Categories

اعلان

Loading…

د سایل شعر د هاروان باچا په غږ کې

سندره لاندې په ویدیو کې واورئ –

د خاورې په تقسیم خو نه تقسیم شوې نه جدا شوې

د ژبې غلامۍ که ورک کړې، بویه که پیدا شوې

ستا وینه اخر څه وايي، یزید به چا ته وايي

پښتونه که په مفته کې شهید د کربلا شوې

د سر د ډېرېدو دعا دې ما غوښته له خدایه (۱)

پښتونه چې لښکر شوې، زما نه شوې د ملا شوې

زموږ دلدارې دغه وه، د دوی دلبري دا وه

دوی خپلې مینې نغدې کړې، زموږ مینې نسیا (۲) شوې


۱- دا وګړي ډېر کړې خدایه (بېټ نیکه)

۲- نسیه ، پور

80 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *