Categories

اعلان

Loading…

طالب سرچینې وايي، آی ایس آی د دوی یو مهم مشر نیولی

تاند- د طالبانو ځیني سرچینې وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د طالبانو د مشرتابه یا کوټې شورا یو مهم غړی ملا احمد الله نانی نیولی دی.

طالب سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې ملا نانی د کوټې په سټیلایټ ټاون کې، چې د طالبانو اکثره مشران او جنګي قوماندان پکې اوسي، ونیوه.

سرچینو وویل چې ملا احمد الله نانی وروسته له دې د مولوي عبدالحکیم په مدرسه کې ونیول شو چې رویټرز د بلوچستان په کوچلاغ ښارګي کې د پنځلس کلونو په مخه په مسجد الحج کې د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د تدریس او هستوګنې راپور خپور کړ.

د پاکستان د استخباراتو له لوري د ملا ناني د نیولو خبر د افغانستان حکومت او مستقلو سرچینو تایید یا رد کړی نه دی.

ادعا کېږي چې طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د طالبانو د مشرتابه شورا او د دوهمې درجې شاوخوا ۸ مشران نیولي دي.

څرګنده نه ده چې پاکستان دا کسان پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې د فشارونو د کمولو لپاره نیولي او که یې له زړه په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی.

خو تر دې پخوا پاکستان په ځلونو د نړیوالې ټولنې د تېرایستلو لپاره دې ته ورته غولوونکي ګامونه اخیستي خو د افغانستان په اړه یې خپله ورانکارې پالیسي نه ده بدله کړې.

د سږکال د دوبي په پیل کې سرتاج عزیز او نورو پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې که طالبان خبرو ته حاضر نه شول، لږترلږه به یې له خپلې خاورې وباسي خو وروسته یې وویل چې د افغانستان په خاطر طالبان له ځانه خوابدي کولی نه شي.

داسي ادعاوې هم کېږي چې پاکستان په وروستیو کې طالبانو ته ویلي و چې په افغانستان کې هلمند او یا کوم بل جنوبي ولایت ونیسي او خپله شورا ورانتقال کړي ځکه چې نور د نړیوالو فشارونو له کبله دوی په خپله خاوره کې نه شي ساتلی.

599 total views, no views today

5 comments

  1. عبدالله Reply

    طالیبانو تاسو ړانده یاستی، نه په اسلامی علومو کی پوهه لرېی، نه په دنیاوی او سیانسی علومو کی پوهه لریی او نه په سیاسی علومواو سیاسی لوبو کی پوهه لریی

    ننی زمانه دسیاست زمانه ده، هغه سیاست چه دورځی څو ځله بدلون مومی، مګر تاسو ناپوهه اوړانده دپاکستان په دغو سیاسی لوبو کی هره ثانیه اودقیقه لوبیږیی.

    طالیبانو څومره ژر چه کولای شۍدخپلو افغان ورونو سره دسولی خبری پیل کړی، که نه هم تباه کیږیی، هم ورکیږیی اوهم ختمیږیی

  2. حسن Reply

    په ټالیبانو د کاڼه کانه شویده . وایی کوڼ یې په ک …. غ….. خو ده په غوږو نه اوریده.

    1. درویش Reply

      ڑانده أو کانه هغه دی چی له قرآن او احادیثو ناخبره وی
      طالبان عالمان دی او عالمان دی نبیانو وارثان دی
      ڑانده هغه خلک دی چی دوست او دوشمن نه پیژنی
      او چی بی علمه شیخی کوی همدا کفر یی بس ده

  3. پشتون یار Reply

    په د عصر کی چی ماشومان هم په سیاست پوهیژی داسی ظالمه او جاهله طبقه لکه طالبان و ما نه وه لیدلی

  4. هلال Reply

    طالب چي په اسلام پوهه شي بس ستونزه حل ده
    متاسفانه طالب په اسلام نه پوهېږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2