Categories

اعلان

Loading…

د سولې د روان بهېر او ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ملي ثبات ټولنې

د مطبوعاتي کنفرانس اعلامیه

په هېواد کې روانه جګړه په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده. دا جګړه د هرې ورځې په تېرېدو سره زور اخلي او  قربانیان يې افغانان دي. په جګړه کې ښکيل لوري بايد پدې پوه شي، چې د جنګ او زور له لارې قدرت ته نشي رسېدلی ، همدا راز هغه ډلې او کسان چې د سولې پر وړاندې خنډونه پيداکوي، په هېڅ صورت په افغان ولس کې ځای نلري او دا ملت ضد هڅې به يې ناکامې وي.

له حزب اسلامي او بل هر وسلوال مخالف سره د سولې د ټينګښت په هکله هلې ځلې او  همدارنګه د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ښاغلي ولسمشر له لوري وروستني توشیح شوي فرمان مثبت ګامونه دي، چې د ملت جدي اړتياوې دي او د هغو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.

ملي ثبات ټولنه د يو افغانستان شموله ټولنيز بنسټ په توګه د پورته ذکر شويو او یو لړ نورو ملي مسايلو په هکله د خپلو مسؤليتونو په درک سره خپل دريځ اعلانوي او ښکيلو لوريو او مسؤلينو ته لاندې سپارښتنې او غوښتنې وړاندې کوي:

  1. موږ د جګړې په ښکېلو خواوو غږ کوو چې جګړه په هېڅ صورت د حل لاره نه ده او شته ټول اختلافات او غوښتنې دې د بین الافغاني میکانيزمونو له لارې حل او فصل کړي؛
  2. سوله د الله (ج) امر او د افغانانو خورا ستره اړتيا او اساسي غوښتنه ده، چې دولت باید د ملت دغې غوښتنې ته لومړیتوب ورکړي.
  3. له حزب اسلامي سره د سولې روان بهېر او په لویه کې د سولې د ارادې د شتون په اړه د ولسمشر د هلوځلو ملاتړ او ننګه کوو؛
  4. دسولې پر وړاندې مخالفت او خنډونه پيدا کول په اصل کې دالله (ج) د امر او د افغانانو د اساسي غوښتنې سره مخالفت دی. ولسمشر دې د هغو ګوتو په شمېر کړيو او اشخاصو څېرې ملت ته بربنډې کړي، چې له سولې سره مخالفت کوي؛
  5. پر وسلوالو طالبانو هم غږ کوو،  چې د هېواد د لوړو ګټو او ټول ملت د غوښتنې او تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره له  دولت سره  د بین الافغاني مذکراتو له لارې رامخته شي؛
  6. له نړيوالو څخه مو غوښتنه ده چې دسولې پروسو په اړه اخيستل شوو ګامونو څخه دملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې دواقعې سولې راتګ ته د افغانانو په لاس لاره هواره کړي؛
  7. د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر لخوا توشیح شوی فرمان، چې پکې وړو حوزو وېشل په نظر کې نیول شوي، د عدالت له مخې د ټول ملت په ګټه او موږ د دې سیستم دپلي کولو غوښتنونکي يو؛
  8. راتلوونکې پارلماني ټاکنې بايد نورې د ځنډ سره مخ نه شي او حکومت دې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ولس ته خپله عملي اراده په ډاګه کړي او تر دې ډېر په بېلابېلو پلمو د دغې ملي پروسې ځنډول ملت ته د ملنو وړ نه دي؛
  9. له ټاکنو کمېسیون څخه مو غوښتنه ده چې د راتلوونکو پارلماني ټاکنو  دترسره کولو لپاره  دهراخیز چمتوالي ترڅنګ دشفافیت لپاره اړين ميکانیزمونه وړاندې او په دې برخه کې دمشکل په صورت کې معلومات له ملت سره پر وخت شریک کړي؛
  10. په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحاتو په پلمه د کمېسیون له کارکوونکو او اشخاصو سره عقدوي چلند او غچ اخېستنه د اصلاحاتو په مانا نه ده بلکې اصلاحات بايد په قوانینو او سیستم کې رامنځته شي؛
  11. او په پای کې یوځل بيا د سولې د روان بهیر څخه په کلکه ملاتړ کوو او د دولت له هر هغه مثبت ګام څخه، چې پایلې يې د خلکو په ژوند کې مثبت تغیرات رامنځته کوي، ملاتړ او ننګه کوو.

په درنښت،دملي ثبات مشرتابه

304 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2