Categories

اعلان

Loading…

د شجاعي د جنايتونو پر وړاندې د غبرګون خبرتيا

درنو هېوادوالو!

 له شاوخوا دريو کلو راهيسې په  ارزګان کې د حکيم شجاعي په مشرۍ  يو شمېر ملېشه ډلې، چې د حکومتي چارواکو د ځانګړيو کړيو له خوا يې ملاتړ کېږي، عام بېګناه کليوال وژني، پر کورونو يې تېري کوي، کورونو ته يې اور اچوي او څوک چې پر مخه ورځي وهي يې او څه چې په لاس ورځي د غنيمت مال په څير يې له ځان سره وړي. که څه هم پروسږکال د ارزګان  يو شمېر خلکو او قومي مشرانو دا موضوع تر ولسمشر او ولسي جرګې پورې راورسوله او د حکيم شجاعي په لاس يې د ۱۲۲ تنو بېګناه کليوالو د وژلو شواهد وړاندې کړل، خو حکومت د خلکو د اعتراض د مخنيوي لپاره په دوو اونيو کې د شجاعي د نيولو امر صادر کړ، خو ورسره يې د هغه د تېښتې خبر هم خپور کړ. کله چې د ارزګان د وخت والي هغه لاستړلی کابل ته راولېږه، د ولسمشر د دويم مرستيال تر فشار لاندې بېرته خوشې شو. په وروستيو ورځو کې د شجاعي وحشت بیا په جوش راغلی او د خاص ارزګان پر يو شمېر کلو يې د وژنو، لوټ او تالان امر ورکړی دی. د شجاعي حرفه يي جلادانو د خلکو کورونو ته اور واچاوه او هر څوک چې په مخه ورغلل هغوی يې ووهل، وټکول او ووژل. يو ځل بيا هماغه پخوانۍ ډرامه تکرارېږٍي، د شجاعي د نيولو امر ورکول کېږي خو ورسره د ده د تېښتې خبر هم خپرېږي.

د ارزګان مخوراو د پېښې قربانيان د يو شمېر مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانانو په متلتيا غواړي د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د شجاعي له جنايتونو پرده پورته کړي او په همدې اړه د ژونديو شاهدانو تر څنګ د پېښې انځورونه او ويډيوګانې هم وړاندې کړي.

له ټولو درنو هېوادوالو، قومي شوراګانو، مدني بسنټونو او ټولنیزو سازمانونو څخه هيله کېږي چې د خپلو بېګناه هېوادوالو ننګه وکړي، د هغوی پر ټپونو پټۍ کېږدي  او د شجاعي او د هغه د ملاتړو چارواکو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.

راځئ نور د جلادانو او جنګي جنايتکارانو مخه ونيسو، که نه د وحشت دغه استازي به ډېر زر زموږ تر کليو او کورونو هم راورسېږي.

د غونډې ځای: زرنګار پارک – کابل ښار

د غونډې وخت: دوشنبه ( د وږې ۴)، د سهار ۹:۳۰ بجې

د  اړيکو شمېره: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲

د مدني بنسټونو او ټولنيز سازمانونو

ګډه کمېټه

553 total views, 1 views today

4 comments

  1. معلم ثنا ګل Reply

    السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته / محتر مو مسلمانو هیواد والو دا دجمهور ریس یو نا روا سیا ست دی چی ده جناب چیرت لوستلی دی دا۰۰۰ دا دافغان حکومت یوه فا لیسی ده چی فر مخ یی بیایی چی فشتون فر فشتون وزوروی او فشتون فه هزاره۰۰۰ دروزګان فه شکل مساله دمیدان شار دنرخ والسوالی کی روانه دی ۰دنرخ والسوالی یو تعداد ار بکیان چی حزب اسلامی فوری زان منسو بوی او فت ملاتړ یی حکومت کوی فه لسګونه خلک زوروی وهی یی تړی ییی او فیسی ورسخه اخلی۰ دغه اربکی قم مندان چی شا مار یی فه زان تخلص ایشی بیګا یی دولتی فو ستو کی وی او سبا یی لاری ته را کوزیږی او خلق لو توی دولت ورسره همکاری کوی او هیس نه ورته وایی یو زل یی ونیوه او بیا یی سفورت کړ فعلا قضیه دروز ګان فه شکل روانه دی ۰ موږ له دولتی \چار واکو هیله لرو چی دنرخ دوالسوالی امنیت ته تو جو وکړی او دعوامو خلقو دابرو او عزت غم وخوری۰ شاغلی حکمتیار مخکی زرداد لرود او فعلا شامار لری والسلام

  2. معلم ثنا ګل Reply

    السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته / محتر مو مسلمانو هیواد والو دا دجمهور ریس یو نا روا سیا ست دی چی ده جناب چیرته لوستلی دی دا دافغان حکومت یوه فا لیسی ده چی فر مخ یی بیایی چی فشتون فر فشتون وزوروی او فشتون فه هزاره۰۰۰ دروزګان فه شکل مساله دمیدان شار فه نرخ والسوالی کی روانه دی ۰دنرخ د والسوالی یو تعداد ار بکیان چی حزب اسلامی فوری زان منسو بوی او فت ملاتړ یی حکومت کوی فه لسګونه خلک زوروی وهی یی تړی ییی او فیسی ورسخه اخلی۰ دغه اربکی قو مندان چی شا مار یی فه زان تخلص ایشی بیګا یی دولتی فو ستو کی وی او سبا یی لاری ته را کوزیږی او خلق لو توی دولت ورسره همکاری کوی او هیس ورته وایی نه / یو زل یی ونیوه او بیا یی سفورت کړ فعلا قضیه دروز ګان فه شکل روانه دی ۰ موږ له دولتی \چار واکو هیله لرو چی دنرخ دوالسوالی امنیت ته تو جو وکړی او دعوامو خلقو دابرو او عزت غم وخوری۰ شاغلی حکمتیار مخکی زرداد لرود او فعلا شامار لری والسلام

  3. کابلی تنها Reply

    مظاهری ته هیڅ ضرورت نشته ولی چی نه ځوک غوږ درته نیسی او نه یی څوک اوری دا مسا له یواځی اویواځی باید طالبان حل کړی پښتانه ددوی په سر برباد شول او بیا ددوی په پښتنی سیمه کی ناتار جوړ ده او دوی لمر ته خپلی څڼی غوړوی . طالبه تاته وایم په ارګ ور ننوتی شی او پر یوه غله او ډاکو نشی ورتلای او که د ایران پیسو دی سترکی در پټی کړی دی

  4. فریدون رحیمی Reply

    د کابلی تنها در نظر نه دیره مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2