Categories

اعلان

Loading…

اسان خبرې کولی شي او کوترې لیک لوستلی شي

د یوې تازه څېړنې پایلې ښيي چې اسان هم په هغه ډله حارویو کې شامل دي چې په اشارو د خپل زړه حال انسانانو ته ووايي.

د ناروې د ویترنرۍ په انستیتیوت کې د ډاکتر سیسیلي او د هغه د ملګرو له لوري په شوې څېړنه کې څرګنده شوې چې اسان خپلو خاوندانو ته خپلې غوښتنې ویلی شي.

څېړونکو اسانو ته پر له پسې ګازرې د ښه کار د انعام په توګه ورکړي او هغوی یې په دې پوهولي چې که یې کمپلې ته اړتیا وي خپله پزه پر یو شي وموښي.

په ناروې او نورو سکانډنیاوي هیوادونو کې معمولاً د شپې په مخه پر اسانو کمپله غوړوي.

کوترې ممکن لیک ولوستلی شي

که څه هم کوترې ښايي د چیپسو او پروړې په توپیر ونه پوهېږي خو د یو بل د وړتیا په اړه قضاوت کولی شي او حتي څېړونکي اوس دې نتیجې ته رسېدلي چې لیکل شوې کلمې درک کولی شي.

د بریتانیا د دوک پوهنتون د څېړونکو د تحقیقاتو پایلې ښيي چې کوترو ته یې په تدریجي ډول ورزده کړي چې په یوه لوښي کې په ګډه خواړه وکړي، ستونزې وپېژني او په نهایت کې توري زده کړي.

دوی وايي چې کوترې حتي تواندېدلي چې هغه کلمې چې املا یې سمه لیکل شوې او هغه چې املايي تېروتنه لري، سره وپېژني.

دوی وايي چې کوترې تقریباً د یوه نالوستي انسان په شان د تورو توپیر کولی شي.

221 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸