Categories

اعلان

Loading…

طالبان لشکرګاه ښار ته ننوتل خو بېرته وایستل شول

تاند- افغان امنیتي چارواکي او شاهدان وايي چې وسله وال طالبان نن د لشکرګاه ښار ته ننوتل خو د امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې طالبانو په ښار کې دننه پر امنیتي بوستو بریدونه وکړل.

صدیقي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به ژر طالبان له ښاره وباسي.

خو د صدیقي تر څرګندونو لږ وروسته د هلمند چارواکو او ښاریانو وویل چې طالبان له ښاره بېرته ووتل. دوی وايي چې د ښار په هغو برخو کې چې نښتې شوي، وینې لیدل کېږي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اڅکزي وویل، طالبان وروسته له دې ښار ته ننوتل چې امنیتي کمربند یې مات کړ. ده هم تایید کړه چې په ښار کې له جګړې وروسته طالبان مجبوره شول چې بېرته ووځي.

تر دې مخکې نن /دوشنبه/ د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي و چې د لشکرګاه ښار دوهمې ناحیې ته ننوتي او همداراز یې د بولان او بشران سیمې نیولي دي.

20 total views, 2 views today

2 comments

  1. saber Reply

    د پښتنو هر کلی، هر ښار او هره کوڅه باید په وینو ولړل شي او خونیدې او میندې تباه شي. دا د طالب پیغام دی. زه نپوهیږم چې ،خدای ته، تاریخ ته او ولس ته به د طالبانوځواب څه وي؟ په قتل او تباهي او وطن ورانولو او مسلمان وژلو باندې فخر!

  2. waris bahar Reply

    اول خو ده طالبان نه بلکی ظالمانه دی دوی ده قدرت طلبگار دی نه ده شریعت. خدای دی یی تباه کی ده ای ایس ای زامن

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *