Categories

اعلان

Loading…

ولسمشرغني د کابل ښار د ۹مې حوزې د یو شمېر مسؤلینو دندې وځنډولې

تاند – ولسمشرغني تېره شپه یوولس بجې د کابل ښار له ۹مې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پر وخت د یو شمېر مسؤلینو دندې وځنډولې.

ویل کیږي چې د حوزې یو شمېر مسؤلان د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره په ډله ییز ډول تللي ول چې ارګ پرې خبر شو.

د ارګ د خبرپاڼې په اساس، ولسمشر هغو منسوبینو ته چې وروسته دندې ته حاضر شول وویل، خلکو ته د خدمت کولوطریقه دا نه ده، ځکه هره ورځ د انسان تښتولو او غلا  څو جنايي پېښې کېږي او دا په دنده کې ستاسو د ناغېړي له امله  ده.%db%b0%db%b0%db%b2

خبرپاڼه وایي چې ولسمشر ټینګار وکړ چې پولیس باید د خلکو خدمتګار او ویښ وي، چې خلک د شپې ارام ویده شي.

ویل کیږي چې ښاغلي غني د ۹مې حوزې د امر او د دې حوزې د ټولو هغو مسؤلینو دندې وځنډولې چې حضور یې نه درلود او د دندې په ترسره کولو کې یې تنبلي کړې وه. هغه د کورنیو چارو وزارت مسؤلانو ته لارښوونه وکړه چې موضوع ژر تر ژره وڅېړي او خپل راپور د وروستیو اقداماتو لپاره د ولسمشر ادارې ته وسپاري.

10 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *