Categories

اعلان

Loading…

د نجونو په زوره او د هغوى له رضا نه بغير په نکاح ورکول جايز نه دي

مفتی عبدالولی

په دې هكله د نبي صلى الله عليه وسلم ارشاد دى، «لاَ تُنْكَحُ الأَيِّمُ حَتَّى تُسْتَأْمَرَ وَلاَ تُنْكَحُ الْبِكْرُ حَتَّى تُسْتَأْذَنَ.» قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ وَكَيْفَ إِذْنُهَا قَالَ «أَنْ تَسْكُتَ»، ترجمه: «كونډه او طلاقه شوې ښځه به په نكاح نه وركولى شي تر دې چې له هغې سره باقاعده مشوره وشي او پيغله به هم د هغې له اجازې پرته نه په نكاح وركولى شي. صحابه وو وويل: د پېغلې اجازه به څنگه وي «هغه خو د حيا او شرم له وجې صراحت نشي كولى»، ويې فرمايل، په دې صورت كې يې چوپتیا د اجازې معنی لري. صحيح البخاري5136. يعنى كه صراحت يې وكړخو سمه ده او كه صراحت يې ونه كړ نو بيا چې د واده ورته وويل شي، هلك ورته ذكر شي او دا پرې خاموشه شي، نو دا يې اجازه وگڼئ.

د ام المؤمنين عايشې (رض) په روايت كې هم دي چې دې وويل: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الْبِكْرَ تَسْتَحِي، قَالَ، «رِضَاهَا صَمْتُهَا» پېغله خو شرمېږي، ويې فرمايل، په دې صورت كې يې خاموشي د رضا معنی لري. صحيح البخاري:5137.

د نبي صلى الله عليه وسلم په دور كى داسې واقعه وشوه چې يو پلار خپله كونډه لور د هغې له خوښې پرته چا ته په نكاح وركړه، نو هغه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغله، نوهغه يې نكاح رد كړه. د حديث الفاظ دا دي، عَنْ خَنْسَاءَ بِنْتِ خِذَامٍ الأَنْصَارِيَّةِ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهْيَ ثَيِّبٌ، فَكَرِهَتْ ذَلِكَ فَأَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَدَّ نِكَاحَهُ. صحيح البخاري:5138. دا خو د واده شوى جينى په باره كى و.

په سنن ابوداود كې بل حديث دى چې په هغه كې د پېغلې متعلق خبره راغلې ده، د حديث الفاظ دا دي، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ جَارِيَةً بِكْرًا أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَتْ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهِيَ كَارِهَةٌ فَخَيَّرَهَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. ترجمه: له ابن عباس نه روايت دى چې يوه پېغله نبي صلى الله عليه وسلم ته ورغله ويې ويل: پلار مې زما له خوښې پرته په نكاح وركړې يم، نو نبي صلى الله عليه وسلم هغې ته اختيار وركړ. سنن أبي داود: 2098.

په دې حديثونو كې دا واضح قانون ذكر دى چې هېڅ يوه كونډه، طلاقه شوې او پيغله جينۍ به د هغې له رضا او خوښې نه بغير نه شي په نكاح وركولى اگر كه په نكاح وركوونكى يې پلار يا بل نږدې خپلوان ورور، نيكه او تره ولې نه وي، د نبي صلى الله عليه وسلم په زمانه كې دوه دغه شان د جبر او زور واقعات شوي، نبي صلى الله عليه وسلم يې د رد حكم جاري كړى دى او ښځو ته يې د نكاح او خوښې اختيار وركړى دی بلكې په دغو او نورو حديثونو كى وضاحت راغلى چې له دغو ښځو سره به خامخا مشوره كيږي او د هغو خوښه به معلومولى شي او كه د هغو خوښه نه وي نو دغه نكاح رد دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «الأيم أحق بنفسها من وليها والبكر تستأذن في نفسها وإذنها صماتها.» كونډه او طلاقه شوې له خپل ولي نه هم د خپل نفس په باره كې زياته حقداره ده او له پېغلې نه به اجازه غوښتلى شي او چوپتیا یې اجازه ده.2100

د ابوداود په دې حديث كې هم دا وضاحت دى چى بالخصوص واده شوې ښځه (كونډه، طلاقه شوې) له خپل ولي نه هم د ځان زياته حقداره ده. له بره ذكر شويو حديثونو نه دا هم ثابتيږي چى د په نكاح وركولو عمل به يى ولي كوي او چى ولي وجود ولري وي نو بيا ښځو ته خپلسري نه ده جايز، د ابوداود په حديث كى دا هم راځي چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، «لا نكاح إلا بولي.» له ولي نه بغير نكاح نه كيږي. هو، چې د كومې ښځې ولي نه وي نو بيا سلطان او حاكم د هغې ولي دى، فالسلطان ولي من لا ولي له.  نو دا شرعي طريقه ده او په همدې عمل لازم دى. پښتنه او افغانه ټولنه كې عمل پرې نه كيږي، دا نقصان د دوى خپل دى د شريعت نه دى.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *