Categories

اعلان

Loading…

لشکرګاه ښار ته طالبان نژدې شول خو د ناټو قوماندان وايي، دا ښار به طالبان ونه نیولی شي

تاند- په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن /شنبه/ هلمند ته لاړ او د وسله والو طالبانو پر ضد د جګړې لپاره یې دغه ولایت ته د نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو ژمنه وکړه.

وسله والو طالبانو په وروستیو کې د هلمند ولایت د اکثرو ولسوالیو په نیولو پسې د دغه ولایت د مرکز لشکرګاه ښار د نیولو لپاره پر امنیتي ځواکونو فشار زیات کړی دی.

د هلمند چارواکي او عام خلک وايي چې وسله والو طالبانو ښار ته نژدې ځیني پوستې نیولي دي.

راپورونه وايي چې طالبانو د تېرې شپې په حملو کې ځانونه  لشکرګاه ښار ته ډېر نژدې کړي دي.

وسله والو طالبانو ښار ته نژدې ځیني مهمې پوستې نیولي او د جګړې په لړ کې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

د لشکرګاه ښاریان سخت په وېره کې دي. دوی وايي که فوري کومکي ځواک ورونه رسېد، طالبان به ښار ته ننوځي او د کندوز د خلکو په شان به له بشري ناورین سره مخامخ شي.

په کندوز کې په لسګونو زره خلک بې اوبو، بې خوړو او بې درملو له ژوند و مرګ سره پنجه نرموي. شاوخوا ۱۰ زره اوسېدونکي یې بریالي شوي چې نورو ولایتونو ته وتښتي.

جنرال نیکلسن په لشکرګاه کې له قومي مشرانو سره وکتل، ویې ویل چې د هوايي قوې په مرسته به طالبان پرېنږدي چې لشکرګاه ښار ته ننوځي.

ده همداراز ژمنه ورکړه چې لشکرګاه ښار به هیڅکله د طالبانو لاس ته ورنه شي.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان دا هم وویل چې ناټو به لشکرګاه ته نور پوځیان ولېږي چې د لشکرګاه په ساتنه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هلمند قومي مشرانو د کابل حکومت او د هغه نړیوال ملاتړ کوونکي تورن کړل چې د هلمند چارو ته پام نه کوي او دا ولایت یې د حتمي سقوط له خطر سره مخامخ کړی دی.

د لشکرګاه ځیني ښاریان وايي چې په ځینو برخو کې د طالبانو سپین رنګه بیرغونه له لیري ویني. د دوی په وینا اوس یوازې هلمند سین د طالبانو او ښار ترمنځ حایله سیمه ده.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. ولی Reply

    یاره ته باور وکړه چی دا هره شپه چی ۲ بجی جنګ شروغ کیګی ته به وایی چی بس طالبان راننوتل خو په هر صورت مطلب می دا دی چی لښکرګا ته د طالبانو ننوتل به ډیره لیري خبره نه وی څکه همدا اوس هم چی جنګ په دوهمه حوزه کی شروغ شی نو ښار کی څوک د شپی خوب نشی کولی الله دی په پښتنو و رحمیګی چی سنګه خپل مینڅ سره خوری دواړو خواو ته تنګی تنګی هلکان شهیدان کیګی چی سړی به ورته حق حیران شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *