Categories

اعلان

Loading…

په سعودي عربستان کې قمري کال په میلادي بدل کړ

تاند- سعودي عربستان پرون /یکشنبه/ خپلو ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته امر وکړ چې نور د هجري قمري کال پر ځای له میلادي کاله کار واخلي.

په سعودي عربستان کې له ۸۶ کلونو راهیسي هجري قمري سنه معمول ده.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، په میلادي هغې د قمري کالهیندارې د بدلولو پرېکړه د سعودي عربستان د کابینې له لوري شوې ده.

تر دې وړاندې درستو دولتي مامورینو او د خصوصي موسسو کارکوونکو ته د قمري میاشتو په پای کې معاش ورکول کېده خو له دې وروسته به د میلادي میاشتې په پای کې ورکول کېږي.

د دې تغییر له کبله به په سعودي عربستان کې ټول مامورین د نیمې میاشتې معاش له لاسه ورکړي.

هجري قمري کال تر میلادي ۱۱ ورځې کم دی.

سعودي عربستان په نړۍ کې یوازینی هیواد و چې قمري کال پکې رواج و. خو د دې له امله چې قمري کال ډېرې ستونزې لري سعودي عربستان هم اړ شو چې دا سنه لېري کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د هجري لمریز کال په ځای قمري کال تحمیل شو.

722 total views, no views today

5 comments

  1. Rasool Sayedy Reply

    دا چه اوس نری د نریوال خواته روانه ده نو باید هر هیواد زان هم عیار کری ورسره نو دا چه په نری کی عیسوی تاریخ رواج دی عربستان هم مجبور دی چه دا تحمیل کری په دی کی به انشالله داسی کوم مشکل نه وی

  2. ویس احمد خان Reply

    قدرمنو سلامونه اونیکې هیلې !
    په زړه پورې خبر دی. خو د دې خبر په پای کې ستاسو تبصره د ژونالسټیکي اصولو خلاف ده . دا چې د طالبانو پر مهال قمري نیټه کارول کیدله دا د هغه وخت د طالبانو د واک پریکړه وه . تاسو ته نه ښايي چې لوری ونیسئ او د تحمیل ټکی ولیکئ. تاسو نو په دې شمسي نیټې ډېر نازیږئ چې یوازې په صفوي فارس کې کارول کیدله او کارول کیږي او نوره پرمختللې نړۍ ورنه خبره هم نه ده . او دا زموږ خوارو واکمنانو هم د وینځې وینځې ته ناست وو او دي. کالهینداره باید نړیواله وي .

  3. نجیب الله Reply

    مظاهری وکری افغانان نو کوم کار ته جور دی تغیرات په خپل مملکت کی بل چا راوستلی دعوی تاسو سره وهی.موژ خپل مشکلات باید حل کرو نه دبل هغی.

  4. Samim Baridoost Reply

    زموژ په هيواد کی سه روان دی سه حالت دی تاسی د نورو په کارو کار لری های های افسوس آلله ج دی را جوره کری ؟؟؟؟؟

  5. محمد اصف Reply

    دا خو شه کار نشو چه غریب خلک نیم میاشت کم شو سعودی بایدپه بین‌الملی کارو کشی باید له میلادی کال نه کا اخیسته وای په چنگه هم لمریز کال وای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸