Categories

اعلان

Loading…

د ولسي جرګې ځینو غړیو حامد کرزي ته سپکاوی تنظیم شوی وباله

تاند- د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د رباني د تلین په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د شمال ټلوالې د غړیو پر سپکاوي انتقاد وکړ.

د جمعې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د شمال ټلوالې غړیو د حامد کرزي پر ضد شعارونه ورکړل، که څه هم د جمعیت ګوند ځینو مشرانو او لارویانو لکه عبدالرب رسول سیاف هڅه وکړه چې وضعیت کنټرول کړي او په دې اعتراف وکړي چې هغوی لوچکان دي، خو شعارونو ثابته کړه چې د حامد کرزي په اړه، چې ویل کېږي ۱۵ کاله د شمال ټلوالې په خدمت کې و، هغوی څه وړ تصور لري.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په غونډه کې د کندهار یوه استازي سید محمد اخوندزاده د کرزي د سپکاوي په اړه وویل«دا توهین د زغملو نه دی. حامد کرزي ته دا سپکاوی له مخکې څخه د تظیم شوي پلان پر اساس شوی دی.»

ده دغه راز وویل چې ۲ کاله پخوا همدغو کسانو په همدې ځای (لویه جرګه خیمه) کې د پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي سپکاوی وکړ او پرون یې حامد کرزی سپک کړ.

د جمعیت او شورای نظار ځیني غړي باور لري چې د پخواني جمعیتي مشر برهان الدین رباني د وژلو په دسیسه کې حامد کرزی لاس لري.

رباني په ۱۳۹۰ لمریز کال په وزیراکبرخان مېنه کې په خپل کور کې په انتحاري حمله کې ووژل شو. ځانمرګي، چې ځان د طالبانو مرکچي استازی ښودلی و، چاودېدونکي مواد په خپله لونګۍ کې پټ کړي ول.

33 total views, 1 views today

2 comments

  1. ميراجان بارګزى Reply

    دشورا نظار به هم دپاکستان په شان ځان رسوا کړى که چيري دبى سواد جنرالان خپل دخبرو اصل اوتفسير اوګټه اوتاوان اوهدف او اشاره چاته اودچا په ګټه به تماميږى که چيرى دخپلو آستادانو دامر داجراکيدو ثواب اوعذاب معلومات وکړى

  2. babrak Reply

    هو! دا کار د سلطان اریانا شیخ الحدیث نور العلما والصالحین والصادقین والمجاهدین جلالاتماب عالیقدر خادمادین داعشیان همانروز جناب امیر شهید حبیب الله کلکانی دا د شرق ستوری او نړیوال رهبر د د مدرس شاکردان پلان شوی کار و او دی او وی به خو!
    سیاف صاحب!
    د رشقی پتی(د ځمکو غصب) خو یی ټول وخوړ اوته یی لاهم مږه(مجاهد) بولی
    سیافه!
    ورشه او غیرت وکړه!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *