Categories

اعلان

Loading…

د استاد ښکلي « تږې اوبه » راله خواږه راکړه

وحيدالله بريال

د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد

« تږې اوبه » د اجمل ښکلي لومړۍ شعري ټولګه ده. ښکلی له ډېره عمره شاعري کوي. په دې لار کې يې کلونه تګ کړی دی، خو لا روان دی. ښکلي د شاعرۍ خورا ډېرې تجربې کړې دي. د دوی په شاعرۍ کې به د اردو او فارسي ژبې د شاعرانو اغېز ځکه هم وي، چې د دې دواړو ژبو شاعري يې هم د زړه په سترګو کتلې او لوستلې ده، خو ددې ټولو تر څنګ د شاعر خپلې تجربې هغه څه دي، چې « تږې اوبه » ترې جوړه شوې ده.

« تږې اوبه » مې واړوله. داسې مې حس کړه، لکه پخوا مې چې هم ورسره ليدلي وي. زه له ډېره وخته « تږې اوبه» په خواره واره ډول لولم. د « تږې اوبه» د ليکوال پيرزوينې وي، چې د « تږې اوبه » له جام نه به يې يو يو غړپ راکولې. زه د « تږې اوبه » حق اداينه څومره چې په کار ده، شايد ونه کړای شم، خو بنده تر وسه پړ دی.

شاعري د زړونو اواز دی. د زړه غږ په تار پېيل او نورو ته ښکارول څه اسانه خبره نه ده. زه له ټولنې اغېزمنېږم، يو څه ليکم. بل له ټولنې اغېزمنېږي، څه ليکي. همداسې هر شاعر، خو د ليکلو انداز مو څنګه دی؟ زما او ها بل توپير په څه کې دی. زه په دې باوري يم، چې هر سړی اغېزمنېږي. هر شاعر د شاوخوانه متاثره کېږي، خو دا اغېز څرنګه او په کوم چوکات کې تصويروي. د استاد ښکلي « تږې اوبه » مې مخ ته پرته ده. په دې کې هم دغسې حالتونه تصوير شوي دي. راځئ وګورو، دوی څنګه انځور ګرايي کړې ده؟

سيمبول د نښې په معنا دی، چې په ادبياتو کې يې معنا داسې هم کېدای شي. که چېرته يوه کلمه بې له قراينو د بلې پر ځای راوړله شي سيمبول بلل کېږي. سيمبولونه د تشبيه او استعارې لږ پرمختللی شکل دی. په تشبيه کې د تشبيه دواړه خواوې مشبه او مشبه به راځي. په استعاره کې يې يوه خوا راځي، خو د قراينو له مخې يې وجه جامع پيدا کوای شو، خو په سيمبول کې بيا يواځې د تشبيه يوه خوا يا مشبه به راوړل کېږي. لوستونکی يې دويمه خوا پيدا کوي.

«تږې اوبه» د سيمبولونو يو جونګ دی. لوستونکی هغه وخت د تږې اوبه تل ته رسېدای شي، چې د دې درياب د سيمبول کوټ يې په لاس کې وي. سيمبولونه دوه ډولونه لري چې يوه ته يې قراردادي وايي او بل ته يې فردي دلته قراردادي سيمبولونه نه دي کارول شوي؛ بلکې شاعر ځينې کلمې د ځان داسې تابع کړې چې لوستونکی ترې ډول ډول معناوې اخيستی شي.

څراغ ته ګوري ړانده خلک د هوا په سترګو

زما کيسې ته چا ونه کتل زما په سترګو

څراغ او ړانده خلک دوه ځانګړي سيمبولونه دي، چې څراغ د ښايست او نور په معنا او ړانده خلک هغه څوک دي، چې د هوا او هوس په لومو کې نښتي. دوی حسن يواځې د هوس په حس حس کولای شي. اوس چې مو څراغ او ړوند وپېژانده، د شعر روح ته په اسانۍ ورننوتی شو. شاعر ګيلمن دی. هغه د ټولنې هر فرد داسې يو څوک غواړي، چې رڼا څنګه چې په کار دی، په هماغه ډول ترې ګټه واخيستل شي. ښکلا څنګه چې پکار وي، هماغسې خوند ترې واخيستل شي، يواځې هوا او هوس حيوان لري او بس . که داسې ونه شي نو بيا د حمزه صاحب خبره د انسانيت له چوکاته د حيوانيت په چوکاټ کې داخلېده دي.

ښار مې پرېښودى دى په وچو صحراګانو پسې

له خپل وجود نه راوتلى يمه ستا په سترګو

يو څوک چې د ځان وي، هغه يواځې نه وي، صحرا دلته د تنهايي سيمبول دی. له خپل وجوده راواته، هغه څوک کوي، چې د نورو په مينه کې يې ځان هېر شي. ښار په ټولنه کې له خلکو سره د ژوند کولو سيمبول دی. خپل وجود هماغه خلک دي، چې شاعر ورسره اوسېده، خو اوس د يوچاپه سترګو له دې جم وجوش نه راووت.

په وجود کې مې صحرا په خپرېدو شي
غم دې مه راکوه، غم راکوي تنده

وجود د ژوند او صحرا د تنهايي نښې دي. څومره چې تنها کېږم، هومره مې ستا د ليدو تمه زياتېږي. تنها کېدل راته غم راکول دي. تنهايي مې هومره نور تږی کوي. په تنهايي کې مې ستا د ليدو تنده يو په دوه کېږي.

زه چې تا پورې درتلمه، خبر نه وم
چې درياب به راته هم راکوي تنده

يو مشهور بيت دی، خو شاعر يې نه دی رامعلوم:

ماويل چې ته به اغزي د زړه نه وباسې
تا ظالمې ستن هم پکې ماته کړه

د استاد ښکلي په بيت کې درياب د تندي د کلمې په نيت کارول شوی، تر څو لوستونکی متوجه کړي. د شعر د استادانو يوه ځانګړنه داوي، چې لوستونکی بيابيا په خپل شعر راګرځوي. درياب نو څنګه چاته تنده ورکوي. سړی چې له درياب سره نږدې وي، خو بايد تنده يې ماته وي، خو نه دلته درياب هغه درياب نه دی، چې موږ فکر کوو. درياب هغه څوک دی، چې د شاعر مخاطب دی. بله داچې درياب د درنښت، حوصله لرونکي او سترو خلکو لپاره هم ممکن د سيمبول په ډول وکارول شي.

هوا دې ستا د ټيکري پيڅکه ستا له سره نه وړي

هوا دې ګلې تا ته دا مزاحمت نه کوي

پورتنی بيت په ظاهري ډول يو عيني تصوير دی. لوستونکي ته داسې يو حالت څرګندوي، چې باد دی. راوالوت. د يو چا د ټيکري پيڅکه يې واخيسته او مخ يې ښکاره شو. پښتو لنډۍ ده:

ديدن په لک روپۍ ارزان دی

پلو مې باد واخيست وړيا دې وليدمه

که ځير شو، داسې نه ده. هوا په پخوانۍ شاعري کې د قرادادي سيمبول په ډول د هوس لپاره کارېده. د ټيکري پيڅکه پورته کېده،  د ستر او پردې ماتېده دي. شاعر د وطن د هرې پيغلې لپاره دعا کوي، چې د هوس پرستو له داسې مزاحمت نه مو الله وساته.  له ټولنې سره د شاعر عاطفي تړاو هم ښه څرګندوي.

رانه مخکې د خپل لاس ليکې روانې

راپسې دي غرونه غرونه دېوالونه

غرونه او دېوالونه د موانع او  رقيبانو لپاره سيمبولونه دی. د لاس کرښي بخت دی. بخت يا مخاطب ترې مخکې روان دی او غرونه رقيبان يې ورپسې دي. شاعر که د مخ ته تګ هڅه کوي، نو شا او يو بل خوا کاته ورته هم اړين دي.

داسې تندغرى کړمه ستا ښايست

اوس مې په اوبو تنده ماتېږي نه

اوبه د هيلو او اميدونو لپاره سيمبول کارول کېږي، که دا سيمبول په شعر کې وپېژنو بيا رانه ددې بيت تشرېح بل خوا نه ځي. ښايست هومره تږی کړی، چې ښايست ته په رسېدونکې تمو او هيلو يې تنده نه ماتېږي. د همدې بيت په بل بيت کې باران د ژړا د سيمبول لپاره کاروي. د يو چا هېرېده هر عاشق ته د اوښکو د تويدو په قيمت تمامېږي، خو شاعر راته وايي:

پرېږده، چې يې هېر کړم په خندا خندا

نن خو دې باران خير دى، ورېږي نه

د پورتني بيت بله لوښه داده، شاعر پکې ناغېړې کړې. څوک چې په خندا کې يو څوک هېروي، نو هغوی نه غواړې د هېريدو کار تر سره کړي.

همدا شان به په « تږې اوبه » کې په ډېرو داسې کلمو سترګې خوږې کړئ، چې تاسو به ترې يوه معنا اخلئ، خو هغه به شل نورې معناوې هم ولري. لکه دېوالونه، د موانعو، رقيب، کړاو او داسې نور. سرابونه او اوبه د دهيلو، ارمانونو او خوښيو ته دنږدې کېدو په معنا. ګلاب به تاسې څومره شيانو ته ودروي. همداسې ډېر نور.

د « تږې اوبه » بله ځانګړنه نادره تشبهات دي، چې په لوستونکي ځان مطالعه کوي. ځينې تشبهات به نوي وي، خو ځينې به زړو ته نوی پيوند ورکول شوی وي. دابه داسې پيوند وي، چې همدې تشبېه ډول ته به يې نوې تشبېه وويل شي. بله داچې دلته تر ډېره د تشبېه توري نه دي، راوړل شوي، خو تشبېه لا خوندوره شوې.

وباسي به له بېخه دا سيلۍ هغه چينار

او خوري به يوه ورځ دا اضطراب هغه سړى

په پورته بيت کې سيلۍ د اضطراب او چينار د هغه سړي لپاره مشبه بهات دي. د سيلۍ او اضطراب په منځ کې ګډه اړيکه لړزېده، محرک کېدل او ددې سره سره يو ډول غږ دی. مضطرب سره له دې چې وجود يې خوځند وي، د ژامو کړپهار يې هم حس کولای شو. چينار او سړي تر منځ تړاو د دوی قد او لوړوالی دی. موږ داتشبېه ډېره لوستې خو په داسې انداز کې يې شايد ړومبی ځل وي، چې لولو يې. د « دا» له اشارې څخه پته لګي چې شاعر د خپل ځان حالت راته بيانوي. دا اضطراب زما خپل اضطراب دی. دا اضطراب د بل اضطراب نه شي کېدای. که څه هم هغه سړي ليکي، خو د هغه سړي نه يې مراد خپل ځان دی.

تبسم مې ستا په سپورو شونډو وليد

زرغون شوى و غاټول په ويرانه کې

شونډي له غاټول سره او ويرانه له د شونډو له سپيروالي سره تشبېه شوی دی. کله چې شونډي راټولي وي، نو د غمګين او زړه چاودي شونډي سپېرې وي، خو چې وغوړېږي، نو د ګل شکل غوره کوي. شاعر دې حالت ته ډېر ښه ځير شوی.

چې ستا نظر مې زړه ته کوزېده، دا هسې نه ده

چې کاڼي همېشه د اوبو تل ته ورروان وي

دلته نظر د دروندوالي په وجه دکاڼي سره تشبېه شوی. دا تشبېه که نور کارولې خو وي، خو دلته يې انداز نوی دی. تشبېهي حالت د مدعاالمثل په توګه کارونه يو نوی عيني انځور هم دی. په لوستونکي يوه خبره په دليل مني. کاڼی په اوبو کې اچول يو عيني تصوير دی، که کاڼی د اوبو تل ته تلای شي؛ نو ستا نظر هم د کاڼي نه سپک نه دی، هغه هم د زړه په تل کې ځای نيوای شي. داسې حالتونه انځورول د شعر استادي ده، چې ښکلی دا استادي کوای شي.

استاد ښکلی اکثره تشبېهي حالتونه په نوي انداز کې وړاندې کوي، پخوانيو تشبېه د توريو په تړونکي تړلې. هلته به توري تکراري و، خو د ښکلي په شاعرۍ کې تر ډېره دا دود مات دی. دوی د تشبېه يو نوی انداز راته ښيي. په لاندې بيت کې رقيب له ږلۍ سره او حسن له ګلونو سره تشبېهي حالتونه د همدې ادعا ثبوت کېدلای شي.

رقيب هم د يار په حسن پسې مړ دى

ږلۍ هم وايي ګلونه راته ګران دي

استاد په بل ځای کې بيا يوه نادره تشبېه په ډېر عجيب انداز کاروي.

غر وجود رانه په خپله غېږ کې واخلي

ستا په شان دي ماښامونه راته ګران دي

محبوب له سهار سره، له ګل سره او داسې نور سره به مو ډېر ليدلي وي، خو د ماښام سره تشبېه يې نوې ده. دلته له ماښامونو سره د توروالي يا کوم بل شي، په وجه تشبېه منځته نه ده، راغلې؛ بلکې د خوی او خواصو په موخه کارول شوې ده، چې هم تشبېه نوې ده او هم يې وجه شبه نوې ده. دغسې نوی والی په شعر کې خوند يو په دوه کوي.

مدعاالمثل له پيله تر اوسه خو خپل خوند او رنګ نه دی بايللی، د هندي سبک شاعرانو دا صنعت خورا ډېر کارولی دی. ددې صنعت يو لوښه داده، چې ادعا او ثبوت دواړه وړاندې کوي، خوند او رنګ يې يو په دوه وي. په دې کې کله ادعا او ثبوت دواړه خيالي وي، کله کله بيا ادعا خيالي او ثبوت عيني وي، چې لاندې بيت يې د دويم ډول بېلګه ده.

ډېر شکونه خو له مينې پيدا کېږي
چې خواږه ډېر شي مرۍ مې وخوږېږي

د استاد پسرلي د مدعاالمثلونو يوه ځانګړنه داده، چې اکثره مدعاالمثلونه يې تشبېهي حالت لري، په پورتني بيت کې هم دا دود پالل شوی. دلته شک له ترخو سره او مينه له خوږو سره تشبېهي حالت دی. په عين حال کې پورتنۍ مسره د ادعا په توګه وړاندې شوې، چې خيالي ده او لاندنۍ مسره يې ثبوت وړاندې شوی دی.دا ټول د يو تصوير په ډول لوستونکي ته مخي ته ږدي.

سترګو ته خاورې ورشيندي او زړه يې لاس کې مروړي

خو اجمل خداى خبر چې ولې بغاوت نه کوي؟؟

سترګو ته خاورې ورشيندل ګړنه ده. د تېرايستلو په معنا يې په ژبه کې کاروو. په دې ښه پوهېږي، چې يو څوک مې د ماشوم په څېر غولوي، خو د يوې مينې په پار، د يو ملحوظ په پار يې په وړاندې بغاوت ته زړه نه شي ښه کولای.

په تياره کې دوه رڼې ډيوې بلېږي

انځور کړې انځورګر خپله څېره ده

ډېوې د اوښکو استعاره ده، چې «دوه» کلمه يې قرينه بللی شو. د ډېوې لپاره د تيارې کلمې راوړل شوې دي.

په رڼاګانو کې به ورک شول رانه

ما به يادونه ستا، تيارو ته ويل

ته نه وې، تيارې وې. ما دې يادونه يو يو ورته تشرېح کاوه. دا تمه مې هم وه، چې تاته يې ووايم، خو د وصال رڼاګانو رانه خپل ارمانونه ورکول.

د شاعرانو کمال دی، چې غيري حسي کلمې حسي کوي. په دې ډول کلمو کې خوند او رنګ يو په دوه وي. استاد ښکلی ليکي:

راته ناسته په څوکيو تنهايي وه

دېوالو چغې وهلې، خاموشي وه

تنهايي غيري حسي شی دی، بله دا چې تنهايي ته د انسان شخصيت ورکول په ادبياتو کې د شخصيت ورکول يا پرسوناپيکېشن په صنعت پورې تړل کېږي. په دويم نيم بيت کې دېوالونه چغي وهل هم همدا ادبي صنعت دی، ددې تر څنګ دېوالونه د موانع، تنهايي او داسې نورو حالتونو لپاره سيمبول هم دی. درېيمه خبره د چغې وهل او خاموشۍ تر منځ يو داسې تضاد دی، چې درېيمه معنا يې ښندلې، چې پاراډاکس ورته ويل کېږي. د پاراډاکس په دې بيت به خپله ليکنه رالنډه کړم.

په نارو مې کاڼه کړي چاپېر غرونه 
راوتلی يم تازه له خاموشۍ نه

27 total views, 2 views today

2 comments

  1. حقانیار Reply

    ښکلي او منطقي معرفي!

    په عام ډول د یوه شي یا یوه کس معرفي هومره ستونځمنه نه ده. وجه یې داده چې پیژندګلوي یې مخامخ له فزیکي جوړښت،خاصیت یا شخصیت سره تړاو لري، که په دا ډول معرفت کې لږ مبالغه هم وشي، ډېر باک نه لري.
    لیکن د شاعرد شعراو ټولګې په تړاو په لیکلي بڼه د خپلي خبري شریکول، تر هغه ستونځمنه بریښي چې اټکل یې کیدای سي. بریال نه یوازي چې د خپل ښکلي نثر په غیږکې د خپلي خوښي شاعر را پیزني، بلکې د هغه په شعرکې په نغښتي پیغام باندي مو پوهوي، تر دې ورها خوا په شعرونو کې اوبدلیو سیمبولونو باندي د پوهیدلو او ورڅخه د معنا اخیستلو چل هم را باندي لوروي.
    یاده دي وي، که معرفت د شاعر د فرمایش له مخي وي او لیکوال صرف د نوموړي د خوښۍ یا د هغه لپاره د جعلي شهرت په پار قلم را اخلي او د زړه په زورکرښي باسي، ځیرک لوستونکي ورباندي سردواره پوهیدای سی. کم کسان یې تر پایه لولي،که څوک یې وهم لولي باور پري نه کوي او د شعري ټولګي څخه یې زړه توری کوي هم.
    خو که ارزونه او معرفت ناپېیلی او د شعري ټولګې یا کوم بل اثر له منځپانګي سره غړوندی او ژور څیړل شوی وي، پر محتوی یې مسلط او خپلي کرښي یې د منطقي استدلال په اډانه کې پېیلي وي، ارزونه یې خامخا لوستونکی له ځان سره بیایې، د نوي اثر په هکله یې تلوسه زیاتوي او لوستلو ته یې لیواله کیږي.
    د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې وتلي مدرس او ښوونکي قدرمن بریال صاحب د استاد اجمل ښکلي شعري مجموعه «تږي اوبه» په یوه داسي خواږه او منطقي نثر را پیژني چې ټول لوستي، په تیره بیا د پښتو شعر اوشاعرۍ سره علاقمند کسان له پورتني لیکني څخه د کتاب د منځپانګي په اړوند جوت او زړه را کښونکی تصویر تر لاسه کوي او هڅول کیږي چې «تږي اوبه» تر لاسه او ولولي.
    پدې هیله چې په راتلونکې کې زموږ دواړي ځواني ادبي څټي تر دې هم لوړي وځلیږي، د پښتو ژبي د خواږه نثر و نظم د علاقمندانو د تندي د ماتولو باورمن اوبه خوړ واوسي.

    حقانیار، ستوکهلم

  2. حقانیار Reply

    Your comment is awaiting moderation.
    ښکلي او منطقي معرفي!
    په عام ډول د یوه شي یا یوه کس معرفي هومره ستونځمنه نه ده. وجه یې داده چې پیژندګلوي یې مخامخ له فزیکي جوړښت،خاصیت یا شخصیت سره تړاو لري، که په دا ډول معرفت کې لږ مبالغه هم وشي، ډېر باک نه لري.
    لیکن د شاعرد شعراو ټولګې په تړاو په لیکلي بڼه د خپلي خبري شریکول، تر هغه ستونځمنه بریښي چې اټکل یې کیدای سي. بریال نه یوازي چې د خپل ښکلي نثر په غیږکې د خپلي خوښي شاعر را پیزني، بلکې د هغه په شعرکې په نغښتي پیغام باندي مو پوهوي، تر دې ورها خوا په شعرونو کې اوبدلیو سیمبولونو باندي د پوهیدلو او ورڅخه د معنا اخیستلو چل هم را باندي لوروي.
    یاده دي وي، که معرفت د شاعر د فرمایش له مخي وي او لیکوال صرف د نوموړي د خوښۍ یا د هغه لپاره د جعلي شهرت په پار قلم را اخلي او د زړه په زورکرښي باسي، ځیرک لوستونکي ورباندي سردواره پوهیدای سی. کم کسان یې تر پایه لولي،که څوک یې وهم لولي باور پري نه کوي او د شعري ټولګي څخه یې زړه توری کوي هم.
    خو که ارزونه او معرفت ناپېیلی او د شعري ټولګې یا کوم بل اثر له منځپانګي سره غړوندی او ژور څیړل شوی وي، پر محتوی یې مسلط او خپلي کرښي یې د منطقي استدلال په اډانه کې پېیلي وي، ارزونه یې خامخا لوستونکی له ځان سره بیایې، د نوي اثر په هکله یې تلوسه زیاتوي او لوستلو ته یې لیواله کیږي.
    د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې وتلي مدرس او ښوونکي قدرمن بریال صاحب د استاد اجمل ښکلي شعري مجموعه «تږي اوبه» په یوه داسي خواږه او منطقي نثر را پیژني چې ټول لوستي، په تیره بیا د پښتو شعر اوشاعرۍ سره علاقمند کسان له پورتني لیکني څخه د کتاب د منځپانګي په اړوند جوت او زړه را کښونکی تصویر تر لاسه کوي او هڅول کیږي چې «تږې اوبه» تر لاسه او ولولي.
    پدې هیله چې په راتلونکې کې زموږ دواړي ځواني ادبي څټي تر دې هم لوړي وځلیږي، د پښتو ژبي د خواږه نثر و نظم د علاقمندانو د تندي د ماتولو باورمن اوبه خوړ واوسي.
    حقانیار، ستوکهلم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *