Categories

اعلان

Loading…

په سالنګ کې د پولیسو پر کاروان په برید کې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند- راپورونه وايي چې نامعلومو وسله والو په سالنګ کې د افغان پولیسو پر کاروان برید کړی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څوک دي.

ځیني سرچینې حمله کوونکي د دولت وسله وال مخالفان بولي خو ځیني نور وايي چې ممکن برید کوونکي خپلسري وسله وال قوماندانان وي.

شاهدان وايي، چې له حملې څو ساعته وروسته په سیمه کې نښتې روانې وې او د سالنګ لویه لار بنده ده.

سالنګ د افغانستان د شمال او جنوب د تګ راتګ اصلي لار ده.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. عبدالله Reply

    حکومت باید ژوره څیړنه وکړی، ځکه داکومه نوی سیاسی لوبه نه وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *