Categories

اعلان

Loading…

تخنیکي او مسلکي زده کړې: ارزښت او ستونزې/ امین الله عادل

مسلکي او تخنیکي زده کړې هغه زده کړې دي، چې نېغ په نېغه د کاروبار له نړۍ سره تړاو لري. پوهان وايي که ښونه او روزنه   پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا، د ژوند ښه کېدل، او کاري فرصتونه را منځ ته کوي. نو تخنیکي زده کړې یې اساسي کلۍ کڼل کېږي.

د نړۍ کوم هېواد ژر او چټک پرمختګ کړی هغومره پکې تخنکي او مسلکي زده کړو اساسي رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې سنګاپور، مالیزیا او  سهیلي کوریا ډېر چټک پرمختګ وکړ. هلته تخنیکي زده کړې هم ډېرې باکیفیته او پیاوړې دي.  دغه هېوادونه  د تخنیکي او مسلکي زده کړو  ارزښت ته په کتو سره دې ډول زده کړو ته ډېره پاملرنه کوي.

افغانستان تر اوسه په هره برخه کې لا ډېر څه نه دي کړي او د کار مارکیټ پکې غښتلی نه دی. نو تخنیکی او مسلکي زده کړو  ته ډېره جدي اړتیا لري. همدا اوس د افغانستان په مارکېټ کې تخنیکي او مسلکي کارګر د ګوتو په شمېر دي او ټول پیچیده تخنيکي کارونه بهرنیان سر ته رسوي، چې له یوې خوا لوړ معاش اخلي او له بلې خوا یې د افغان کارګر ځای نیولی او یوه افغانه کورنۍ له ښه ژوند څخه محرومه شوې ده.

په افغانستان کې ځینې سترې پروژې لکه د ټاپی پروژه، د کاسا زر پروژه، د پټلۍ جوړولو پروژې، د ترکمنستان د ګازو، (TAPI) او د برېښنا د بندونو د لسګونو پروژو خبره کېږي په دې ټولو پروژو کې لسګونه زره ماهرو کارګرو ته اړتیا ده. ددوی لپاره باید د افغانستان حکومت افغانانو ته داسې روزنه ورکړي، چې په دغو پروژو کې د کار کولو جوګه شي.

که په ریښتیا هم د افغانستان حکومت په سم ډول د تخنیکی او مسلکي زده کړو پراختیا ته پاملرنه وکړي خورا ډېرې ګټې به ترلاسه کړي د بېلګې په توګه: الف) په خپلو سترو پروژو کې ارزانه کارګر په لاس ورشي، ب) په هېواد کې به د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي او د خپلو هېوادوالو لپاره به کاري فرصتونه رامنځ ته شي، ج) د خپلو خلکو په ژوند او دسترخوان کې به مثبت بدلون راولي، د) په بهرنیو کارګرو به اتکا له منځه لاړه شي.

اوس مهال په افغانستان کې دری ډوله تخنیکي او مسلکي زده کړې خلکو ته عرضه کېږي: رسمې تخنیکي زده کړې د پوهنې وزارت یې د خپلو کابو ۲۹۰ لیسو او انستیتیونو له لارې وړاندې کوي، نیمه رسمي زده کړې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې د خپلو کابو ۴۵ روزنیزو مرکزونو له لارې د لنډ مهاله کورسونو له لارې وړاندې کوي او غیر رسمي زده کړې هغه دي چې زموږ ځوانان یې د کار په ځای کې زده کوي لکه څوک له ترکاڼ سره کار کوي، څوک له مستري سره کار کوي، څوک له خیاط سره کار کوي…. خو ددې دری واړو ترمنځ همغږي نشته او ډېرې ستونزې لري.

په ټوله نړۍ کې د تخنیکي زده کړو ارزښت خورا ډېر دی او ټول هېوادونه دې برخې ته ډېره پاملرنه کوي، په نړیواله، سیمه ییزه او د هېواد په ملي کچه پروګرامونه جوړېږی، دوامدارې څېړنې ترسره کېږي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ستونزې په ګوته او د حل لپاره یې ګامونه پورته کړل شي.  اوس مهال نه یوازې زموږ په هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې تخنیکي او مسلکي زده کړې له یو لړ ستونزو سره مخ دي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسؤولین او حکومتونه باید هغو ته جدي پاملرنه وکړي، یو لړ ستونزو ته په لاندې ډول اشاره کوو:

  1. کمزوری کیفیت: تخنیکي او مسلکي زده کړې باید نظري او عملي دواړې برخې ولري، مګر د نصاب، درسي موادو، وسایلو د نشتوالی او لایقو استادانو د لږوالي له کبله د تخنیکي او مسلکي زده کړو کیفیت ټیټ کړی دی.
  2. لاس رسی:تخنیکي او مسلکي زده کړې هر چېرې او د هر چا لپاره دومره عامې او د لاس رسيۍ وړ نه دي لکه عمومي زده کړې، یوازې په ښارونو، د ولایتونو او ځینو ولسواليو په مراکزو کې وړاندې کېږي، حال دا چې لازمه ده د هرې سیمې د کاري اړتیاوو سره سم دا ډول زده کړې وړاندې کړی شي.
  3. د کار له مارکېټ سره تړاو:تخنیکي او مسلکي زده کړې د کار د بازار له اړتیاوو سره سمې نه دي عیار شوي، سروې ګانو ښوولې، چې ډیر ځوانان یا خو هغه کافي اندازه مهارتونه نه لري، چې په بازار کې ورته اړتیا ده او یا هم د کار په بازار کې اړتیا د یو شي ده او روزنیز مراکز په نورو برخو کې روزنې وړاندې کوي، د بېلګي په توګه، په یو کلي کې یوازې یوه او دوو تنو خیاطانو ته اړتیا وي، خو په اړونده کلي کې لس او شل تنه روزل کېږي. زموږ په هېواد کې دا ستونزه ډېره جدی ده.
  4. د تخنيکي او مسلکي زده کړو د وړاندې کوونکو ظرفیتونه: د تخنیکي او مسلکي زده کړې د پلانولو، پلي کولو او عرضه کولو په برخه کې پوره مهارت او ظرفیت ته اړتیا ده، ترڅو زده کوونکو ته په اړونده برخه کې پوره او بشپړ مهارت ور زده کړي. دا ډېره لازمه ده چې په دې برخه کې تخنیکي زده کړو د مسؤولینو ظرفیتونه لوړ شي، هغوی باید پوهه وي چې د زده کړو کیفیت څنګه لوړ کړي، څنګه یې له بازار سره وتړي، د ګمارونکو سره څنګه ښه همغږي ولري او  داسې نور…
  5. تحقیق او نوښت:د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې څېړنې او تحقیقات نه ترسره کېږي ترڅو معلومه کړه چې په دې برخه کې کوم نوښتونه باید را منځ ته شي، اړتیاوې او د هغو حلونه څه دي. دوامدارې څېړنې باید ترسره شي ترڅو ددې سکتور د پیاوړتیا لپاره لازم پروګرامونه جوړ شي. 
  6. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ته په ټیټ نظر کتل: هېڅوک تخنيکي او مسلکي زده کړو ته ارزښت نه ورکوي، هغه خلک چې د کانکور له لارې تخنیکي مراکزو ته معرفي کېږي ۷۰٪ زده کوونکي یې بېرته پرېږدي. ځکه خو لازمه ده چې ددې ډول زده کړو په اړه کمپاین وشي، ارزښت یې خلکو ته روښانه شي او هم له فارغینو سره مرسته وشي چې په بازار کې ځان ته کار پیدا کړي.
  7. د تخنیکي او مسلکي زده کړو په سکتور کې د پانګونې ډېروالی: تخنیکي زده کړې د عمومي زده کړو په پرتله ډېر لګښت ته ضرورت لري. له بازار سره ډېر تړاو لري او هم ژر ژر تغیرات پکې راځي نو لازمه ده چې د بازار له اړتیاوو سره سم په تخنیکي زده کړو پانګونه وشي.
  8. د حکومتي او خصوصي سکتور ترمنځ مشارکت: د تخنیکي زده کړو لپاره ډېره مهمه ده چې له خصوصي سکتور سره ډېر تفاهم وجود ولري، د هرې کارخانې او تولیدي مرکز له اړتیا سره شاګردان وروزل شي فی الحال په بازار کې اړتیا یو څېز ته ده ملګر تخنیکي مراکز په بله برخه او یا بل ډول زده کوونکو ته روزنه ورکوي.
  9. د تخنیکي زده کړو اعتبار او اسناد: هغه زده کړې چې په رسمي ډول وړاندې کېږي هغه دومره د اسناد ستونزه نه لري مګر غیر رسمي او نیمه رسمي زده کړې بیا د اعتبار او اسنادو په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ دي. اوس مهال موږ لس ګونه زره داسې تکړه ماهر کارګر لرو، چې د ۱۲، ټولګي، د ۱۴ ټولګي، د لسانس معادل پوهه لري مګر سند نشته چې د هېواد په داخل او یا بهر یې چا ته وړاندې کړي او خپل مسلک ورته ثابت کړي. په دې اړه  یوه بله لیکنه لوستلی شی: http://www.taand.com/archives/74167

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *