Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د سولې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په دغه مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت، د بیلابیلو ملکي او نظامي ادارو مسئولینو، قومي مشرانو، میرمنو، مدني فعالانو، ځوانانو او ژورنالستانو ګډون کړی وو.

د پکتیکا والي ښاغلي محمد الیاس وحدت لومړی د هغو شهیدانو پاکې روح ته د دعا لاسونه لپه کړل چې د سولې راوستو، ولسونو د سوکالۍ په موخه یې خپل سرونه نذرانه کړل خوسنګرونه یې وساتل، ښاغلي وحدت وویل سوله زموږ لومړېتوب ده افغان دولت په جنګ باور نلري افغان دولت غواړي هغه سرمایه چې په جنګ لګول کیږي هغه د هېواد په ابادۍ مصرف کړي، افغان ملي امنیتي او دفاعې ځواکونو د ولس په سر لاس ایښي د دوی څخه د دفاع په لار کې شهیدان کیږي، دغه راز ښاغلي وحدت وویل موږ خپل هیواد او خلکو ته ژمن یو، د ولسونو څخه دفاع کوو او د سولي په وړاندې هر ډول خنډ له منځه وړو، د پکتیکا والي په وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې له جګړو څخه لاس واخلۍ د هیواد په ودانولو، سمسورتیا کې برخه واخلۍ او سولیز ژوند ته راستانه شي.

دغه راز ښاغلي وحد ت وویل امن زموږ دویمه قبله ده.

په لمانځه کې قبلې ته مخ کول فرض دي خو موږ ته د خپل دین لارښوونه داده چې که په یوه دښته کې دې لمونځ کولو، ته ویرېدې، که قبلې ته مخ واړوم نو ژوند ته مې خطر دی نو قبلې ته مخ اړول پریږده، د امن په لورې لمونځ وکړه.

نو ځکه وایو چې امن زموږ دویمه قبله ده خو حیرانوونکې داده چې د مسلمان په توګه دویمه قبله ورانوو.

زما په فکر، که د امن په ټینګښت کې مرسته نه کوو نو اصلا قبلې ته احترام نه لرو.

همدارنګه د ولایتي شورا غړي مبین فقیرزاد او د  مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مرستیال او د میلمه مدني بنسټ مشر یعقوب خان منظور هم وویل سوله د افغانانو اړتیا ده افغانان له جنګه ستړي شوي او سولي په راوستو کې ټول یو موټی دي، دولت هم باید د سولي په راتګ کې ریښتیني هڅې وکړي، دغه راز دوی د پکتیکا ولایتي ادارې ورستۍ هڅې وستایلي او ډاډ یې ورکړ چې د پکتیکا ولسونه د امنیت په ټینګښت، سولي په راوستو کې همکارۍ ته ژمن دي.

د غونډې په پای کې د سولي د سمبول په توګه څو کوترې هم هوا ته والوزل شوي.

په درنښت

نبي الله پیرخېل

د پکتیکا ولایت ویاند

169 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *