Categories

اعلان

Loading…

د سولې په هکله د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه

د ۱۳۹۵ کال د تلې ۱۰مه

بسم الله الرحمن الرحيم

والصلح خير

ویاړمن  افغانستان  او مظلوم، خو باشهامته افغان  ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او  ځوانانو  وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د  لویو لوبو ښکارشوې ده.

د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان،  علمي  او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ:

  1. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د حزب اسلامي افغانستان تر منځ د سولې تړون لاسلیکول تايیدو او ملاتړ یې کوو. هیله لرو د یاد تړون ټول بندونه عملي شي چې د یو پراخ بین الافغاني او تمام شموله سولې پروسې پیلامه وګرځي.
  2. پر افغانستان او افغانانو تپل شوې جګړه دې ډېره ژر ودرول شي، ځکه جګړه د هیڅ ستونزې حل نه ده، بلکې پخپله تر ټولو لویه ستونزه ده او د هېڅ لوري په ګټه نه ده . له ټولو خواوو غواړو چې مذاکره، مصالحه او سوله د ټولو افغانانو د غوښتنې په توګه تایید کړي.
  3. له افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ خپل لومړنی مسوولیت چې ولس ته د سولې او امنیت ټینګښت دی، عملي کړي. د سولې هڅې دې ګړندۍ  کړي، عملي او فعال شکل  دې ورکړي، د سولې عالي شورا او ورته هڅې دې پوره فعالې او اغیزناکې کړي. همداراز د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې تر انتقاد اوچت عملي ګامونه  واخلي.
  4. له افغان دولت او نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دننه کې د وسله والو مخالفینو د یو ادرس له جوړېدو سره دې مرسته وکړي چې د سولې مذاکرات ممکن او اسان شي.
  5. د سولې پروسه باید د ادغام او تسلیمېدو په مفهوم و نه کارول شي، بلکې د پخلاینې او مفاهمې په محتوا کې باید مطرح شي.
  6. د دولت له وسله والو مخالفینو هم کلکه غوښتنه کوو چې د سولې د هر معقول حرکت ملاتړ  وکړي، ولس ته د سولې ډاډ  ورکړي، د ښوونځیو، روغتونونو او عامه تاسیساتو د تخریب مخنیوی وکړي او که ریښتیا دوی د دغو ورانیو مخالف وي، خپله بېزاري دې ترې اعلان  کړي. همداراز د ملکي کارکوونکو، ښوونکو، علماوو او قومي مشرانو د وژنو  مخنیوی دې  وکړي.
  7. له افغان سیاسي، دیني او ټولنیزو مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د خپلو نیکونو په څیر دې په اخلاص او صداقت بین الافغاني خبرو اترو ته کېني، د انحصار او بې باورۍ فضاء دې ماته کړي او نړۍ ته دې ثبوت کړي چی افغانان د خپلو ستونزو د تشخیص او حل دواړو استعداد لري.
  8. له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي. د ړندو بمباریو، د ملکي خلکو د وژنو او دشپې له خوا د کورونو د تلاشۍ په بندولو او د بېګناه بندیانو په خوشې کولو کې دې مرسته و کړي. د افغانانو کلتور، دین او ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. ابرومنده روغه جوړه دې تر ټولو لوړ لومړیتوب  و ګڼي. د جنګي مجرمینو، انحصارغوښتونکو او دسولې له مخالفینو دې ملاتړ نه کوي او دوی ته دې امتیاز او شناخت نه  ورکوي.
  9. له ملګرو ملتونو څخه په کلکه هیله کوو چې ټولې دخیلې خواوې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته او ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه دې د شاملو افغانانو نومونه وباسي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د ټولو افغانانو د حق په اعاده کې دې همکاري  وکړي.
  10. له ګاونډیو هیوادونو کلکه غوښتنه کېږي چې د خپلو ولسونو او هیوادونو د ساتلو او له افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب په خاطر دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان او سیمه کې د سولې راوستلو ته متمرکزې کړي او په خپلو پالیسیو او پروګرامونو دې داسې بیا کتنه وکړي چې مثبتو بدلونونو ته لار هواره کړي.
  11. له ټول افغان ولس څخه هیله کېږي چی په هر ځای، هر موقف او هر حالت کې د سولې له مفهوم، پروسې او عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي. د سولې له مخالفانو څخه هم په ټینګه غواړو چې د سولې په وړاندې ونه دریږي او پدې ډول له افغان نجیب ملت سره خپل تړون او اړیکې وساتي.
  12. د رسنیو په ګډون له ټولو مدنی بنسټونو  څخه غواړو چې د سولې د فرهنګ د عامولو لپاره کار وکړي، دا ډول   غوښتنو ته دوام ورکړي او دخپل کور او ولس پر سر د لګېدلي اور په مړ کولو کې په هره ممکنه لاره خپله دنده او مسوولیت اداء کړي.

والسلام

د افغان کلتوري ټولنو ګډه

218 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2