Categories

اعلان

Loading…

وسله والو طالبانو د اروزګان- کندهار د سړک یوه برخه په تراکتور ویجاړه کړه

تاند- د کندهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د کندهار – ارزوګان د لویې لارې یوه برخه د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې ده.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک د یکشنبې په ورځ وویل، وسله والو طالبانو د کندهار – اروزګان لویه لار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په برخه کې لږترلږه ۱ کیلو د تراکتور په وسیله ویجاړه کړې څو په دې لاره د تګ راتګ مخه ونیسي.

افغان امنیتي ځواکونه له دوو اوونیو راهیسي هڅه کوي چې د ترینکوټ- کندهار لویه لار، چې وسله والو طالبانو نیولې، خلاصه کړي څو په دغه سړک ترینکوټ ته کومکي ځواک او مهمات ورسوي.

وسله والو طالبانو د ترینکوټ- کندهار د لویې لارې د ویجاړولو په اړه تراوسه څه نه دی ویلي خو دې ډلې تر دې پخوا په ځلونو لویې لارې، پُلونه او پُلچکونه ویجاړ کړي دي.

9 total views, 1 views today

5 comments

  1. طالب Reply

    په کور کې دې غم جوړشه وطالبه نو لارې خو مه ویجاړه وه ته تبا او بریاد شې

  2. Alakozay Reply

    چی عام المنفعه ځایونه ورانوی الله تعالی یی دی دوزخ څای کړی دا خو ټول د پنجابی اولاد دی چی زور یی ونه رسی یا سړک یا پول ، مکتب او شفاخانی ورانوی الله دی دوی هم وران کړی دا ملا هبت لا پسی د ………..زوی دی وایی موږ مجاهدین د مجاهد د د دروازی دی سپی بلا دی دروګرزی

  3. dawud Reply

    دا دی د طالبانو اصلي جهاد، له سرکونو سره، چې په نورو ځایونو کې يې ډېر پلونه او پلچکونه هم جهنم ته استولي دي

  4. ځوانکی ملا Reply

    البته غنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم به پکشي کري یا به په بین المللي سټاندارد نه و برابر

  5. خالده افغان Reply

    غنـــــــــــــــم نه! کــوکنــــــــــــــار پکې کري، ځکه ئې ویجاړه کړئ۰ دوی ته قیر شوې د خیراو بشریت لاره ښه نه ښکاري، دوی ته د کوکنارو له زهرو ډک سره ګلان خوند وکوي۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *