Categories

اعلان

Loading…

د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه

تاند – نن په کابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د سولې هوکړه لیک د دولت له خوا د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر او د اسلامي ګوند د یوه استازي انجنیر امین کریم ترمنځ وروسته له هغه لاسلیک شو چې د اسلامي ګوند د استازو په شمول د غونډې ټول برخه وال د افغانستان مقدس ملي سرود ته د درناوي په نیت ودرېدل. د افغانستان ملي سرود د الله اکبر په سپیڅلیو کلیمو ښکلی کړای شوی دی.‌

ښاغلي اتمر له ولسمشر  اشرف غني، د سولې د شورا د رییس پیرسیداحمد ګېلاني او نورو هغو کسانو نه مننه وکړه چې له اسلامي ګوند سره یې سولې کولو ته لاره هواره کړه او د اسلامي ګوند د غړو له خوا د سولې له پروسې د یوځای کېدا له امله یې د هغوی ستاینه وکړه.

اتمر وویل چې د امریکا، روسیې،‌ او فرانسې په شمول ګڼو مطرح هېوادونو ورته ویلي چې که د سولې په برخه کې کومې هوکړې ته ورسېدئ، موږ به ستاسې ټولې غوښتنې ومنو او هغه بندیزونه به لیرې کړو چې تاسو یې غواړئ. اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو یې هم ملاتړ وکړ.

د سولې د تړون د لاسلیک دغونډې برخه وال ملي سرود ته د درناوي لپاره ولاړ دي

د سولې د تړون د لاسلیک دغونډې برخه وال ملي سرود ته د درناوي لپاره ولاړ دي

د اسلامي ګوند په استازیتوب انجنیر امین کریم وویل، هغوی به د سولې د هوکړې په عملي کولو کې خپل وس وکړي، اساسي قانون به مراعت کړي، او دا چې د بهرنیو عسکرو د اېستلو لپاره به له قانوني لارو مخکې لاړ شي. نوموړي همدارنګه وویل چې ګوند یې له هیچا سره ایتلاف نه دی کړی،‌ او دا چې په سیاسي برخه کې به یې یو شمېر ډلې سیاسي مخالفې او نورې متحدې وي او په ملي ارزښتونو به حساب کوي.‌

بلې خوا ته نن د کابل په شهرنو سیمه کې د سولې یو شمېر مخالفانو د دولت او د اسلامي ګوند تر منځ د سولې د هوکړې پر ضد لاریون کړی وو چې د یاد ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار تغیر شوي عکسونه یې لېږدول او بد یې پرې ویل.‌

په پام کې ده چې د سولۍ له نننۍ موافقې څخه وروسته د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د راستنېدا لپاره روان تیاری چټک کړای شي.

د اسلامي ګوند او دولت ترمنځ‌  د سولې مذاکرات له نژدې دوه کالونو راهیسې روان ول چې وخت ناوخته ټکني کېدل او د حکومت په داخل کې یو شمېر کړیو او په ځانګړې توګه د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو چې د دغه ګوند پخواني مخالفین ول یې مخالفت کاوه خو ویل کیږي چې د ولسمشر غني او د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د ګڼو تماسونو نه وروسته دواړه لوري نننۍ هوکړې ته ورسېدل.‌

104 total views, 1 views today

10 comments

  1. wali khan Reply

    ډیر ښه ټول ملت ته دی مبارک وی، اوس پښتنو ته پکار ده چی په تعر سره کینی او ټول متحد ملت شی. خکمتیار صا حب یو پوه شخص دی او کولی شی چی ملت ښه رهبری کړی. خو با ید دا دیاده ونه باسی چی څوک په راتګ خوشحاله او څوک پری خفه شول. داسی نه چی بله ورخ دیو څو پوستونو لپاره ملت ته شا کړی او خپل تجارت دخلکو په احساسا تو شروع کړی.

  2. عبدالله Reply

    دسولی ددغه تړون او لاسلیک په ترسره کیدو سره مونږ ګران اوعزتمند مشرښاغلی ولسمشر ډاکتر صاحب اشرف غنی اوټولو ریښتینو افغانانو ته دزړه له کومی مبارکی وایو.

    ښاغلی اشرف غنی هغه کار په میړانه اوشهامت ترسره کړه، کوم چه ښاغلی کرزی په دولس کالو کی نشوای ترسره کولی.

    ځمونږ سوله او ځمونږ جرګی
    ژوند، ژوند،ژوند

  3. سلیمان Reply

    ټول پدی پوهیږو او باور لرو چی سوله یواځینی د حل لاره ده اولس اکثریت چی نا امنی سخت کړولی دی او نور له جګړو ستړی شوی سخت ورته سترګی په لاره دی ولی ځینی کړی ددی پروسی مخالفت کوی . هغوی چی د سولی مخالف دی یا خو یی هغه ګټی چی د جګړی له دوام څخه ددوی جیبونو ته روانی وی له خطر سره مخامخ شوی او یا هم و لږ تعداد تش په نوم روڼ اندی ددی لاری کوشش کوی چی ځان د خلکو ترمینځ مطرح کړی. دوی دواړه ډلی د عامو خلکو ستونزو ته پام نه کوی چی هره ورځ په مختلفو نومونو کړول کیږی.
    زه د سولی هوکړه لیک چی د ښاغلی حکمتیاراسلامی ډلی سره امضا شود مثبت ګام په نظر ګورم او دعا کوم چی دا دیوی دایمی او سرتاسری صلح لپاره پیل وی.

  4. Dr.Atal Reply

    الله رب العزت دی دا صلح په خیر او زموږ ملت او اسلامی امت ته مبارکه او په ټول اسلامی امت او ټول بشریت حاکم وګرځوی او خدای جل جلاله دی انحصار ،خودبینی خود پسندی او جاهلی تعصباتو له تعفن نه زموږ اداری پاکی او د خدمت او خیر وړتیا یی دملت او بشریت لپاره لوړه کړی کوم چه دا ملت تقریبا ۳۸ کاله تری محروم دی

  5. نقیب الرحمن Reply

    دحزب اسلامی سره دسولی په هوکړه لیک ډیر خوشحال شوشم خدای ج دی په افغانستان کی نور سوله راولی

  6. حبیب الله تنها Reply

    لوی رب دې په وطن کې تل پاتې ســوله راولي.

  7. شمس Reply

    The great news

  8. خالده افغان Reply

    هیواد پالنه ــ له هیواد سره مینه له کورنۍ پیل کیږي۰ هغه چې خپلې کورنۍ ته درناوئ لري، نوهیواد چې دوهمه مور ده، خامخا ئې درناوئ لري۰ او د سر په بیه ئې د ساتلو اوخپلواکي په انډ کې وي۰هغه چې کلونه ئې بې قانوني وکړه او په بیت المال ئې لکه داړونکي لیوان ګونډې ووهلې، نن ورځ ښه په ښکاره افغان ته څه چې ټولې نړۍ ته مالوم شول چې د دې حرصناکو ګدایانو اوهیواد پلرونکوو د افغان د ماشوم په سپیره مخ د خندا زیړې وړانګې ندي پیرزو۰ او بیخبره له دې چې د انصاف سوله که ژر وي که په ځنډ هرومره راتلونکې او بریالۍ ده ۰
    هیله ده چې د درانو او قدرمنو طالبانو سره هم د سولې خبرې وشي، تر څو هغه نیکمرغۍ چې زمونږ ځوانان ئې په پردو هیوادو کې لټوي، په خپل خواړه وطن کې ور نصیب شي۰
    د یوې سوکاله افغانۍ ټولنې په هیله۰

  9. خالده افغان Reply

    زه ده افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د یوالي، ملاتړ کوم او رب تعالی دې په ټول هیواد کې سوله ټینګه کړي۰ او الله «ج» دې منافقین(غله، متعصبه، مافیاوې، فسادیان، پردیپال) د انسانیت او انصاف په لاره روان کړي۰

  10. sayed.rahman.ziarmal Reply

    موږ سولی ته ضرورت لرو هغه چه دهر چا په وجود کی راتلی شی هر کلی کوو موږ ته شخص مهم نده موږ ته لاسته راوړنی مهمی دی چه ملت ور باندی راضی وی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *