Categories

اعلان

Loading…

حیدرعلي ګیلاني وايي، په افغانستان کې پنجابیانو نیولی و

تاند- د پاکستان د پخواني صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني زوی، چې له ملتان څخه تر تښتول کېدو درې کاله وروسته په افغانستان کې وموندل شو، وايي چې برمتګر او ساتونکي یې پنجابیان ول.

علي حیدر ګیلاني، چې په خپله هم پنجابی دی، د سږ کال په مې میاشت کې په افغانستان کې له خوشي کېدلو وروسته پاکستاني چارواکو ته وسپارل شو.

د (دي نېشن) ورځپاڼې د راپور له مخې، ګیلاني د یکشنبې په ورځ په ملتان کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ده د برمتګرو او د هغوی د همکارانو په اړه صدراعظم نوازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف ته معلومات ورکړي دي.

ګیلاني وویل چې له ملتان څخه تښتونکو د پنجاب بل ښار فیصل اباد ته یووړ.

د علي حیدر ګیلاني له خوشي کېدو وروسته د امریکا دفاع وزیر کارتر اشتن وویل چې د پاکستان د پخواني صدراعظم زوی د هغو عملیاتو په پایله کې خلاص شو چې دوی او افغان ځواکونو د القاعده پر ضد وکړل.

کارتر د افغان او امریکايي پوځیانو د عملیاتو د ستاینې په ترڅ کې وویل«موږ به د افغانستان او پاکستان له حکومتونو سره د علي حیدر ګیلاني په بېرته ستنولو کې په ګډه همکاري وکړو.»

د ۲۰۱۳ م کال په مې میاشت کې د پنجاب له زړه څخه د علي حیدر ګیلاني له تښتول کېدو وروسته پاکستاني چارواکو څو ځلي د تور ګوته افغانستان ته ونیوله خو اوس علي حیدر ګیلاني له خلاصونه نژدې ۵ میاشتې وروسته وايي چې خپلو پنجابیانو تښتولی و.

د ده دا څرګندونې ښيي چې پنجابي طالبان په افغانستان کې څومره فعال او قوي حضور لري.

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *