Categories

اعلان

Loading…

پرېوتی اقتصاد/ ليکنه: محمدحامد اکبري

موږ ټول د اقتصاد له کليمې سره آشنا يو،په کور، کلي، جومات او ښوونځي کې هره ورځ د اقتصاد نوم اورو،له ډېرو به مو اورېدلې وي چې وايي د فلاني اقتصاد ډېر کمزوری دی او ښه روزګار نه لري. هوکې دا مسئله په ملي او نړيواله کچه هم د پاملرنې وړ ده، هغه هېوادونه چې د وګړو د روزګار او ژوندنيز حالت يې کمزوری وي دا په دې معنی ده چې د نوموړي هېواد اقتصاد له خنډونو  سره مخ دی،په معمولي ډول د داسې هېواد اقتصاد د نورو غښتلو اقتصادي هېوادونو تر سيوري لاندې وي او د هغوی تر اغېزې لاندې ادلون او بدلون مومي.

داسې هېوادونه نه يوازې دا چې له اقتصادي لحاظه خپلواک نه وي بلکې سياست او حکومتي چارې يې هم د بهرنيو کړيو تر اغېزې لاندې وي سياسي او اقتصادي  تصاميم په کې ډېر کله د نورو ځواکمنو هېوادونو د مشرانو له خوا نيول کيږي.

هغه هېوادونه چې اقتصاد يې په بشپړ ډول د بهرنيو هېوادونو تر اغېزې لاندې وي،د نړيوال اقتصادي حالت په لږ بدلون سره زيات بدلون کوي،کورنۍ طبيعي سرچينې يې بې کاره پرتې وي،د وګړو د روزګار کچه په کې په نزولي حالت کې قرار ولري،د بېلابېلو ستونزو له کبله ډېر ورو مګر مجازي پرمختګ کوي،نو ويلی شو چې داسې هېوادونه پرېوتی اقتصاد لري.

پرېوتی اقتصاد د يو هېواد د هر اړخيز پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی،دا ځکه چې په داسې حالت کې نه يوازې دا چې هېوادونه پرمختګ نشي بلکې له سياسي لحاظه د نورو سياستونه په دام کې راګير وي ځکه چې داسې هېوادونه له هره اړخه د نورو هېوادونو مرستو ته محتاج ګڼل کيږي او عموما نور هېوادونه د داسې هېواد د اقتصاد له پرېوتي حالت څخه په ګټه اخيستنه خپلو شومو او ناوړه موخو ته لاس اچوي چې بلاخره دا حالت په بشري ټولنه کې د ستر ناورين او نا انډوليو سبب ګرځي؛داسې چې د هېوادونو تر منځ سياسي او اقتصادي اړيکې په کې تر وروستي حده پورې خرابېدلی شي.

هېره دې نه وي هغه هېوادونه چې اقتصاد يې پرېوتی وي،د پرمختګ او ودې بې شمېره فرصتونه هم لري،خو د اچې د هېواد کورني حالات په کې له ستونزو او خنډونو سره مخ وي او نه پريږدي چې له داسې فرصتونو څخه ګټه واخيستل شي،اقتصادي وده او پرمختګ په کې په چټک ډول نشي رامنځ ته کېدلی.خو که ستونزې او خنډونه په کې له مخې هاخوا شي؛په لنډ مهال کې د پام وړ مثبت بدلون رامنّځ ته کېدای شي؛په داسې هېوادونو کې د اقتصادي ودې او پرمختګ فرصتونه ځکه زيات وي چې د هغوی له طبيعو سرچينو څخه له وړاندې کار نه وي اخيستل شوی،د کانونو او معدنونو د راسپړلو په برخه کې د پانګونې ښه او لوی چانسونه شتون لري،طبيعي زېرمې په کې پرېمانه وي،وګړي په کې د کار کولو وړتيا او لېوالتيا لري،د صنعتي او کرهڼيز پرمختګ لپاره لاره برابريږي،بې کاره او بې روزګاره ځوانان د کارموندنې موقع تر لاسه کوي او ټولې چارې په کې په غوره بڼه تر سره کېدای شي.

پرېوتی اقتصاد د هېوادونو لنډ مهاله ستونزه ده،هغه مهال چې د اقتصادي پرمختګ لپاره غښتلی پلان جوړ شي،حکومتي چارې په کې په سمه بڼه اداره شي،کار اهل کار ته وسپارل شي،ليرې نه ده چې داسې هېوادونه به په لنډ وخت کې د نورو هېوادونو له اقتصادي او سياسي لاسوهنو څخه خلاصون ومومي او په بشپړ ډول د خپلواکه او پياوړي هېواد په توګه پاتې شي.

پرېوتی اقتصاد په عمومي ډول د پرديو د لاسوهنو او تپل شويو جګړو زېږنده وي،د پرېوتي اقتصاد په لمن کې هر ډول اقتصادي خوځښت په مجازي بڼه تر سترګو کيږي او د ريښتيني اقتصادي پرمختګ لپاره په کې ډېر لږ کار کيږي،د دې لامل هم بهرنۍ لاسوهنې او مکار اقتصادي سياستونه دي.

زموږ ګران هېواد افغانستان هم يو لړ ستونزو له کبله له پريوتي اقتصاد سره لاس او ګرېوان دی خو په ډاډ سره ويلی شم چې دا هېواد د آسيا زړه او په طبيعي لحاظ د آسيا تر ټولو شتمن او بډای هېواد دی،د افغانستان جغرافيايي موقيعت او طبيعي بډاينه هغه څه دي چې موږ ته په ډېر لنډ وخت کې د لويو پر مختګونو او حېرانوونکې اقتصادي ودې زيری راکولی شي،دا مهال د افغانستان له پښو غورځېدلی او پرېوتی اقتصاد د سمون او رغونې په لور روان دی او په دې وروستيو کې داسې اقتصادي خوځښتونه او فعاليتونه ګورو چې د هېواد وګړو ته د لويو اقتصادي بدلونونو هيلې ورکوي.

82 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *