Categories

اعلان

Loading…

سلګونه افغانان د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورسېدل

تاند – د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه سلګونه افغانان د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورسېدل او ویل کیږي چې ګڼ شمېر نور لا په لاره دي چې په دغه ښار کې د هغې نړیوالې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د اقتصادي او پرمختیایي پالیسیو ملاتړ وکړي چې نړیواله ټولنه غواړي د هغې په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړي.

005ویل کیږي چې دغه خلک د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي او د بېلابېلو قومي ډلو غړي دي او په ګډه راټول شوي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره له افغانانو سره د نړیوالو د څو میلیارد ډالري مرستو د ژمنو ملاتړ وکړي.

له سیمې څخه د ټولنیزو رسنیو له لارې ژوندۍ خپرونې ښیي چې یاد لاریونوال د اروپایي پارلمان مخې ته راټولېږي خو وروسته پولیس د ځای د کموالي له امله هغوی دې ته رهبري کوي چې یوه نژدې میداني ته لاړ شي.

خپرونې ښیي چې د لاریون برخه وال د مرګ په ایران، مرګ په پاکستان، مرګ په بهزاد او د ژوندی دې وي اشرف غني، مونږ د افغانستان د حکومت د اقتصادي او پرمختیایي پروژو ملاتړ کوو په څېر شعارونه ورکوي. هغوی د ولسمشر اشرف غني عکسونه لېږدوي چې پرې لیکلي مونږ خپل ملي مشر ډاکټر اشرف غني ته ښه راغلاست وایو.

07بلې خوا ته ویل کیږي چې یو شمېر نور لاریونوال چې ډېر شمېر یې د هزاره توکم افغانان دي د احمد بهزاد په نامه یوه شخص له خوا چې ویل کیږي د ایران مالي ملاتړ له ځان سره لري د اروپایي پارلمان مخې ته مظاهره وکړي.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو ښیي چې احمد بهزاد د افغانستان د حکومت اقتصادي تګلاره له تبعیض نه ډکه بللې او په اروپا کې اوسېدونکیو هزاره ګانو نه یې غوښتي دي چې د اکتوبر په ۵مه د اروپایي پارلمان مخته راټول شي او د افغانستان د حکومت پر ضد غږ اوچت کړي. ویل کیږي چې تر ده مخکې د داود ناجي په نامه یوه بل هزاره افغان چې د افغانستان په حکومت کې یې د معینیت غوښتنه کوله په امتحان کې له ناکامېدلو وروسته هزاره عوام په کابل ښار کې مظاهرو ته را واېستل چې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په سلګونو کسان ووژل شول.

619 total views, 1 views today

10 comments

  1. عمرخیل Reply

    ژوند ژوند
    ژوندی دی وی ویښ افغانان دا د ایران او پاکستان تا لی څټی دی خدای هلاک کړی

  2. جلبل Reply

    دا داىران کار دى

  3. هلال Reply

    ډير ښه.
    زموږ لودیځ میشتي افغانان ډېر بادرکه خلک دی. خو افسوس چې ځنی بهزاد ماډله هم پکې شته

  4. خوست بابا هر وخت ږاړې Reply

    بهزاد نن ورځ خپلې دې بې شرمانه عمل سره ورک شوې دې دا نه غوښتل چه ده خپله نولې چټل مخپه خلکو ووانېې

  5. خوست بابا هر وخت ږاړې Reply

    نن شاېد ټولټال هزاره ګان چه شاوخوا دې غلو په ګرځيدل او مېدان ته دې راتلو نهلرلر 18نفره هغوې ځانونه هم مهاجر حسابول او په غم کې شاېد عرق وې

  6. نقیب الرحمن Reply

    زندباد پشتو ن باعزت اوباغیرت قوم مرګ دایران پر جاسوسانو

  7. خالده افغان Reply

    زه په داسې وطنپالو ورونو ویاړم چې په یوه ږغ سره را ټول، لاس په لاس د هیواد د دښمن مخې ته لکه زمریان ولاړوي۰ زه هم ستا سره یو ځی وایم چې: مـــرګ په ایـــران، درد په، مــرګ په پـاکـســتــان، مــرګ په بــززاد، مــرګ په مـوشـزاد، مــرګ په کمـزاد۰
    ژوندئ دې وي اشرف غني، ژوندي دې وي زمونږ وطنپاله خویندې او ورونه۰

  8. م.ن سروري Reply

    ډير ښه، ژوندي دې وي د ملي فکر خاوندان او ملي ارزښتونو ته ژمن پر خپل وطن مين افغانان

  9. babrak Reply

    غاّپئ غاپئ د پشتون کاروان ته غاپی
    کاروان کله په غپا باندی دریږی
    د رنا په لټه ګرخئ بی ادبو
    پشتون غر دی غر په وړلو نه کمیږی
    خو دا ښه شوه چی تورمخی را معلوم شول
    څو ژوندی وی له تاریخه به شرمیږی
    سورلنډیان اوس د زمریانو پیښې کاندی
    زخمی ناست دی ورته ګوری او خندیږی

Leave a Reply to خوست بابا هر وخت ږاړې Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2