Categories

اعلان

Loading…

ایستونیا په ۱۰۰ یورو تابعیت ورکوي

تاند- ایستونیا، چې نفوس یې مخ په کمېدو دی، یوازې د سل یورو په وړاندې د نورو هیوادونو اتباعو ته تابعیت ورکوي.

د بریتانیا د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ایستونیا نه یوازې د لږ پیسو په وړاندې نورو وګړو ته تابعیت ورکوي بلکې د تابعیت د ورکړې شرایط یې خورا اسانه کړي دي، یعني تقاضا کوونکی یوازې د یوې انلاین فورمې ډکولو ته اړتیا لري.

د ایستونیا ډېری وګړي نه غواړي چې ودونه وکړي او هغوی چې واده کوي، لېواله نه دي چې ماشومان ولري، همداراز ډېر شمېر نور ایستونیایان د اروپا د پولو د ازادېدو په خاطر غوره ګڼي چې په پرمختللیو لوېدیځو هیوادونو کې واوسي.

د ایستونیا حکومت هیله لري چې د نورو هیوادونو اتباعو ته د تابعیت په ورکولو به د هغوی پانګونه په خپل هیواد کې جلب کړي.

Estoniaد ۲۰۱۳ کال د سرمشېرنې له مخې د ایستونیا نفوس یو ملیون او ۳ لکه ۲۵ زره دی. د بالتیک د سیمې دا هیواد له روسیې او لاتویا سره پوله لري او بالتیک سمندرګی یې له فنلنډه جلا کوي.

ویل شوي چې ځیني بریتانیایان، چې له اروپايي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو له کبله یې سوداګري او پانګونه له ستونزو سره مخامخ کېږي، غواړي چې د خپل بریتانیايي تابعیت ترڅنګ د ایستونیا تابعیت واخلي څو د اروپايي اتحادیې امتیازونه له لاسه ورنه کړي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، تراوسه ۱۲ زره تنو د ایستونیا د تابعیت د ترلاسه کولو لپاره نومونه ثبت کړی دی.

97 total views, 3 views today

16 comments

  1. پروازخان Reply

    My name is parwaz khan i am from afghanistan graduated from bcs faculty in afghanistan

  2. جمشید کاکړ Reply

    تاند نه په مننی سره
    چی دا معلومات یی له خپلو لیدونکو سره شریک کړل خو یوه هیله هغه دا چی دا کار به که څوک وغواړی چی نومړی هیواد ته لاړ شی که پوره مالومات راکړی مهربانی به موی

  3. Hamid Mubarak Reply

    له لکنی څخه وه نړۍ مننه ډیره شه لیکنه مو کړی ده و دا مو نه ده واضح ږړی چه داستونیا د اسنادو لوازمات (requirement )څه شی دی یعنی څومره هیوادونو ته په یادو اسنادو سفر کولی شی
    مننه

  4. Hamid Reply

    سلامونه که کولای شی نو هیله درسخه کوو چی لارشونه راته وکری

  5. حشمت الله احمدی Reply

    سلام
    ډیره مننه د دی ښکلی لیکنی او معلوماتو مو
    په کوم سایت کی نوم لیکنه کولای شو
    د تابیعت د اخستلو لپاره.

  6. Zabih Ullah Reply

    I am Zabiullah from Afghanistan i am a mobile softwear engineer 12 year experience in mobile field

  7. عبدالسمیع Reply

    اگر یک افغان بخواهند تابعت ایستونیا را بگرید جه کاری را باید انجام دهند

  8. Afg khan Reply

    تې ځغله که ولاکه ورسم چى ده ايستونيا باچا مى ټاکى

  9. عبدالله Reply

    كولي شي چي هغه لينك واچوي چي فورم يي دك كرو

  10. Ahmad Farid Reply

    My name is Ahmad Farid I am graduate from bba and have experience 7years in telecom from Afghanistan

  11. Ahmad Farid Reply

    My name is Ahmad Farid from Afghanistan

  12. RAZA Reply

    i am from Afghanistan

  13. Mohammad ullah khan Reply

    رپوره معلومات رکړه چى فورمه چيرته ډاکه کو،

  14. Ahmad ghani wafa Reply

    سمه ده چيرته فارم ډک کړو او څومره وخت کي به وشي

Leave a Reply to پروازخان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *