Categories

اعلان

Loading…

د هلمند والي وايي، د دغه ولایت د نیولو لپاره د طالبانو مسوول قوماندان وژل شوی

تاند- د هلمند والي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم قوماندان وژل شوی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات نن /پنجشنبه/ د چین خبري اژانس سینهوا ته وویل، د طالبانو قوماندان سردار محمد الیاس، چې په ملا اقدام مشهور و، وژل شوی دی.

ده ویلي چې ملا اقدام د هلمند د نیولو لپاره د طالب جګړه مارو قومانده په غاړه لرله.

د افغان چارواکو په وینا ملا اقدام په تېرو څو کلونو کې په هلمند کې د طالبانو د عملیاتو مسوول و.

د هلمند چارواکي وايي، ملا اقدام د هلمند د مرکز لشکرګاه د نیولو لپاره د ۵۰۰ طالبانو قومانده په غاړه لرله خو پرون /چهارشنبه/ سهار مهال له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.

طالبانو، چې په تېرو ۶ میاشتو کې یې د هلمند شمالي ولسوالۍ په تدریجي ډول ونیولې، اوس د هلمند د مرکز لشکرګاه د نیولو هڅې کوي خو له څو پراخو بریدونو سره سره بریالي شوي نه دي چې د ولایت مرکز ته ننوځي.

دې ډلې روانه اوونۍ لشکرګاه ته نژدې د ناوې ولسوالي د لنډ وخت لپاره ونیوله خو بېرته شاتګ ته اړ ایستل شوه.

677 total views, 2 views today

2 comments

  1. ایمل خاکسار Reply

    په مرګ نه تمامیږی
    که سل مري زر پیداکیږي

  2. زیببر احمد Reply

    دهلمند والی دروغ وایی هره ورځ دی یو والی ښی چی شهید شوی دی دا هلمند کی فقد نور څوک نشته فقد والیان دی که دامارت یو عادی کس هم شهید شی دای وایی چی والی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2