Categories

اعلان

Loading…

یو/ اسدالله غضنفر

 له اختره وروسته یوه دوست د مېلمستیا بلنه راکړه، راته ویې ویل: په خپل لاس سیخي کباب پخوم.

 ورغلم. غوښه، سکاره، منقل، هر څه تیار و خو د نارینه وو کار و، کوربه لم هیر کړی و. یوه زلمي ته یې وویل: ورشه له هوټله یو نیم کیلو چربي راوړه!

 زلمی چې له لم سره راستون شو، کوربه ورته وویل: دا خو دې ډیر شی راوړی دی!

 زلمی وویل: زیات نه دی یونیم کیلو دی.

 کوربه وویل: ما نیم کیلو درته ویلي وو، نه یونیم.

د کوربه مقصد نیم کیلو و خو ( یو) یې ورسره هسې زیات کړی و. موږ وایو: یو انسان باید قتل ونه کړي. دلته هم منظور دا دی چې انسان( = نوع انسان) باید قتل ونه کړي، نه ایکي یو کس.

 په هغه شپه دوستانو نورې خبرې کولې او زه په زړه کې له ( یو) سره بوخت پاتې شوم.

 زموږ په لیکنو کې ( یو) کله نا کله بې ضرورته استعمالیږي. (یو) نه یوازې زما د کوربه مصرف ډیر کړ بلکې په هغه بله جمله کې یې هم د ژبې اقتصاد ته تاوان ورساوه. هره هغه کلمه چې په جمله کې ګټور نقش نه لري او خاصه اړتیا نه پوره کوي، د بې ځایه اوږدېدا سبب ګرځي. که موږ ولیکو چې انسان باید قتل ونه کړي، نه یوازې لنډون راغی، بلکې معنا هم دقیقه شوه.

 رحمان بابا فرمایي:

هیڅ مانه دې څوک له مستو سترګو نه کا

کوم یو مست دی چې قدم په لاره سم ږدي

راحت بې زحمته نه دی چا موندلی

کوم طبیب دی چې په روغ صورت مرهم ږدي

 ( کوم طبیب) روان ویل کیږي، خو په ( کوم مست) کې د دوو میمونو څنګ په څنګ والی ثقلت پیدا کوي او رحمان بابا چې د کلام رواني او سلاست یې سبکي ځانګړنه ده، په اول بیت کې د ( یو) د راوړلو ضرورت احساس کړی دی. دلته ( یو) بې نقشه نه دی او په کلام باندې نه بار کیږي.

 په دستار نامه کې لولو:« یوه ملوک خاورې خوړلې. طبیبانو یې علاج کاوه. له خاورو منع نه شه. یو حکیم لاف وکړ چې زه به یې علاج وکړم. ور ویې باله. ورته یې ووې چې خاورې مه خوره! ملوک وویل چې زړه مې ورځنې نه دریږي.» کله چې مخاطب ته یو څوک یا یو شی نامعلوم وي نو تر نامشخص اسم له مخه ( یو) لیکو، لکه یو ملوک یا یو حکیم. په ورپسې جملو کې له ذکر شوي اسم سره ( یو) نه راوړو. په ورپسې جملو کې چې نااشنا اسم ته اشاره کوو، یا اشاري صفتونه ( مثلا: هغه حکیم) ورسره راوړو او یا د دستارنامې د پاسنیو جملو غوندې اشاري صفتونو ته هم ضرورت نه وینو، ځکه پوهیږو چې منظور هغه حکیم دی. ( تر اوسني نثر په پخواني نثر کې داسې جملې زیاتې دي چې د نا معلوم کس د اسم د دوباره یادولو په وخت له اشاري صفته استفاده نه کیږي.)

په اوسني نثر کې ممکن ( یو وار) ولیکو چې زما په ګومان د خوشحال طرز بهتره دی.

 هغه اسم چې د مخاطب لپاره نامشخص وي، نکره بولو او چې د مخاطب لپاره معلوم وي، معرفه بلل کیږي. ( یو) د اسم د نکره کولو وسیله هم ده.  د دستارنامې په پاسنیو جملو کې د حکیم او پاچا د دویم ځلي ذکر په وخت ځکه ( یو) نشته چې نور نو مخاطب پوهیږي چې هغه پاچا مراد دی چې خاورې یې خوړلې او  هغه حکیم یادوو چې د پاچا د علاج لاپه یې کړې وه.

 که محمود له احمده وپوښتي چې :« په هغو پیسو دې څه وکړل؟» او احمد ځواب ورکړي: « یو موټر مې واخیست.» دلته « یو» ته ضرورت شته ؟ زما په نظر دلته (یو) ته اړتیا نشته، ځکه د ( موټر) له کلمې پوهیږو چې څو نه بلکې یو موټر پیرودل شوی دی او د محمود دلچسپي د پیسو له برخلیک سره ده، نه د جنس په باره کې له دقیقو معلوماتو سره. همدا وجه ده چې دغسې پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت خلک معمولا ( یو) نه استعمالوي.

 موږ وایو« نن مې یو موټر ولید، ډیر ښکلی و…» دلته (نو) د دې لپاره راوړو چې مخاطب ته وایو د داسې موټر په باره کې خبرې کوو چې ستا په ذهن کې نشته خو په هغه بل مثال کې ځکه ( موټر مې واخیست) غوره بولو چې مخاطب ته د کور نه بلکې د پیسو د استفادې په اړه معلومات ورکوو.

  که ستا د لاس په کڅوړه کې کتاب وي او محمود درڅخه وپوښتي چې: « کڅوړه کې څه دي؟.» نو ته که غواړې چې محمود کتاب وپیژني، ممکن ووایې: « کتاب دی.» خو که دغه دلچسپي نه لرې، وبه وایې:« یو کتاب دی.»

 « هغه یو کتاب چې تاسې یې ستاینه کوله، په بازار کې نه پیدا کیږي.» دلته په ( یو) باندې هیڅ نیمګړې نه پوره کېږي او ناسم یې بللای شو.

 البته، په دې جمله کې ( یو ) ضرور دی:« زموږ په کوڅه کې یو تکړه انجنیر اوسېږي.» ځکه په نورو ځایونو کې هم طبعا لایق انجنیران شته. که څوک د دې سړي په باره کې پوښتنه رانه وکړي چې لایق انجنیر دی؟ نو په ځواب کې به وایم: « هو، لایق انجنیر دی.»

خوشحال خټک فرمایي:

 خدای یو هسې فکر راکړ

چې یې ملک راته رڼا کړ

که په نورو توره شپه ده

په خوشحال یې سپین سبا کړ

دلته( یو) د ( هسې) په کلمې باندې تاکید زیات کړی دی او یوه ګټوره معنا رسوي. ( یو) په ډیرو جملو کې تاکیدي نقش لري. د رحمان بابا لاندې بیت د ( یو) د دغه نقش بل مثال دی:

یو د حسن اور یې بل کړ په جهان کې

په دا اور باندې یې وسوه ډېر کورونه

( یو) او مختلف ترکیبونه یې مختلفې معناوې لري چې په څیړنه او سپړنه ارزي.

د رحمان بابا په لاندې بیت کې ( یو) د ( یو شان) معادل دی:

مخ د یار شمس و قمر درې واړه یو دي

قد و سرو و صنوبر درې واړه یو دي

د خوشحال خټک په دغه بیت کې ( یو) د فقط او یوازې معنا ښندي:

 پښتانه مغول هندکي واړه خوشحال دي

 لیونی خو یو خوشحال دی په دا منځ کې

د خوشحال بابا په دا بل بیت کې ( یوه) د ( بله نه ده) معادل ښکاري:

توکلت علی الله وینا یوه ده

د خوشحال له زمانې سره ساز نشته

د رحمان بابا په لاندې بیت کې ( یوه) د ( حتی یوه) او ( هیڅ ) معادله ده:

ستا په عشق کې هسې خلاص یم له شعوره

چې یوه خبره نه لرم منظوره

( یو یو) د قید او صفت په بڼه راځي.

خوشحال فرمایي:

دواړه تي یې ناشپاتي دي

چې یې یو یو امرا خوري

 د شاعر په قول دغه ناشپاتي( ناک ډوله مېوه) چېرته یونیم اشرافي سړی خوړلای شي. البته، که یو یو قید وبولو نو شاعر وایي چې اشرافي دغه ناشپاتي په ترتیب سره خوري. په دې بیت کې د ( یو یو) دوه ګوني تعبیر د شعر ښکلا زیاته کړې ده.

( یو) چې له ځل، کرت یا وار سره یو ځای شي، قیدي عبارت جوړوي:

 یو وار دې لاس په لاس کې راکړه

دا لاس نیوی به دې تر ډیرو یادومه

په پخواني ادب کې د ( یو زمان) عبارت ډیر وینو چې د ( یوې شیبې) په معنا راځي، حال دا چې نن سبا ( یو زمان) د یو وخت او اوږدې مودې لپاره استعمالوو.

 د پخواني ادب د ( څه خو) په ځای نن سبا معمولا ( یو څه) راوړو. په تاریخ مرصع کې لولو:« عادل خان مضطربه او پریشان شه، ورته یې ووې څه خو صبر وکړه.»

 په دستار نامه کې راغلي دي:« دنیا له چا سره وفا کړې ده چې له ما سره به یې کا. دا هونبره ملوکان څه شول؟ د دوی ملک، خزانې څه شوې؟ خو وار و، په هر چا تېر شه.»

 په اوسنۍ پښتو کې ( یو) له ځینو نورو کلمو سره ترکیب شوی او نوي لغتونه یې جوړ کړي دي. مثالونه: یو اړخیز، یومخیز، یو ورځنی سیمینار، یو ګوندي نظام، یو سیلابه کلمه، یو طرفه سړک. دغه ډول ترکیبونه په پخوانو کتابونو کې نه مومو. البته، د یو سترګي او یو ورزي غوندې ترکیبونه د ولس په ژبه کې له پخوا راهیسې شته دي. په اوسنۍ پښتو کې ممکن واورو:« له هغه یو ډول وېره لرم.» چې د پښتو ګرامر له نظره غلط نه ښکاري خو ښه نه را باندې لګیږي ځکه د ذهن د لټي باعث ګرځي او د توضیح له زحمته د تیښتې چل راښیی. یو ډول وېره!  اخرڅنګه وېره؟

 په ( یو څه) ، ( یو څو کسه) او ( یو شمیر کسان) کې ( یو) د ( څه)، ( څو) او ( شمیر) د کموالي معنا ښندي او دا د ( یو) یو بل نقش دی.

( یو په یو ناسته) یعنې چې دریم کس پکې نه وي او په غزني کې په ځینو لهجو کې ( یو په یو شو.) د ناڅاپي او فوري مړینې معنا ورکوي. ( یو په درې) یعنې درې برابره او ( یو پر درې) د دریمې حصې په معنا استعمالوو.

 ( یو هغه څوک چې بشر ته یې ډیر خدمت وکړ، پاستور دی.) ځینې لیکونکي همدا جمله ممکن داسې ولیکي:« هغه یو څوک…» زما په ګومان لومړی ترتیب معیاري دی، ځکه ( هغه) اشاري صفت دی او اشاري صفت له موصوف سره جوخت پکار دی.

په پښتو پښویه کې استاد زیار لیکي چې ( یو) د تخمین او اټکل لپاره هم استعمالیږي.« یو سل کسه به وو» یعنې شاوخوا سل کسه به وو. زما د کوربه په ( یو نیم ) کې ( یو) د تخمین معنا ښندله، یعنې نیم کیلو یا څو ګرامه زیات و کم.

 ځینې لیکونکي د مونث اسم لپاره هم ( یو) استعمالوي چې پکار ده، یوه مڼه ووایو، نه یو مڼه. خو  په شعر کې کله نا کله د مونث دوه سیلابي ( یوه) د وزن په خاطر یو سیلابي شي چې د پښتو شعر د شعري اختیاراتو (Poetic Licence )په بحث کې ورته جواز پیدا کېږي خو که ( یو) یوازې  د وزن د پوره کولو لپاره راوړو، عیب یې بللای شو.

[ کله نا کله په شعر کې ( زړه ) زړګي شي او د ( تل) قید له فعل سره مل شي، او مقصد صرف دا وي چې د وزن د نیمګړتیا مخه ونیسي. د کلمو دا رنګه استعمال د شعر د بې خوندي سبب کیږي. د هغو کلمو پیژندل او راټولول چې شاعران ورباندې یوازې وزن پوره کوي، زموږ د نقد او شعر پیژندنې یو ناسپړلی باب دی. دغه راز په پښتو کې د شعري اختیاراتو د حدودو د معلومولو لپاره څېړنو ته اړتیا ده. په دې باب استاد منلي په ازادي راډیو کې یو ګټور بحث کړی و چې کاشکې یې ځوان محققان پسې وغځوي او معیارونه وټاکي.]

 د خوشحال بابا یوه قطعه ده:

یو چې ډیر خوري سوګندونه

بل چې ډیر کاندي پورونه

اشنایي ورسره مه کړه

دا بې پته دي کارونه

په دې قطعه کې د معنا په ښکلا سربیره ناڅاپي پیل هم یو خوند پیدا کړی دی. موږ معمولا له مقدماتي خبرو وروسته ، یو، دوه، بل… ته رسیږو خو خوشحال چې خپله خبره له ( یو) څخه پیل کړې، موږ یې د ناڅاپي والي په خوند کې شریک کړي یو.( د ناڅاپي والي ښکلا زموږ په بلاغي کتابونو کې نه معرفي کیږي او په معرفي ارزي.)

د ( یو) د بلاغي نقش پیژندل، په پخواني او اوسني سبک کې د ( یو) او د هغه د ترکیبونو او معنا ګانو راټولول، د ( یو) د ناسم استعمال د مواردو معرفي کول، په ولسي ژبه او لهجو کې د ( یو) د معناګانو او ترکیبونو راغونډول او شنل د ځوانو ژبپوهانو لپاره د ګټور تحقیق موضوع ده.

139 total views, 4 views today

1 comment

  1. خيبر Reply

    په زړه پورې

Leave a Reply to خيبر Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *