Categories

اعلان

Loading…

کليوال ملګري ټولنې اونيزه دوه نويېمه ناسته وکړه

مجيد ژړاند –
د روان کال د وږي مياشتې په ۲۷مه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه ۹۲مه اونيزه  غونډه وکړه، د نظامت چارې د جميل وقار پر مخ وړلې،  قاضي حبیب الله حبيبي د قران پاک په ايتونو سره  غونډه پيل کړه.
 د وخت د کمښت له وجې د تېرې اونيزې ناستې راپور ګډونوالو ته وړاندې نه کړای شول،  د کابل پوهنتون استاد پوهيالي سميع وحدت ته بلنه ورکړل شوه، تر څو د غونډې  ګډونوالو ته په شعري زاويو لکچر وړاندې کړي.
په پيل کې استاد سميع وحدت د کليوال ملګري ټولنې له غړو نه مننه وکړه، چې د فکر د روزلو او ذهنيت جوړولو لپاره يې د لکچرونو او ويډيو لکچرونو لړۍ خورا خوندوره ده، وروسته  يې د غونډې برخه والو ته لکچر وړاندې کړل، په پيل کې استاد د شعر په تعريف تم شو او ويې ويل: موږ تر اوسه توانېدلي نه يوو، چې شعر ته يو ټول منلی تعريف وړاندې کړو، هر څوک يې د خپل ذوق او مينې په تړاو د شعر تعريف کوي.
Keliwal« دا چې شعر د ښکلا او احساس له نړۍ سره اړه لري، لکه څنګه چې خوند، رنګ، ښکلا د تعريف په تنګ چوکاټ کې نه ځاييږي او د فورمول قالب ته ځان نه سپاري، همداسې شعر هم.
لکه څنګه چې د ښکلا پېژندنه او احساس په ټولو وګړو کې توپير لري، کېدای شي يو څوک د يوه کس په نظر ښکلی وي اما د بل کس  د ښکلايز ذوق سره سم ونه خيژي او يوه شعر لپاره هر وګړی بېل بېل تعريف لري، هر وګړی د هغه د ښکلا د وزن کولو لپاره بېل معيار لري. »
 د استاد په خبره چې ډېری پوهانو د شعر تعريفونه کړي دي، خو تر ډېره ټول تعریفونه ټول منلي نه دي، ځکه چې د هر وګړي د شعر د انتخاب او ټاکنې ذوق بېل دی.
Keliwalځينې کسان شعر په شعر، يا په شعري انداز تعريفوي. دې کارته په عربي کې تعريف المجهول بالمجهول وايي، څوک وايي: « شعر د خيال مارغه دی».
ځينې وايي: « د زړونو يوه ورشو ده» نور بيا وايي « د جنت د عسلو وياله ده»
هغوی چې د خوړو شوقي دي هغه بیا وايي:
« د حسن له شيدو، د خيال له قندو او د ذوق له کوچو جوړه يوه نايابه روحي غذا ده » د شعر د پېژندنې په مسله کې د ناکامۍ سبب خپله همدا عالمان  او شعر پوهان دي، چې د خپل فکر مطابق يې د شعر تعریفونه کړي دي.
( جي سي سکواير) په خپل مضمون شاعري  کې له اوږد بحث څخه وروسته د شعر د تعریف او پېژندنې په اړه وايي:
« د شعر په اړه زما په ټولو تعریفونو کې يوه نيمګړتيا شته، هغه دا چې زما ټول تعریفونه نيمګړي دي»  ارستو د شعر په اړه د پوتيکا په نامه ځانګړې رساله کې ليکلي او په هغې کې يې  د شعر په اړه  ځينې اساسي ټکي بیان کړي دي.

«شعر هغه موزيکاله وينا ده، چې په زړه کې هيجان پيدا کړي. »
 استاد وحدت د شعر په بنسټيزو توکو هم خبرې وکړې، چې له موسقيت، خيال ا وواند، فکر او اند، عاطفه د شعر اساسي توکي دي، د ښه شعر د وزن کولو لپاره باید دغه څلور بنسټيز توکي موجود وي.
« موسيقيت د ورته او ناورته کليمو د شکلونو يو له بله اړخ  بدلون  ته موسيقي وايي، چې د  اوډون په توګه د ټاکليو مهالي واحدونو دننه خوځون او د مهالي بڼو پر له پسې والی رامنځ ته کوي، نو د شعر موسيقيت هماغه د ويينګ په بهير کې د اوازونو موزون اوډون يا نظم دی، چې د انسان پر سایکلوجي باندې لذت بښونکی اغېز وکړي.
اسدالله غضنفر د شعر موسقيت په اړه وايي: کله، کله توري او کليمې د يو او بل په څنګ کې داسې سره کېني، چې په ژبه کې پرته موسيقي راڅرګنده کړي، په يوه جمله او بیت کې وزن، قافیه، رديف، تجنیس، تسجيع او د تورو او کليمو د فريکونسي زیاتوالی هغه ذريعې دي، چې د ژبې ويده موسيقي ورسره بیداريږي. »
نوموړي د خيال او واند په اړه هم خپل لکچر پسې اوږد کړ: « له حواسو سره د شيانو د مخامخېدو په نتېجه کې چې په ذهن کې کوم  شکل او انځور پيدا کېږي هغه احساس يا حسي ادراک بولو؛ خو کله چې دغه ذهني صورتونه له شيانو سره مخامخېدو پرته په  ذهن کې پيدا شي د خيال  تصور په نوم يې يادوو»
انګريز مفکر هابس وايي: « چې د خيال سرچينه حافظه ده او حافظې ته هرڅه د حواسو د دروازو په لاره ورځي»
استاد وحدت د اند او فکر په اړه هم پراخه تشريح ورکړه، چې په لنډون يې دلته را اخلو: « تر موسيقيت او واند وروسته بیا د فکر او معنی  خبره راځي، کميونسټ ، اخواني، ملايي د وعظ او پند شاعران همدلته تېروتلي دي.
رياليستيک ادب تفکر ته پر تخیل لومړيتوب ورکوي او پايله يې دا شي چې د هنر اصلي  زور یانې له شته حالت څخه د  اروايي تفريح لپاره يوه خيالي وضعيت ته د انسان  د ايستلو توان له لاسه ورکوي او په حقيقت کې د اثر ښکلا راز ورڅخه اخلي، دوی له شاعر نه هيله کوي، نوې مفکوره وړاندې کړي او يا هم هره ګټوره مفکوره د شعر په قالب کې ځای پر ځای کړي، که څوک له شاعره د نوې مفکورې وړاندې کېدو هيله  لري، نو دا کار په شعر کې مطلوب نه دی او په دې صورت کې شعر نوښت نه لري او خپل ادبي ارزښت له لاسه ورکوي، که مفکوره د شعر ټاکونکی توک وي، نو شاعر باید په خپله ستر مفکر وي»
نوموړي استاد د  شعر په څلورم بنسټيز توکي عاطفې هم خبرې  وکړې:«عاطفه تر احساس يو څه محدود چوکاټ کې مطالعه کېږي، عاطفه د ښه او بد ستاينوم نه قبلوي، عاطفه د عاطف مونثه  بڼه ده، عاطف په فرهنګونو کې د غيبي اواز کوونکي او مهربانۍ په معنی راغلې، عاطفه د همدغه عاطف په څېر مهربانۍ، زړه سوي، د خپلوۍ او قرابت مهر ته ويل کېږي.
د يو ظالم د ظلم تصوير وړاندې کول احساس دی، چې د ظالم د ظلم پر وړاندې رامنځته شوی او يا دهغه له حسه او افعالو رامنځ ته شوی، خو دا چې  ظلم پر مظلوم د زړه اه را پورته کوي، خواخوږي او زړه سوي ته حواس هڅېږي، دا عاطفه ده.»
وروسته  په ياده موضوع باندې ازاد بحث وشو او ملګرو د موضوع په اړوند ګټورې او هر اړخيزې خبرې وکړي، د غونډې د ارزونې په موخه نقيب احمد عزيزي دريځ ته وبلل شو، نوموړي د غونډې ارزونې په اړه وويل: « ګټور لکچر و، ډېر څه مو زده کړل، نوموړي دا هم وويل کاشکې د تېرې اونيزې غونډې راپور هم وړاندې شوی وای، تر څو مو د راپور په اړه کره کتنه کړې وه.
نوموړي وويل که په غزني کې وم، ارو مرو به د کليوال ملګري ټولنې اونيزې غونډې ته راځم.»
د قاضې حبیب الله حبيبي په دعايې سره اونيزه ناسته مازيګر ناوخته پای ته ورسېده.

77 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *