلو ئې ډډە كړې وى او تر هغه ئې محاصره او له مركز سره ئې د هغوى اړيكي قطع كړې وى چي حكومت او بهرني حاميانو ئې د هېواد په ډېرى برخو خپله سلطه له لاسه وركړې وى دا ډېر تر دې غوره وو چي سيمه ونيسي او دوه درې ورځي وروسته ترې تښتي، د دې تگلاري گټه به لږ تر لږە دا وه چي د بې گناه افغانانو د وينو تويېدو مسئوليت كي به شريك نه ول.

حقپال

69 total views, 1 views today

3 comments

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    HAQPALL SAHIB SALAMOALIKUM;
    one example said;you talking to my hand(SORRY)
    you think taliban belive on allah?never they belive on I S I.
    you knows;ALL MUSLIMS ARE BROTHERS except pakistani.
    talibs do not belive on QURAAN,THEY ARE BROTHERS OF SHITAAN(ISI).
    ghafoor lival sahib said in tolafghanistan weblog;
    the way of JANAT PASSING FROM afghanistan.
    afghanistan is playground for 1- pakistan&india,2-saudia arab&IRAN,3-AMERICA&RUSSIA,
    IF TALIBS HAVE BRAIN THEY MUST THINK about afghanistan,why KILLING AFGHAN POLICE,THEY ARE KEEPER OF THIS LAND.,,,,,,,,
    thanks from taand

  2. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi Reply

    سلامونه،
    حقپال ورور په حقه پورته پوښتنه له طالبانو کړ یده!
    لکه څنګه په میډیا کښې رقم رقم نظرونه وړاندې سوي یا کېږي ، زما په نظر دا بیا د همهغې بین المللي لوبې یوه برخه وه چې د ساړهء جنګ راهيسې پر افغانستان تپل سوی، او غټ لوبغاړي ېې پوکستییان!!! ،ایران او د سيمې افراطي او ړانده تروریستان دي.
    پوکستیانیان خو غواړي چې افغانستان بیثباته کړي ترڅو د بلوڅو او لرو پښتنو حق اخستلو ته وزګار نسي، د بوریا لاندې د جبلسراج د دوهمې سکاوئ سالارانو سره هم د طالبنما ګانو، مفسدانو استخبارات شریکوي دواړه خوا د پښتنو وژنې،کورورانونې او دربدرۍ سبب کيږي بېلګې ېې واخلئ: اچین،هلمند، ارزګان، زابل، لوګر، کنړ، …،او د سون لرګي ېې طالبجانان دي ،چې دوی هم په ډیره نامردۍ پر خوارجو خرڅوي، جیلونو ته ېې اچوي او (یک تير او سه پاختکې )درې مخې لوبې کوي!!!
    فارس(ایران) -+ تاجوکوستان !! هم د خپلو چټلو موخو لپاره ژبني،توکمي،مذهبي فاشیزم لپاره پر فراه، هرات، بادغیس، فاریاب غزني…دپنهاني دسایسو صرفه نه کوي او بیرته د طالبنما ګانو په بېعقله لاسونو ګاوڼډي مسلمانان وژني، که دوی رښتیا آیت الا ګان وي نو د حقپال ساب پورتني مبارک ایتونه او ټول قرآن کریم دې مطالعه کړي چې آیا دا پوچ چارماغو ته ېې جواز سته؟؟؟؟.
    طالبان که په رښتیا افغانان،پښتانه او قندهاریان وي ، دا ۲۶ کالونو کې خپل کړه وړه وسنجوي نو دا پایله باید واخلي چې له حزبِ اسلامي څخه دوی ډیر جهاد ندی کړی، د هغوی په اندازه کدرونه نلري او دهغوی په اندازه سیاسي ،اقتصادي او نظامي زور هم نلري ،نو هغوی چې د افغانستان صلحې شورا ته لبیک ووایه او تفاهم ته ورسیدل ، تاسې تیت او پرک، څوک پوکستییان،څوک اماراتو،څوک تورکیه،څوک ایران،څوک فرانسه،څوک چین او روسیه!.او داسې نورو کې د پردیسئ شپې ورځې تیروئ ، او د یوڅو کلدارو مردارو یا دراهم معدوده په بدل کې خپل افغانان وژنئ او یا ېې د بی مسولیتو لڼډغرو او خارجي سپیانو باندې داړئ؛ بهتره ده چې د تووورو خولې مو د افغانستان دښمنانو ټټرو ته وګرځوئ، د میرویس نیکهء او احمدخان ابدالي په پله پل کیدئ او د سولې،امن ثبات او )معاصر ديني او دنیوي(لیاره ونیسئ. و من الله التوفیق .و ما علینا الا البلاغ. په درناوئ.

  3. Dr.Atal Reply

    محترم ورور حقپال صاحب!
    السلام علیکم و رحمة الله
    رښتیا هم وروستنی معاملی همداسی ائتلاف ته ورته ښکاری،له بده مرغه ډیری تعاملات چه د مسلمان په نامه متخاصمی ډلی یی ترسره کوی ، مثبت او مشروع اهداف نه تعقیبوی او بما انزل الله سره سمی فیصلی نه کیږی نو ځکه نتیجه یی ارتکاب د ظلم ،فسق او حتی کفر ته رسیږی .
    بدبختانه چه زموږ موسمی اخوانیان یا د جهادی تنظیمونو ارکان هم د حکومت په د ننه هغه څه ترسره کوی چه دوی ته ګټه معلومیږی خو په اصل کی هغه انحصار،فساد ،غصب او تیری وی ځکه چه دین یی هیر کړی او په شخصی ،ټولنیز ژوند او حکومت کی یی دین حاکم ندی نو ځکه د اصلاح ګراف نزولی او د فساد ګراف صعودی سیر لری.
    نو لازمی ده چه ټولو انحرافی کړنو د تصحیح لپاره همدا ډول سوالونه او معیارونه را ژوندی او د حق پالونکو تنده ورباندی ماته او د مؤمن ملت فکری او عقیدتی سالمه لارښوونه غنی او ژوندی شی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *