Categories

اعلان

Loading…

د اسلامي امت اخلاقي بحران!/ حسام الکوزی

نن ورځ ټوله اسلامي نړۍ د ناخوالو او اخلاقي بحران اوج ته رسېدلې ده.

غیر اسلامي ټولنې ورځ تر بلې پرمختګ کوي خو د مسلمانانو حالت ورځ تر بلې د ناخوالو درشل ته په نېږدې کېدو دی.

غیر اسلامي ټولنې د اسلامي ټولنو په پرتله د صنعت په پنځولو کې خورا ماهرې او پرمختللې دي، خو مسلمانان بیا د هرڅه په لومړیو پړاوونو کې بند پاتې دي.

ولې مسلمان د هغه څه پر پوړیو نشي ختلی چې د دوی د دین بنسټ پرې ولاړ دی ؟

ولې اسلامي امت له اخلاقي پلوه له بحران سره مخ دی؟

ولې تر مسلمانانو غیر مسلمانان انساني ارزښتونو لکه اخلاص، امانت، صدق، احترام او… ته ظاهرا ډېره پاملرنه کوي، خو مسلمانان بیا دې بنسټیزو ارزښتونو ته خاص اهتمام نه کوي؟

ایا نيمګړتيا په کورنۍ روزنه کې ده او که دا عادتونه مو ارثي ميراث دى؟

امام غزالي رحمه الله علیه هم همدا ډول پوښتنو بې ځوابه پریښی او وايي زه حیران په دې یم، ولې هغه څه چې د غیر مسلمان په لاس جوړيږي، ښه والی یې له ورایه بریښي، خو هر هغه څیز چې د مسلمانانو په لاسونو پنځول کیږي، ناقص او له ښکلا محروم وي؟

زموږ غوږونه تل له منبرونو یوازې د دوزخ د اور لمبو او د قبر عذابونو په اړ انګازې لمس کوي.

زموږ ددین د رڼاګانو او پلوشو ښکلا د هېڅ عالم پر شونډو نه زمزمه کیږي، د دین د عذابونو نندارو دلته له هر وګړي ژوندی لاش جوړ کړی.

دې خلکو د هروګړي په ذهن کې داسې تصویر پسلولی چې ددین د نامه یادولو سره سم د هر وګړي په ذهن کې د ماښامونو انځور جوړیږي.

ډېری لا په دې نه دي خبر چې د دې دین د وجود په کتاب کې معاملات هم شته، اخلاق هم شته، حقوق او وجایب هم شته، خلکو سره راشه درشه هم شته او…

دلته له دین نه برداشت یوازې لمونځ، روژه، او نور احکام دي.

ډېری مسلمانان چې د تقوا له پلوه غښتلي کیږي، همدومره متکبره، پر نورو انتقاد کونکي او بې پروا کیږي. د ښه دینداري مانا دلته د جومات کونج کې ناسته، تر هرڅه غوره ګڼل او هرڅه ته د تشدد له کړکۍ ننداره کول دي.

اسلامي ټولنو کې د اخلاقو تبرئې اساس او جذر دین دی.

په دې مانا، کله چې موږ ښه مسلمانان شو، بیا مو اخلاق ښه شي، امانت کې خیانت نه کوو، په کړنو کې مو اخلاص وي او…، خو چې تقوا یا دینداري مو کمزورې شي، دا هرڅه ورسره تړلي ګڼو او د تقوا په کمېدو مو اخلاق او نورې اړوند چارې کمزورې شي.

د یهودو په دین کې تشریع برخه غښتلې وه، خو پر اخلاقو ډېر ټینګار نه و، په مسیحیت کې اخلاق ډېر خو تشریعی بڼه کمه وه.

اسلام بیا متوازن حالت لري، دواړه خواوې پکې انډولیز ارزښت لري.

خو پلویانو یې بیا یوازې دینداري ته ډېر پام کوي او دویمه پنځوس سلنه برخه د هېرېدو باد ته سپارلې.

زموږ هرڅه دین پورې تړلي، که دینداري مو غښتلې وي، تعامل مو ښه وي، خو چې کله مو تدین کم شي، دین پورې تړلي ټول اصول ورسره راکوز شي.

موږ که تر ډېره دینداري کړې، اخلاق مو پریښي، یا که مو اخلاقياتو ته پاملرنه کړې، دینداري راڅخه پاتې ده.

زموږ په ټولنه کې ډېری په دې فکر دي چې الله تعالی ته تقرب یوازې په لمونځ، روژه، حج، قرانکریم په لوستلو او یا ځینې نورو احکامو پورې تړلې خبره ده.

دا خیال نشته چې ایا اخلاق، اخلاص،صدق، امانت، معاملات، نیک تعامل، وفا بالوعد او… هم د دین برخه ده او ثواب پرې ترلاسه کیدای شي او که نه؟

په داسې حال کې چې دا وروستي ټول کارونه ماجور دي.

زموږ په ټولنه کې چې نورو ته نصیحت کوي، په خپله دغه کار تر ډېره نه ترسره کوي.

هر عالم ته دین خلکو ته د، لمونځ ، روژې، حج، ږیره اوږدول او نورو کړنو په اړه وعظ او تبلیغ دی. عمل کول د هېچا پام ځان ته نه اړوي.

موږ په ټولنه کې یوازې د الله تعالی حقوق خلکو ته په ګوته کوو، خو د انسانانو یو پر بل حقوق مو له پامه غورځولي.

همدا لامل دی چې د مسلمانانو صفت مو ټینګ ساتلی خو انسانیت سره د اړیکې پرېکولو پر لار درومو.

اسلامي امت لیک او لوست نه مخ اړولی او د خپلو پخوانيو مخکښوعلماوو لاسته راوړنې یې هېرې کړي.

د ننني مسلمانانو د مطالعې کچه د دوى د رسالت او اوسني تمدن د پرمختګ لپاره بسنه نه کوي.

زموږ په ټولنو د اولادونو نومونه لکه احمد، محمود، عبدالله، نصرت الله او… پر ټاکلو ډېر ټېنګار کیږي، خو ریښتیني اسلامي بڼه روزل یې بیا هېر وي.

دوی چې لویان شي، غلا، دروغ، خیانت… ترسره کوي او یوازې په همدې ویاړي چې نوم یې احمد یا محمود دی، نیکو کارونو ته خاص اهتمام نه کوي او بیا تر ټولو ورته ځان غښتلی مسلمان هم ښکاري.

څومره د خپګان او پوښتنې ځای دی چې ولې هرکال د نظافت، ټولنيزو پرمختګونو، ثقافت، امنیت، صدق، عدالت او… په برخه کې د نړۍ په سطحه هېوادونو ډلبندي اعلانیږي، تر شلمې شمېرې پکې د یو اسلامي هېواد نوم هم نه وي ؟! په داسې حال کې چې اسلام ددې ټولو ښکارندو مخکښ دین دی!

محمد عبدوه د اسلامي امت تکړه عالم چې کله له غربي هېوادونو لیدنه وکړه، ویې ویل، په غرب کې مې اسلام وموند خو مسلمانان نه وو، خو زمونږ په هېوادونو کې مسلمانان ډېر دي، خو اسلام نشته.

زیاتره افغانان دا خبره سید جمال الدین افغان پسې هم تړی.

یوه ورځ مبارک صحابي جریر بن عبدالله بازار ته لاړ، په بازار کې یې له پلورونکي نه د اس د بيې پوښتنه وکړه، پلورونکي ورته یوه بيه وښوده، صحابي ورته وویل، نه تر دې يې بايد بيه لوړه وي.

پلورونکي بیه څو ځله لوړه کړه او صحابي به یې د لا لوړېدو غوښتنه کوله، ان دا چې د اس بيه سلو درهمو ته ورسېده.

پلورونکی په حیرانتیا ددې کار پوښتنه وکړه.

جریر بن عبدلله ورته وویل، ما له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) سره بیعت کړې چې مسلمانانو ته به نصیحت کوم او ستا دا اس تر دې ډېر ارزښت لري چې ته یې په ګوته کوې.

مونږ باید همدا ډول مسلماني پلې کړو، هغه څه چې ځان ته ښه ګڼو نورو ته یې هم نیک وګڼو.

همدا لاملونه دي چې نن په نړیواله کچه اسلامي هېوادونه او ډېره برخه مسلمانان له اخلاقي او ټولنیز بحران سره مخ دي.

اسلام دین د انسانانو د نیکمرغي او بریالیتوب لپاره د هغه چا له لوري نازل شوی چې انسان یې پیدا کړی او د انسان د اړتیاو او راتلونکې په اړه ډېر ښه پوهیږي.

مسلمانان که غواړي نیکمرغه، بریالي خوښ او له برکته ډک ژوند ولري، باید د دین ټولو اړخونو ته پام وکړي او ډېر وړوکي کارونه ماجور وګڼی.

64 total views, 1 views today

1 comment

  1. suliman zahid Reply

    دا خو ډیره ښه خبره ده چه اسلامی امت خپلو نیمګړتیا ؤ ته متوجه شی، ولی د مقایسی په هکله یی له غربی نړی سره اشتباه کیږی ، غربی ټولنه چه له کوم لویدلی ، پریوتی او ټیت اخلاقی وضیعیت نه کړیږی خپله د غرب اوسیدونکی یی ښه درک کوی، تاسی ګوری چه هلته ورځ تر ورځی خلک اسلام ته مخه کوی ، هلته چه کوم خاموش حیوانی بحران په خلکو مسلط دی مونږ یی نشو درک کولای ، زمونږ ځوانان چه کله د هغوی یو څو په شمار اقتصادی پرمختیای ، د خلکو مجازی او تظاهری خوشحالی چه وینی نو سخت متآثر شی ، نو بیا په ځان پسی لیکنی شروع کړی ،د غرب مدنی او اخلاقی وضیعیت مکملآ په غیر پایداره ، ظالمانه او موقتی جنګی اقتصاد پوری تړل شوی او که اقتصاد یی لږ ټکر وخوری نو د کاملی تباهی کندی ته به وغورځی. ځکه د هغوی ټولنه په ارزښتو، عقایدو او اخلاقو نده ولاړه ، څوک چه خپل پلار او مور په زوړوالی کی نشی ساتلای او په حکومت یی تاوانوی ، څوک چه خپله بچیان د خپل اقتصاد لپاره زیان بولی ،فامیل او وروولی او خور ولی له منځه تللی وی او هر کار یی په بیمه مراکزو ،مرستونونو ،بانکونو ، د ټکس ادارو ، شهری محاکمواو نورو رسمی ادارو تړلی وی او کوم بل بدیل یی ورته په ټولنه کی نلری نو که دا له منځه لاړ شی، نو دوی به څه کوی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *