Categories

اعلان

Loading…

د «زر لټون» د نثر ځانګړنې/ لیکوال: فهیم بهیر

زر لټون د ځوان لیکوال، ژورنالست او ژباړن ګل الرحمن رحماني اثر دی، چې په روان کال (۱۳۹۵) کې د عبدالمجید مومند خپروندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. د دې اثر منځپانګه په پنځو برخو ویشل شوې ده، ډیری مسایل یې تیوریک دي او د ادب زده کړیالانو له پاره یې مطالعه اړینه ده.

په ادبي ستورو کې د استاد علامه حبیبي ستوری تر ګردو رنګینې وړانګې لري، په اوسني ادبي بهیر کې په ځوانو لیکوالو کې رحماني همداسې  یو لیکوال دی، نوموړی د هنري او څېړنیزو لیکنو پوره وړتیا لري، تر دې دمه یې په لسګونه اثار ادبي بهیر ته وړاندې کړي دي.

په استادانو کې چې کله له استاد غضنفر سره خبرې کوم نو دا اړینه بولم چې د هغې خبرې ثبت کړم بیا یې واورم یا یې ولیکم. د نوموړي هره خبره د ادب او زموږ ټولنې له پاره تیوري ده او موږ د داسې لیکوالو اندونو ته اړتیا لرو. کله چې زه له رحماني سره په کومه ادبي موضوع خبرې کوم، نوموړی هم د استاد (غضنفر) په څېر په یوه موضوع د څو اړخونو له پلوه خپل نظر وړاندې کوي او زړه مې غواړي چې د ده خبرې هم یاداشت کړم. نوموړی یو تکړه او فعال لیکوال دی او هره ورځ یې په چاپی او انلاین رسنیو کې یوه تیوري لیکنه خپرېږي.

موږ په پښتو ادب کې تیوري اثارو ته ډېره اړتیا لرو او په ځوانو لیکوالو کې رحماني په دې برخه کې پاخه  او اوچت ګامونه اخیستي دي او زما خپله د نوموړي د هنري اثارو پر ځای د نوموړي تیوري اثار ډېر خوښېږي، ځکه اوسمهال او په راتلونکې کې زموږ ټولنه تیوری اثارو ته ستره اړتیا لري. موږ ځینې څېړنیز اثار لرو، خو په کم شمېر اثارو کې د حقیقي څېړنې څرکونه لیدل کېږي. رحماني د تخلیقي او تحقیقي اثارو لیکوال دی د هرې ادبي موضوع په اړه یې وړاندې شوی فکر د ادب د پېژندلو په لاره کې ډیوې بلوي او نوي زده کړیالان کولای شي د همدې اندونو د لارې د ادب ساحل ته ورسېږي.

اوس به د نوموړي لیکوال د «زرلټون» اثر د نثر ځانګړنو ته په لاندې توګه اشاره وکړو:

۱ ـ یو شمېر جملې یې هنري رنګ لري:  په معلوماتي یا ساده نثر کې لیکوال کوښښ کوي، چې مطلب لوستونکي ته په واضح ډول وړاندې شي او هڅه کوې چې د دې نثر په جملو باندې د تخیل سیوری نه وي. خو د «زرلټون» اثر په یو شمېر جملو باندې تخیل خپل سیوري پریباسي. زما په اند دوه علته دی چې لیکوال دې طرز ته تمایل لري. لومړی دا چې نوموړی شاعر دی کوښښ کوي چې لیکنه یې د تخیل رنګ ولري. دویم دا چې نوموړی د هنري نثرونو تکړه لیکوال دی، تر دې دمه یې د نالونو او ادبي ټوټو څو اثار هم چاپ شوي دي نو په همدې اساس دا اغېز د نوموړي په ساه نثر کې هم لیدل کېږي.

د نمونې په توګه : « وزن په ټوله کې شعر ته جادويي ښکلا او زړه راښکون وربښي له عادې او یا که غیر شاعرانه خبرو یې بېلوي او انسان ته خیال پارونکي احساس ور په برخه کوي » (۹۶ مخ).

یا: « په پورتني بیت کې د وزن د راښکونتیا تر څنګ د قافیې او ردیق په زړه پورې پخلاینې د بیت موسیقي او وزني کیفیت ته ښکلا او سلاست ورکړی او د لوستونکي ژبه په پرې ډېره په روانۍ سره اوړي را اوړي» (۹۹ مخ).

۲ ـ د لوستونکي ډېر پام پیغام ته اړوي: کامیابه لیکوال هڅه کوي چې خپل پیغام په ښه توګه لوستونکي ته وړاندې کړي، خو د ځینو لیکوالو څخه کله دا پیغام د تخیل په اساس په انځورونو کې ورکېږي او کله د اطناب د لارې. خو تکړه لیکوال د خپل مطلب د وړاندې کولو له پاره داسې طرز ټاکي تر څو په اسانه لوستونکي د هغه پیغام تر لاسه کړي.

په دې اثر«زرلټون» کې دا برخه ډېره غښتلې ده، چې د متن د لوستلو پر مهال د لوستونکي پام  پیغام ته اوړي.

د بېلګې په توګه لاندې برخې را اخلو:

« تاسي لیکوال یاست، یوه ډله لوستونکي مو لیکنه لولي، تاسي باید د یوه لیکوال په توګه خپلو لوستونکو ته معلومات ورکړئ، خو دا معلومات باید د هغوی علمي سویې، اړتیاوو او توقعاتو ته په پام سره چمتو شي»(۶۸ مخ).

په پورتنۍ نمونه ګې وینو چې لیکوال خپله خبره داسې پیلوي چې لوستونکي پام له اوله را جلب کړي او لوستونکي د لیکنې پیغام ته پاملرنه کوي، چې په لیکنه کې څه شته چې د ده سره تړلي دي.

یا : « وايي چې د لویو انسانانو ارمانونه هم د هغوی په څېر لوی وي او هیلې یې د دوی له مرګ سره نه مري. په دې حساب د ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه د هغو مشاهده او اخیستنه هم تر عادي انسانانو کره او ستره وي . دوی چې په نړۍ کې یواځې د ځان لپاره ژوند نه کوي ، همداسې د بیلګه ییز او لارښود ژوند تر څنګ خپلو خلکو ته هم د هغوی خامۍ او د لوړتیا په ډاګه څرګندوي» ( ۱۰۵ مخ).

په دې نمونه کې هم لیدل کېږي چې لیکوال خبره له داسې یو ځایه پیلوي چې لومړی د هغوی پام جلب کړي او د همدې پیل سره لوستونکي په موضوع کې داخل کېږي او خپل ټول فکر پیغام اخیستو ته اړوي.

۳ ـ د مطلب په رسولو کې له مثالونو کار اخلي:  په ساده نثر کې معلومات په  ښه توګه  وړاندې کېږي، نو په دې هدف چې لوستونکي یا مخاطب ته په ښه توګه معلومات وړاندې شي، ښه لیکوال له مثالونو څخه کار اخلي . په «زرلټون» اثر کې هم لیکوال د خپل پیغام د رسولو لپاره دا ځانګړنه په هغه ځایونو کې ډېره کاروي چې موضوع لا سپړلو ته اړتیا لري یا یو مهم اړخ ولري.

لکه په لاندې مثالونو کې:

«که ووایو چې(لمر را وخوت ) د ورځې یوه عادې شیبه مو انځور کړې او خبره مو له عادي خبري ارزښت پرته بل څه نه لري، خو که ووایو چې (د لمر غوټۍ وغوړېده) دلته نه یوازې چې لومړی مفهوم رسوو، بلکې خیال مو هم پارولی، شور او ښکلا مو رامنځته کړې»( ۹۶مخ).

یا:« که ووایو چې ابشار (ځړوبي) شور کوي، شاید خبره مو بیا هم شاعرانه ښکلا او موزونیت ونه لري، خو که ووایو چې (ځړوبی سندرې وايي) نو دلته بیا هم خیال پاروونکې ښکلا انځوروو»(۹۶مخ).

په پورتني مثالونو کې وینو چې لیکوال یوازې تیوري نه وړاندې کوي، د دې په خاطر چې لوستونکي ښه موضوع درک کړي او د ده مطلب تر لاسه کړي، نو په مهمو ځایونو کې له مثالونو څخه کار اخلي تر څو د دې طرز د لارې مخاطب په اسانه پیغام تر لاسه کړي.

۴- لیکنه له اصلي موضوع پیلوي: د یو شمېر لیکوالو په لیکنو کې دوه ډوله اطناب لیدل کېږي، ځیني وخت چې لیکوال موضوع پیلوي نو د اړتیا پرته موضوع اوږدوي چې دا یې یو ډول اطناب دی. کله کله لیکوال یوه وړه خبره په اوږده جمله یا جملو کې  وړاندې کوي چې دا دویم ډول اطناب دی، خو د «زرلټون» په نثر کې د اطناب پورتني دواړه ډولونه نه لیدل کېږي او کله چې لیکوال د کوم سرلیک لاندې کومه موضوع وړاندې کوي، نو لومړی اضافي خبرې نه لیکي او خپله لیکنه له اصلي موضوع پیلوي.

د نمونې لپاره لاندې بیلګې راوړو:

« شاعر او زمانه : شاعر له خپلې زماني سره نه شلدونکې اړیکه لري، دی باید د خپلې زمانې غوره ستازی وي او راتلونکي نسلونه یانې د ده راتلونکي مخاطبین باید نوموړی له خپلې زمانې سره ولولي. کره کتونکي په دې اند دې چې شاعر باید لږ تر لږه په هره زمانه کې ځانګړي لوستونکي ولري» (۸۱ مخ).

په پورته متن کې لیکوال تر سرلیک لاندې نیغ په نیغه خپله موضوع وړاندې کوي که بل لیکوال وايي کیدای شوای چې لومړی د شاعر په اړه څه لیکلې وای یا نورې اضافي خبري لیکلې واي، خو د دې نثر لیکوال تر سرلیک وروسته خپله اصلي موضوع پیلوي چې ښه لیکوالان  دا ځانګړنه لري.

یا : « ادبیات او ټکنالوژي: ادبیات د انسان فردي او ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده. په ننۍ نړۍ کې به ډېره ګرانه وي چې زموږ د ژوند کومه برخه دې د معاصرې ټکنالوژۍ له اغېز لرې پاتې شي» (۳۵ مخ).

په پورتنۍ نمونو کې هم لیکوال تر سرلیک وروسته خپله اصلي موضوع پیلوي د ادبیاتو او ټکنالوژۍ په اړه بې ضرورته خبرې نه اوږدوي. اوسمهال چې ډیری کسان د کومې موضوع په اړه لیکنه کوي، نو لومړی اضافي خبري یا هغه معلومات وړاندې کوي چې لوستونکی ورته اړتیا نه لري او ورسته د څو پراګرافونو خپله موضوع وړاندې کوي.

۵ ـ  په سوالیه بڼه د موضوع وړاندې کول: ځینې لیکوال د خپل مطلب د رسولو په هدف له یوه ځانګړي طرز څخه کار اخلي، که چېرې په متن کې د موضوع د وړاندې کولو طرزونه بدل شي، نو لوستونکی د ستړیا احساس نه کوي او خپله اړیکه د متن سر ټینګه ساتي یانې لوستونکی پام د موضوع په لور اړوي. په دې اثر«زرلټون» کې هم لیکوال د یوې مهمې موضوع د لا څېړلو په هدف یا یوې مهمې موضوع ته د پاملرنې په موخه موضوع په سوالیه بڼه وړاندې کوي.

د نمونې په توګه لاندې متن:

« د لیکوال هره لیکنه، لنډه وي که اوږده، باید دوو مهمو ټکو ته په کې ډېره پاملرنه شوې وي. لومړی دا چې دا لیکنه پر کومه موضوع کېږي او په هغه موضوع کې د کومې برخې د بشپړولو لپاره ده؟

لیکوال باید په دې اړه د موضوع اړوند لیکل شوې ګڼې لیکنې او په ژبه کې شته مواد وګوري، چې څومره دي، څنګه دي او چا کړي او ایا په دې برخه کې لیکنې او ژباړي ته اړتیا شته که نه، که وي په کومه برخه کې یې ده؟» (۱۹ مخ).

یا: « .. نو وړاندې له وړاندې باید لږ تر لږه خپل علمیت او قلم هم وسنجوي چې ایا د هغوی لیکنې ردولی شي کنه؟

د هغوی نه نوي څه وړاندې کولی شي نه؟ لیکنه به یې له هغوی نه څه مثبت توپیر ولري کنه؟ …» (۲۱ مخ).

په پورتنیو بیلګو کې لوستونکي د یو شمېر پوښتنو سره مخ کېږي او خپله اړ کېږي چې په دې اړه ځینو ته په خپل ذهن کې ځوابونه پیدا کړې یانې نه یوازې په دې طرز کې مطلب په ښه ډول وړاندې کېږي بلکې لوستونکی دې ته هم اړ باسي چې د موضوع په تړاو فکر وکړي او خپل ذهن کې نور څه هم خپله را وټوکي.

۶ ـ  په جملو کې له معنوي تکرار څخه اجتناب: په یو شمېر لیکنو کې معنوي تکرار ډېر لیدل کېږي. زما په اند دا ځانګړنه اکثره مهال لیکنه بې ضرورته اږده وي او کله کله له ستونکي څخه  د څو معنوي لارو له امله اصلي هدف ورکېږي، د دې سربېره د لیکنې اقتصادې اړخ ته هم زیان رسوي.  د «زرلټون » په ټول متن کې دا برخه په ندرت سره موندل کېږي.

دا ځانګړنه په لاندې نمونه کې وینو:

« هغه کسان چې جګړه کوي، یا که ووایو په ټولنه کې د تاوتریخوالي لمن نیسي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد پر مفکوره باور نه لري، نو له شک پرته چې فکر او روان یې نه دی روزل شوی او بشري عاطفه یې کمزورې ده .

لیکوال او شاعراک که له یوې خوا د ټولنې سترګور، ویښ او هڅاند غړي دي، نو له بلې خوا یې احساس، درک او عاطفه هم تر نورو ژوره او تر بل انسان ځکه پراخه ده چې د انسان د درک ژور حس لري» (۴۹ مخ).

په پورتني متن کې  په جملو کې ډېر معنوي تکرار لیدل کېږي یانې د یوې جملې پیغام په بله کې په بله بڼه په کلماتو کې وړاندې شوی دی او اصلي معنا په تکراري توکه په څو برخو کې وړاندې شوې ده.

۷ ـ د مخاطب سر د خپلو خاطرو شریکول: تکړه لیکوال کوښښ کوي چې د خپل پیغام د لېږد لپاره له هغه لارو چارو څخه ګټه واخلي چې په اسانه او منطقي ډول خپل پیغام لوستونکي ته وړاندې کړي.  په دې اثر «زر لټون» کې لیکوال د خپل پیغام د منلو او قوت په هدف خپلې هغه خاطرې هم د لوستونکي سره شریکوي چې د مطلپ په رسولو کې رول لوبوي.

د نمونې په توګه لاندې متن وړاندې کو:

« تر اوسه چې ما په فېسبوک پاڼه او نورو پاڼو کې لنډ کي شعرونه لوستي، اکثره یې نوم نه لري او څوک چې له دې ډول شعر سره نا اشنا وي، نو فکر کوي چې یوه برخه یې تر پاتې ده او ډاډه نه وي چې بشپړ شعر دې له همدې ځایه پیل شوی وی». (۱۵۸ مخ).

په پورتنۍ نمونه کې لیکوال خپله هغه خاطره یا خپله تجربه د لوستونکي سره شریکوي چې لدې وړاندې هغه ته د لنډکي شعر په اړه څه وايي، خو د خپل مطلب یا پیغام د ملاتړ یا قوت په هدف خپلې تجربې یا خاطرې هم د هغه سره شریکوي تر څو د ده مطلب په منطقي توګه تر لاسه کړي.

یا : یو وخت (۱۳۸۲لمریز کال) مې ور سره له وردګو د خپرېدونکې (شپېلۍ) لپاره لنډې خبرې کړې وې، خو د خپرونې د ځولۍ د تنګ والي له امله مې یوازې د شعر یوه بېلګه او د هغه په تړاو تر«غمګین د دردونو ترجمان شاعر» تر نامه لاندې لنډه لیکنه چمتو او خپره کړه.

هغه مهال د ده شعرونه له دوه سوو اوښتې وو، چې اکثریت داستاني او مناسبي منظوم نظمونه او ځینې خوندورې ترانې وې»(۱۲۴ مخ).

په دویمه نمونه کې لیکوال د محمد اصف غمګین ولسي شاعر په اړه خپله خاطره هم د خپلې موضوع د روښانتیا په هدف وړاندې کوي چې دا خاطر د متن د مخکنۍ او وروستنۍ خبرې لا قوي کوي.

۸ ـ  په اصلي شکل د نوې ټکنالوژۍ د کلمو کارول: د ساینس او ټکنالوژي د پرمختګ سره زموږ په ژبه کې هم ډېرې نوې او بهرنۍ کلمې داخلې شوې دي. د دغه بهرنیو کلمو له پاره یو شمېر تکړه لیکوالو او ادبپوهانو په تېرو کالونو کې د لویو غونډو پر مهال نورې کلمې ورته وټاکلې. ځینې لیکوال په خپلسري توګه دا کلمې جوړوي یا نومونه ورته ټاکي، خو د «زرلټون» په اثر کې چې کومې لیکنې د اوسنۍ ټکنالوژۍ په اړه شوې دي نومونه یا کلمې  یې لیکوال په خپل اصلي شکل کاروي.

دا ځانګړنه او لاندې بېلګه:

«مهمه خبره دا ده چې وړ او هڅاند ادیبان له فرصت څخه ګټه اخلي، د لویو شاعرانو او کره کتوونکو فېسبوک او لایک پاڼې ګوري، د هغوی له نوو لیکنو او تجربو ګټه اخلي او هم هڅه کوي چې د خپل اثر په اړه له ځان نه د پورته او پوهو کسانو نظر تر لاسه کړي، چې دغه کار فیسبوک پرته د برښنالیک یا بلې وسیلې له لارې ممکن نه و.»

په پورتنۍ نمونه کې لیدل کېږي چې فیسبوک او لایک پاڼې کلمې په خپل اصلي شکل کاروي  او اوسمهال نالوستي کسان هم دا کلمې کاروي او په معنا یې هم پوهېږي.

۹- د همانېزو کلمو ډېر کارول: یو شمېر لیکوال کوښښ کوي چې نوې کلمې وکاروي، نو د دې هدف لپاره د نوې کلمې تر څنګ پخواني یا یوه بله همانیزه کلمې کاروي، تر څو د نوې کلمې د معنا په اخیستو کې لوستونکي ستونزه ونه لري. د« زر لټون»  لیکوال داسې کومه موخه هم نه لري، بلکې هغه همانیزې کلمې کاروي چې له ټولو سره لوستونکی بلد تیا ولري یا په لیکنو کې ډېرې کارول شوې وي.

د نمونې په توګه لاندې برخې را اخلو:

« … او د وړاندې نه د خپلې پخې کړې او یا صیقل شوې، سوژې مفکورې او نظر د بیان لپاره د تورو په ټولولو پسې هڅه او هاند وکړي »(۶ مخ).

په دې نمونه کې لیکوال د « پخې کړې یا صیقل شوې، سوژې، مفکورې، نظر، هڅه او هاند » هغه څه دي چې تر ډېره یې معنا له یو بل سره نژدې ده یا همانیزې کلمې دي.

یا : « … خپله پوهه او ګټور فکرونه او نظریات مو نورو ته په لیکنۍ بڼه لېږدولی وي؛ نو اړینه ده چې خپلې لیکوالۍ او لیکنې ته زیات پام وکړو» ( ۱۰ مخ).

په دې بېلګه کې د « پوهه، ګټور فکرونه، نظریات ، لیکوالۍ او لیکنې » هغه کلمې دي چې پ متن کې تر ډېره یوه معنا لېږدولی شي یا د دې کلمو معناوې سره ډېرې نژدې دي.

۱۰ ـ د استاد غضنفر د لیکنو اغېز: هغه مهال چې ښاغلی رحماني د پوهنتون محصل و، نو نوموړي د استاد غضنفر سره پېژندل، په ادبي برخو کې به یې له استاد سره خپلې مشورې شریکې کولې او استاد غضنفر هم تر دې دمه  نوموړی هڅوي او د ادب په ډګر کې  ورته لارښونې کوي. دوه کاله وړاندې زه او رحماني د کابل پوهنتون په ماستري پروګرام کې ټولګیوال و او کله چې به زه کومه ورځ ازادۍ راډیو ته لاړم نو استاد به د رحماني ستاینه کوله او همیشه به یې ویل تکړه ځوان دی ښې تیوري لیکنې کوي.

رحماني هم تر دې دمه د استاد غضنفر هره لیکنه  څو ځلې لولې او دا اغېز د نوموي په دې اثر«زر لټون» کې هم لیدل کېږي. د نمونې له پاره  د «زر لټون» هغه سرلیکونه را اخلو چې استاد غضنفر د نثر لیکلو په هنر کې همدا تیوري وړاندې شوې ده.

دا هم د رحماني د اثر څو سرلیکونه: « د لیکنې پیل او درې پوښتنې، لیکوالي، خنډونه او تجربې، استادانه لیکنه، لیکوالي ځانګړی حالت غواړي، سپین سترګی لیکوال، لیکوال څنګه شهرت تر لاسه کوي»

اوس به د استاد غضنفر د لیکنې څو سرلیکونه وړاندې کړو چې اغېز یې د رحماني په لیکنو کې لیدل کېږي: «  درې پوښتنې، مخاطب، لیکوال او شیطان، استادانه نثر، لیکوالي ځیل غواړي، د هره ورځ د لیکلو اهمیت»

یانې رحماني د استاد غضنفر له لیکنو الهام اخیستې داسې نه دې کړي چې د استا د له خوا وړاندې شوې تیوري کټ مت په خپله لیکنه کې وړاندې کړې وي، بلکې ده نورو برخو ته هم پام کړي یا د استاد تیوري ده ته نور څه ښودلي دي او خپله لیکنه یې له نورو زاویو هم پخه کړې ده، چې زما په اند دا د لیکوال یوه بله مهه ځانګړنه ده چې په یو انځور کې نور ډېر څخه هم لیدلای شي.

په ځینو ځایونو کې د «زرلټون» د اثر لیکوال هغه څه لیکي چې د خپل مخاطب یا لوستونکي سره د مطلب په رسولو کې هیڅ نقش نه لوبولی. د نمونې په توګه لاندې متن راوړو:

« افغان لیکوال استاد سعد الدین شپون په یوه تازه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ په اړه ویلي چې دی خپلې اکثره لیکنې د شپې له خوا کوي، تر برېښنا ورته ستوري او ډ ېوې ډېرې غوره دي چې په رڼا کې یې لیکنه وکړي» (۱۶ مخ).

په پورته متن کې د «افغان لیکوال» راوړل یوه اضافې خبره ده ځکه لیکوال د بهرني هېواد نه دی یا لیکوال د  بهرنیو ټولنو له پاره لیکنه نه کوي چې د استاد شپون سره د «افغان لیکوال» کلمه راوړل شي، ځکه زموږ په ټولنه کې خلک هغه پېژنې چې افغانی لیکوال دی، مګر که د رحماني پر ځای د بل هېواد لیکوال دا متن لیکلای وايی، نو بیا  د «افغان لیکوال»  راوړل په متن کې سم و.  زما په اند دا کار لیکوال د ژورنالستیکي  لیکنو د اغېز په خاطر کړی دی.

61 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *