Categories

اعلان

Loading…

هنري لذت، او ادبي کره کتنه / مجید قرار

څه موده وړاندې په یوه ادبي غونډه کې اعلان وشو، چې ملګري دې تر دې وروسته د کره کتنې برخې ته یواځې شعرونه، لنډې کیسې، او نور هنري ادبي ژانرونه نه، بلکې سیاسي، ټولنیزې، او علمي مقالې هم را وړي.

که چېرته دا غونډه نږه ادبي وي، او یواځې ادبي کره کتنه کوي، نو دا غوښتنه ډېره بې ځایه ده.

که چېرته دا غونډه علمي، ژبنۍ، سیاسي، مذهبي او نور ډوله کره کتنه هم کوي، بیا دا ډول اعلان تاوان نه کوي.

د ادبي کره کتنې موضوع یواځې هغه متنونه او لیکني دي چې لذت، یا په نږه پښتو، خوند پکې وي او د همدې لپاره لیکل شوي وي، نه هغه چې د علمي ګټې، مطالعې، یا څېړنې په منظور ليکل کېږي.

د ادبي کره کتنې هدف، لکه د هنر، خوند لذت یا دی، نه علمي افاده. کېدای شي ادبي کره کتنه علمي افاده وکړای شي، خو هدف یې باید علمي افاده نه، بلکې هنري خوند وي. همدغه لامل دی چې ادبي کره کتنه باید په هنري معیارونو وشي، نه په علمي معیارونو. که په علمي معیارونو د کره کتنې اجازه ورکړل شي نو بیا کره کتنه ادبي نه پاتې کېږي، بلکې علمي، ځینې وخت دیني، او سیاسي نقد ورڅخه جوړېږي.

هنرونه پر کاڼو، او هندسي معیارونو ارزول ناسم کار دی. زه د موسیقۍ د ساري ګاما پر ماهیت نه پوهېږم، خو فکر کوم د دې ډول هندسو پر اساس موسیقي جوړول همدومره بې ځایه وي، لکه د عروضو پر اساس د شعرو جوړول. دا ځکه چې هنر تر قاعدې مخکې زېږېدلی کاین دی او د مشرتوب حق یې باید پر ځای وساتل شي. لکه د بل هر هنر، د ادبي کره کتنې لپاره هم علمي چوکاټونه هومره ګټور کار نه دی، لکه د کره کتونکي د ذوق توږل، او لوړاوی.

که پر بیروني معیارونو د کره کتنې ترسره کېدنې اجازه ورکړل شي، نو لرې نه ده چې ډېر مۍ او میخانه یادوونکې شاعران دې پر مجازاتو محکوم، او په ګناه متهم شي.

څه موده وړاندې د صبور سیاه سنګ په نامه د دري ادب کوم ستوري(!) د عبدالباري جهاني د شعر کره کتنه کړې، او په یوه ځای کې یې د هغه د “زما د سرکشو پښتنو وطنه” پر نیم بیتي د تبصرې پرمهال عبدالباري جهاني د سرکشي او بغاوت د روحیې په ستایلو تورن کړی. د شعر دا ډول کره کتنه فضاحت دی. په شعر کې بغاوت د تروریزم د قاموس د بغاوت په معنا نه دی، او نه د شعر مست او نېشه د هیرویینو د پوډریانو غوندې مست ته ویل کېږي. د شعر ژبه، او د دې ژبې مدلولونه او مفاهیم هنري دي، نه سیاسي او اخلاقي.

له ادبي کره کتنې څخه زموږ تمه دا ده چې آن که ادبي کره کتنه د یوه هنري اثر منفي ارزونه وي، خو باید موږ له ادبي کره کتنې خپله هم خوند واخلو.

کره کتنه، که له یوې خوا د خوند په معیار او کاڼي د نورو آثار د وزن معلومولو فرصت راکوي، نو له بلې خوا، کره کتنه خپله هم باید خوند او لذت ولري. که چېرته یو ښه کره کتونکی د یوه بې کاره شاعر پر شعر تبصره کوي، نو معنا یې دا ده چې د هغه تبصره، آن تر هغه شعر هم ښه لګېږي، چې تر کره کتنې لاندې یې دی.

کره کتنه یواځې پر شعر د بدیع او بیان، او د معانیو د فنونو، قواعدو، او اصولو خشک او روحه تطبیق ته نه وایو بلکې د هنري اثر پر بلاغتي، فصاحتي، او معنوي اړخونو داسې غږېدلو ته ادبي کره کتنه وایو چې خپله هم خوند وکړي، ظرافت ولري، او د ظرافت یې لوستونکي ته دا فرصت له سره ور نکړي چې د کره کتونکي نظریات سم یا ناسم وبولي.

په بل عبارت، د یوه هنري اثر کره کتنه داسې ده، لکه موسیقۍ ته ګډېدل. رقاص موسیقۍ ته ګډېږي، او د شعر کره کتونکی شعر ته.

موسیقي خپله هم هنر ده، خو ګډېدا، چې د موسیقۍ په تقلید کېږي، هم هنر ده. ګډېدا هم د موسیقۍ لپاره کېږي، او هم په خپله ځانګړی خوند لري.

خوند هغه یواځېنی کاڼی دی چې شعر او هنري آثار پرې ارزول کېږي. خوند د هنر او کار، هنر او علم، هنر او شعار ترمنځ بېلوونکې کرښه ده.

د فوټبال په لوبه کې هم انرژي مصرفېږي، او که چېرته دوه کاریګر د لاس ګاډۍ په وسیله د لازیاتو خښتو د انتقال سیالي وکړي هم، انرژي به مصرفوي.

د فوټبال لوبغاړی له خپل کاره خوند اخلي، او کاریګر له خپلې دندې ځورېږي.

د یوه اقتصادي راپور لیکل، او بیا لوستل ډېره حوصله غواړي. د ارقامو، او شمېرنو تحلیل یې ذهن خسته کوي، خو د یوې داسې نندارې کتل چې هلته د طبقاتي تبعیض ښکارې یوې طبقې د اقتصادي اجتماعي محرومیت په اړه سړی تأمل او فکر ته هڅوي، خوند کوي.

خو آیا د هر ډول ترخه، تروه، خواږه، تروش، ترسکوني، او مالګین خوند شته والی په هنريتوب دلالت کوي؟

نه، خبره داسې نه ده. کوم خوند چې د هنري آثارو د ارزونې لپاره معیار دی، هنري خوند دی.

هغه خوند چې د ښه شعر د تللو کاڼی دی، هنري خوند دی، نه عادي خوند.

یعنې، که چېرته خوند د هنر د تول کاڼی وي، نو په خپله په کاڼي کې هم خبرې شته دي. په ټوله کې د عادي خوند او هنري خوند څو عمده توپیرونه دي.

عادي خوند معمولا، د ملایانو خبره، لغیره وي، یعنې د بل خوند، یا ښه کیفیت ترلاسه کولو لپاره، یا په بیروني انګېزه موجودېږي. د مثال په توګه، مزاحیه شعر خوند کوي، خو خوند یې له مزاح څخه سرچینه اخلي، چې بیروني انګېزه ده. دغسې، د یوه خاص سیاسي جریان پلویانو ته د خپلې ډلې، یا سیاسي ګوند د شاعر شعر خوند ورکوي، خو خوند یې د سیاسي ګوند اجنډا ته د هنري اثر په نیږدېوالي کې دی. که چېرته یو کس د بل ګوند غړیتوب ولري، نو دا شعر خوند نه ورکوي.

د عادي خوند بله ځانګړنه دا ده چې تا د خپلو عواطفو، او انفعالاتو بنده ګي ته اړباسي، نه په خپلو عواطفو، او انفعالاتو کې فکر کولو او تأمل ته.

د عادي خوند سرچینه، معمولا ورځېني انساني احساسات، لکه وېره، غوسه، تعصب، خفګان، او نور وي. یعنې دا چې معمولا، وېرېدونکی سړی له تضرع او ضعیفي ښودلو خوند اخلي، خفه سړی له اوښکو، او ژړا خوند اخلي، او غوسه ناک سړی له قهرجنو نعرو، او ښکنځلو.

دا هنري خوند نه دی. د دې ډول خوند لرونکي شعرونه خپل قوت له بهرنیو انګېزو څخه اخلي، معمولا د دې ډول آثارو قوت اوږدمهالی نه وي، او د انسانیتوب کچې ته عامېدلای هم نشي.

د زهد، مرثیو، سیاسي او قومي نعرو، او نورو ډول ډول احساساتو لرونکي اشعار که خوند هم وکړي، نو خوند یې هنري خوند نه، بلکې له بهرنیو انګېزو اخیستلی خوند دی.

د هنري خوند غټ امتیاز دا دی چې لکه د عادي خوند، د بل خوند د ترلاسولو لپاره دې نه هڅوي، بلکې په خپله همدغه خوند دې اشباع کوي، او بویه لوستونکی او ویونکی به یې داسې احساسوي چې ما خپله ورکه په همدې اثر کې موندلې ده.

په یوه تعبیر، هنري خوند لکه خوږې اوبه دی چې خړوبوي دې، او عادي خوند، لکه مالګینې اوبه دی، چې لا دې تږی کوي. هنري خوند رضاﺉیت او قناعت در ترلاسه کوي، او فکر دې اعتدال ته راولي، او عادي خوند دې فکر د اعتدال له محور څخه اړوي.

هنري خوند په الفاظو، معناګانو، فلسفو، افکار کې نه دی، بلکې د دې ټولو په یوه ځانګړي اوبد کې دی، چې ترکیبي کیفیت رامنځته کوي. د شعر هنري خوند په هغه نظم او موسیقیت کې دی چې په شعر کې موجود وي.

پر دغه اساس، او دا چې هنري خوند باطني آرامي رامنځته کوي، عبادت او ریاضت ته ورته یو شی دی. برعکس، عادي خوند جګړه، ټکر، تعصب، انفعالي حرکات، او غبرګون رامنځته کوي، او ډېر کله بداخلاقۍ او خشونت ته لاره هواروي.

د هنري خوند، او عادي خوند تفکیک په وینیزو، او لیکنیزو آثارو کې ګران، خو ممکن دی. په ناقولي فنونو، لکه موسیقۍ، نڅا، او نقاشۍ کې بیا یواځې او یواځې هنري خوند پروت دی.

د شعر، کیسې، موسیقۍ، او نقاشۍ او نڅا ترمنځ مشترک قدر هنري خوند دی. موسیقي معنا نه لري، خو اغېز لري. هغه شعرونه چې سیاسي، ټولنیز او نور ډوله پیغامونه نه لري د موسیقۍ حیثیت لري.

د جنسي تحریک د اسبابو لرونکي آثار، سیاسي نعرې لرونکي آثار، او نور یواځې لنډمهالې اغېزې لري، او د جرایمو ارتکاب ته لاره برابروي.

د “هنر د هنر، او هنر د ژوند لپاره” بحث بې ځایه دی. “هنر د هنر لپاره” او “هنر د ژوند لپاره” دوه بېل بحثونه په اصل کې د خوند د ناسم تعریف زېږنده ده. که چېرته خوند معیار وګڼو، د هنري خوند او عادي خوند توپیر وکړو، او د هنري خوند په دنده او اهمیت وپوهېږو، نو بې ځنډه به اعتراف وکړو چې هنر که د هنر لپاره دی، خو هنر خپله بیا د ژوند لپاره دی، ځکه چې هنر د ښکلا پنځونه ده. که چېرته غایه او هدف ښکلا پنځول وي، نو ښکلا خو د کایناتو د ټولو نېکیو او نېکو نمونو راز دی، او ژوند نېکي ته اړتیا لري. دا دوران په توګه مکملېږي.

د هنري او عادي خوند تفکیک د ډېرو کره کتنیزو بحثونو د تړلو لاره، او د ګڼو هنرونو د ماهیت په اړه د بې شمېره پوښتنو ځواب دی.


د ښاغلي قرار دا لیکنه د ۲۰۱۲م کال د مې په ۱۷ مه په تاند کې خپره شوې وه.

66 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *