Categories

اعلان

Loading…

طالبان وايي، تر ۱۰۰ ډېر اسیران یې خوشي کړي دي

تاند- افغان طالبان وايي، د لوی اختر په مناسبت یې ۱۰۶ تنه بندیان له خپلو بندیخانو څخه خوشي کړي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپره کړې، ویلي چې دا کسان د طالبانو د تحریک د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د عفوې د فرمان پر اساس خوشي شوي دي.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي افغان اسلامي اژانس ته وویل:«دا بندیان، چې د اسلامي امارت په بېلابېلو بندیخانو کې ول، خوشي او خپلو کورنیو ته د دې ضمانت په وړاندې وسپارل شول چې له طالبانو سره به مخالفت نه کوي. »

د احمدي په وینا د دغه فرمان پر اساس د حکومت ګڼ شمېر مامورین یا کارکوونکي خوشي شوي دي.

15 total views, 1 views today

1 comment

  1. داكتر سيداحمد نوري Reply

    دستا وي ور خبره ده مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *