Categories

اعلان

Loading…

د موبایل لپاره نه ماتېدونکې شیشې جوړې شوې

تاند- په بریتانیا کې څېړونکو د موبایل ټېلفونونو لپاره داسي ارزانه شیشې جوړې کړي چې نه ماتېږي.

له دې ډول شیشې څخه استفاده به د ځیرک یا لمسي ملفونونو هغو کاروونکو ته، چې هر کال د خپل موبایل د ماتې شوې شیشې په ترمیمولو پیسې لګوي، ډېرې پیسې وسپموي.

د دې نوې شیشې بیه د اوسنیو ځیرک ملفونونو د شیشې د بدلولو په پرتله ۵ وارې ارزانه ده.

دا شیشې، چې ټاکل شوې ده، په ۲۰۱۸ م کال بازار ته راووځي، ممکن د ملفونونو، تلویزیونونو او ټابلیټونو بیې ټیټې کړي.

حاضردمه د ځیرک یا لمسي ټېلفونونو شیشې له اینډیم الکلي (القلي) اوکسایډ ITO) ) څخه، چې یو نادر او ګران فلز دی، جوړېږي؛ اینډیم د خلاصېدو په حال کې دی او له همدې کبله ساینسپوهان د نوې مادې د موندلو په لټه کې دي.

دا نوښت د ساسکس پوهنتون فزیکپوهانو د اکسفورډ د مایکروالیکترانیک کمپنۍ په همکارۍ کړی دی.

54 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *