Categories

اعلان

Loading…

د سهار لخوا د مېوې خوړل مو وزن کموي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 متخصصین وایي که غواړئ مناسب او ښکلی اندام ولرئ په سهارنۍ کې یوازې مېوه وخورئ او تر غرمې بل څه مه خورئ. د دغه رژیم لپاره تر ټولو غوره د الوبالو ډولونه، ناک او نورې تازه مېوې دي.

کله چې په سهارنۍ کې د نورو خوړو پر ځای له لیمو سره یوځای د مېوو خوړل پېل کړئ، ډېر ژر به ګورئ، چې د خېټې او څنګونو اضافي وازګې مو په ویلې کېدو دي. دا چاره مو پر دې سر بېره چې اندام ښکلی کوي د ورزش کولو لېوالتیا هم درکوي.

په سهارنۍ کې د مېوې او لیمو خوړل هغه وېټامینونه او فلزات پوره چې په بدن کې د سلولونو جوړولو دنده لري، خو یو څه ته مو باید پام وي، چې د لیمو په خوړلو کې اعتدال په پام کې ونیسئ.

یوازې ډېر خواږه او غوړ لرونکي مواد دي، چې زموږ په بدن کې د اضافي غوښې یا وازګې په څېر زخیره کېږي، نو د مېوو خوړل ځګه ګټور دي، چې غوړ نه لري، خوږه کمه لري او وازګې له منځه وړي.

مېوې د بدن په جوړېدو، کلکېدو او اوبدلو کې مهمه ونډ لري، پر دې سربېره د بېلابېلو ناروغیو مخه هم نیسي. ډېری کسان د دې لپاره چې وزن یې  کم شي ډول ډول درمل کاروي، چې ډېر کله جانبي ستونزې پېدا کوي.

327 total views, 1 views today

2 comments

  1. (محمداحسان ( احسان Reply

    یاره ه ه ه ه ویم حمیدی صیب ته دې ژوندی وې ښه مطالب ژباړې ،زه ستاټولې ژباړې لولم .

  2. Mukhtar Reply

    سلامونه گران وروره ژباره خو د هر چا کار ندی حمیدی
    صاحب په واقعا د استعداد خاوند دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2