Categories

اعلان

Loading…

هغه انځورونه چې خبر ې کوي/ څېړنوال عبدالغفور لېوال

ګران منتشر شاهي زما فکري ملګری دی، عجیبو څيزونو ته یې پام وي، د عواطفو په دې کاختۍ کې د انساني ارواوو موشګافي کوي، د اخلاقو په دې وچکالۍ کې لاهم د انساني ځانګړنو په ورکې پسې ګرځي.
همدا پرون یا تېره ورځ یې یو عکس راولېږه، د کتابچې پریوه پاڼه دیوه ماشوم په لاسونو د خودکاري رسامۍ څو شکلونه وو، منتشر ته عجیبه برېښلي وو، پر فیسباکه یې هم دا عکس خپور کړی و، خو دچا ورته ځانګړی پام نه و اوښتی، بیا یې له ما هیله وکړه، چې څه پرې وکاږم.
د دغو شکلونو انځورګر د لوګر ولایت د زرغونښار اوسېدونکی اووه کلن ماشوم دی، چې ښايي ټول اووه کاله عمر یې په جګړه کې تېر کړی وي او لا به دا انګیري، چې جګړه، دیوې انساني ټولنې لازمي برخه ده او ( سوله ) هم کومه داسې دروغجنه نومونه ، چې یوازې د انا په زړو کیسو کې له ښاپېریو او دیوانو سره یوځای اوسېدلې ده .
زرغونښار مې کلونه پخوا لیدلی و، پلی ورغلی وم، له څو یارانو سره یوځای ورغللو، هلته مو پریمانه انګور وخوړل، مستې او ویالنی او ورپسې ښې یخې اوبه. تر دمې وروسته همداسې پلي وخوځېدو او د بورګ په خوا مو لار ووهله، ماښام و، چې کاریزونو ته ورسېدو، هغه ځای چې تر ټولو ښه بادام لري.
زرغونښار لکه خپل نوم، ښکلی اوشین و، چې اوس به په څه حال کې وي؟ نه پوهیږم،خو یو تصویر یې زما د نالیدلي اووه کلن ملګري په نقاشۍ کې ځان راڅرګندوي.
2زه هم، چې ماشوم وم، انځورونه مې کاږل، دې هنري هڅې ته مې تر زلمیتابه اوځوانۍ پورې وخت بېلاوه، خو چې دسیاست او اداري چارو لوخړو ووهلم، د اښکلی هنر یې رانه هېر او بېل کړ.
زما د اووه کلن ملګري له انځورونو سره مې رواني تړاو هم له همدې ځایه پیلیږي، په انځور کې تر دیارلسو پورې شکلونه شته، چې له یوه لیدلوري سره تړلي او له بل لیدلوري بېل بېل دي:
څلور انځورونه د داسې څلوربولو دي، چې سرونه یې د بنیادمانو دي، خو یو یې پرعکس داسې انځور دی، چې تنه یې د بنیادم او سر یې د څاروي دی. ورلاندې څو ګاډي دي، چې وسلې او وسلوال پرې سپاره دي، پاس پرڅارویو هم وسلې او وسلوال ګورو ، چې لومړنۍ دوه یې د ډزو په حالت کې دي. تر دې لاندې یوه لویه لارۍ ( ټرک) وینو، چې له منظمو اېښوول شویو بارونو څخه ډکه ده، زما پرې سرخلاص نه سو، چې په دې لویه لارۍ که څه بار دي. تر دې هم لاندې دوه الوتکې دي، دواړه پوځي ښکاري، یوه یې جېټ او بله یې څرخکه، د دواړو ترمنځ بم ته ورته یو څه ګورو، چې مخامخ پر لویه لارۍ ور پریوتی دی.
تر دې مخکې چې سېمبولیک خط دود شي، مصریانو د شکلونو لیک کاراوه، دې ته یې انځوریز (تصویري) خط هم وایه، هر انځور به دیوې خبرې یا غږ استازولي کوله، د خورا لرغونیو انسانانو د هستوګنځایونو ( چې د غرونو او پرښو مغارې وې) پر چتونو او دیوالونو هم داسې تصویرونه پاتې دي، چې د هغوی تصورات او افکار راپېژني. پر دې بنسټ د اشکالو ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهاوي لپاره خورا پخوا قرارداد شوې ده.
له رواني پلوه هره کرښه چې انځوریږي، د انساني اروا یو پیغام رالېږدوي.
د ماشومانو پر انځورګریو د روانڅېړنې Psychoanalysis ) ) دود نامتو اوتریشي ارواپوه (زېګموند فروید) راپیل کړی او د نوموړي شاګرد او د نوې لارې خاوند ارواپوه ( کارل ګوستاویونګ ) په کې ګڼې په زړه پورې تجربې کړې دي.
د ماشومانو انځورونه د هغوی له خوبونو سره نږدې اړیکي لري، د ماشوم د انځورونو منطق دهغوی په تحت الشعور کې ژورې ریښې لري، چې له درېیو برخو څخه اغېز مني؛ټولیز( جمعي) لاشعور، ګډ ارثي لاشعور، او ځانګړې رواني تجربې، غریزې او عقدې، چې فردي لاشعورته تنبول کیږي.
فروید په ماشومتوب کې له چاپېریال څخه منلی رواني اغېز مهم ګڼي، چې کله کله په هنري هڅو کې ځان څرګندوي. نوموړی فکر کوي، چې د ماشومتوب دورې غوښتنې تر اوږده عمر پورې دوام کوي، که څه هم د وخت په تېرېدوسره د لاشعور لاندینیو برخو ته رسوب کوي، خو هرکله چې لار ومومي، نو سر راپورته کوي او د شعور ساحه تر اغېز لاندې راولي. فروید ددغو غوښتنو د څرګندولو یوه لاره هنري فعالیت بولي، دی لیکي:
(… اوس نو که یو فرد هنري ذوق ولري [ هنري ذوق داسې څه دی، چې د ارواپوهنې له نظره لا د یوه رازپه توګه پاتې دی] دغه وګړی خپل تخیلات ددې پرځای چې د یوې ناروغۍ د نښو په توګه یې څرګند کړي، د هنري هستونو په توګه یې ښکاروي.)
د ماشوم د رواني جهان د پېژندلو لپاره د هغه هره هنري هڅه مهمه ده، ځکه مخامخ دهغه له لاشعوري نړۍ سره اړیکه لري.
کارل ګوستاو یونګ د زړبېلګو یا په قومي لاشعور کې د تېرو پېښو د کشف لپاره د ماشومانو د خوبونو او دهغوی د تصوراتو دقیقه مطالعه کوله، د ځینو بومي قبیلو د ماشومانو پر نقاشیو یې څېړنې په زړه پورې دي.
زما د اووه کلن ملګري په نقاشۍ کې یوه څېره د داسې انسان ده، چې سریې د اس دی، دا په زاړه مصر کې د ( هوروس ، حوروس، Horus) د رب النوع څېرې ته ورته ده، چې بدن یې د انسان او سر یې د باز و .
ددې سرچپه، ابوالهول یا Sphinx چې بدن یې د زمري او سر وسینه یې د ښځې ده، د پاچا اودیپ په افسانه کې له لارویو څخه پوښتنې کوي، خو که یې څوک ځواب ونه شي ویلای نو خوري یې. یوازې پاچااودیپ د هغه ځواب ویلای شي او له دې ځواب سره، ابوالهول مري. د ابوالهول یوه لویه مجسمه د مصر اهرامونوته څېرمه جوړه شوې ده. زما د اووه کلن ملګري په نقاشۍ کې دوه څېرې همداسې دي، چې تنې یې د څلوربول دي، خو سرونه یې د انسانانو، دیوه پرسر خولۍ ایښې ده او بل یې اوږده ږیره لري، چې پرشا یې د ایښي ټوپک له خولې څخه ډزې کیږي.
پوښتنه داده، چې ولې زموږ کوشني انځور ګر د خپلې زمانې ابوالهول او هوروس دواړه رسم کړي دي؟
هغه څوک چې د شکلونو د اېستلو صلاحیت لري، نو په عادي حالت کې د انسان سر ځناور ته او د ځناور سر انسان ته نه رسموي. باید وموندل شي، چې زموږ د انځورګر په ذهن کې څه دي.
زه یې په زغرده وایم، چې په دغو انځورونو کې هېڅ کرښه بې مانا نه ده، هر انځور د ګڼو هغو سېمبولونو د تداعي هڅه کوي، چې د انځورګر په ذهن کې له یوه پراخ مانیز چاپېریال څخه استازولي کوي.
پرموټرو او ځناور ایښي ټوپک هم سره توپیر لري، پر څلوربولو ایښې وسلې ډزې کوي، خو پر موټرو بار هغه ډزې نه کوي. دا څه مانا؟
تصویرونه خوځنده دي، د ماشوم ذهن له ساکتو، صامتو او ولاړو انځورونو سره جوړ نه دی.
لوی ټرک تر برید زیات بار لري، دوه ټریلره سره تړلي او ترڅو چې د ماشوم وس رسېده، بار کړي یې دي، یوازینی سوله ییز او ګټور شی همدا لوی ټرک دی، هیله ده، چې بار به یې هم کوم ګټور توکی وي.
د( یونګ) د روانڅېړنې د مېتود له مخې د ماشوم ذهن خورا مضطرب دی. له جګړې اوجګړه مارو څخه یوه ژوره کرکه ، ویره او وحشت په کې له ورایه ښکاري.
له وسلو او جګړې سره د ماشومانو( په تېره بیا هلکانو) علاقه د ( اتلولۍ) له غریزې سره تړلې وي. هر ماشوم غواړي تر نورو پیاوړی وایسي او د اتل په سترګه ورته وکتل شي، د همدې لپاره د ځان غښتلتیا له وسایلو سره علاقه څرګندوي.
مګر دلته کیسه توپیرلري، که زموږ اووه کلن انځور ګر د همدې غریزې پربنسټ خپل سېمبولونه نندارې ته وړاندې کولای، نو ښايي هغوی یې په دومره پاراډوکسي او متضاد حالت کې نه وای انځور کړي. لږه ترلږه به یې د ښکلا او پیاوړتیا د ښوولو هڅه کړې وای.
ماشوم انځورګر غواړي وښيي، چې :
• ډزې کوونکي داسې دي، لکه څلوربول، که څه هم سر یې د انسان وي.
• هغوی چې جګړې ته ځي، نو یو څوک پرې سپاره وي، هغوی خپله اراده نه لري، بلکې جګړې ته بیول کیږي.
• وسلوال او زغروال ګاډي د ماشوم له ذهنه رسمي او قانوني وسایل دي، چې ډزې نه کوي.
• په ټول ډګر کې مُلکی ټرک د ولسي شتمنۍ نښه ده او په خورا وارخطايي کې غواړي ولاړ شي. همدلته انځورګر د اسمان په فکر کې شوی او الوتکې یې د خشونت د یوه بل اړخ په توګه انځور کړې دي.
• د ټولو ژوبلورو څلوربولو ترشا یو داسې څلوربول ولاړ دی، چې مخامخ ګوري، ځینو وسلوالو څلوربولو شاته کتلي، ګواکې غواړي پوه شي، چې شاته ولاړ څلوربول څه ورته وايي؟
فکر وکړئ، زموږ اووه کلن هنرمن دا هرڅه له خپل چاپېریال څخه اخیستي دي، دا تصورات، عُقدې، د ځانساتنې غریزي ځواک، کرکې او مینې یې لاشعور ته تللي او بیا یې دا څېرې په خوب کې لیدلي دي، خوبونو ویرولی او یا هم ورته په زړه پورې او افسانوي برېښلي دي. بیا یې نو قلم او کاغذ رااخیستی دی او د خپلو خوبونو د تصویرونو پاتې شوني یې انځور کړي دي.
په دغو انځورونو کې ریښتینولي ( هنري صداقت ) تر هربل اثر زیات ښکاري. د ماشوم بهانده (سیال) ذهن له سانسور څخه خوندي دی او هر هغه څه یې رااخیستي چې د ده په فکر کې ګرځېدلي دي.
راته وویل شول، چې د یاد ماشوم په کلي کې ډېره موده ښوونځي او کلینیکونه تړل شوي وو او اوس تش په نامه پرانیستي دي، خو هېڅه په کې نه شته. زموږ کوشني نقاش ګڼې پېښې تجربه کړې دي او له خپلو ترخو تجربو څخه ګڼې خاطرې په ذهن کې لري.
که مو دلته، په دې هېواد کې د پیداګوژۍ ، شخصیت پوهنې، ښوونې ـ روزنې او ارواپوهنې موسسات درلودلای او له دغو پوهنو سره څه ناڅه ګټور تمایلات وای، نو دغه ماشوم باید راغوښتل شوی وای، د انځورګرۍ نور وسایل، رنګونه ، کاغذ او قلمونه ورسپارل شوي وای، او بیا یې پرټولو انځورونو هراړخېزې څېړنې شوی وای. څوک خبر، چې زموږ په هېواد کې به څومره داسې نور استعدادونه، رنځور روانونه، اورغورځونکي ( اتشفشاني) تخیلات او د څېړنې وړ ماشومان وي، خو موږ یې د کشف پرځای وژنو او بمونه پرې چوو.
دا انځور تاسو هم وګورئ! باور لرم، چې ډېر څه به په کې ومومئ. په خپلو کورنو کې د خپلو ماشومانو انځورګریو ته په خواره سترګه مه ګورئ، د ماشوم هرې کرښې ته ارزښت ورکړئ!
د ماشومانو په انځورونو کې ډېرې خبرې شته، چې موږ لانه پرې پوهیږو.
زموږ بدمرغۍ او نیمګړتیاوې موږ ته عادي شوې دي، موږ له خپلو نیمګړتیاوو او بدمرغیو سره روږدي شوي یو، په وړاندې یې مو معافیت اخیستی، خو ماشوم داسې دی، لکه له بلې نړۍ راغلی نندارچي، هغه د هرڅه په اړه بېل فکر کوي.
ددغه ناپلوي، خو دقیق او ځیرمن نندارچي افکارو ته ارزښت ورکړئ، چې په ځان مو خبر کړي.
په همدې هیله او غوښتنه .
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۴۳ مه / پرلپسي ۹۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳۱/ ۱۳۹۵

103 total views, 3 views today

2 comments

  1. رحمت الله عابد Reply

    السلام علیکم، لېوال صاحب. په دې هیله چې جوړ او روغ یاست. ستاسو په پیاوړي قلم لیکل سوې مقاله مي تر پایه په ښه ذوق ولوستله. ماشاء الله! الله ج مو قلم نور هم پیاوړی لره. دا مقاله موږ په ډېرو هغو خبرو پوه کوي چې موږ یې بابېزه بولو خو په حقیقت کي ډېري مهمې دي. خدای تعالی دې وکړي چې تاسو دخپل قلم په مټ ددې ولس خدمت کولو ته دوام ورکړئ او دا سپېڅلی قلمي جهاد في سبل الله همداسي جاري وساتئ
    الله ج دې ستاسو غوندې هستۍ ددې ځورېدلې خاورې له بچیانو نه، نه کموي. آمین

  2. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapfi Reply

    سلامونه،
    ورور ښاغلی لیوال صاحب،
    ډیر په زړه پور انځور، او ستاسو هر اړخیز تحلیل ترینه د ستاینې وړ دي. آپرین دې وي پر ۷ کلن زرغونښاري هلک چې د دومره تپل سویو اورپکو او رقم رقم وسلو تر مینځ ېې ، ؛له (زما په نظر) هندوانو یا لوګرۍ مڼو ډک ټرکونه د راپرزیدلو الوتکو تر څنګ رسم کړي دي!!.
    زما وړاندیز تاسو جناب او نورو چارواکو ته دادی : وژغورئ! د هیواد راتلونکی تنکی نسل له مرمیو، ماینونو، بمونو ځانمرګو واسکټونو ا.د.ن. فلاکتونو څخه وژغورئ، او هاغه د میوو لارۍ د دې ایر-و-پړق تر مینځ ، خوارځواکو ماشومانو او میندو ته ورسوئ.
    لږ تر لږه خو ېې دا تهء مُعِين ساب خپل مقام ته راغوښتلی او په یو څو رنګینو قلمونو او کتابچو ېې نازولی شئ!؟ .په درناوئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *