Categories

اعلان

Loading…

د ژبې دوې متضادې غوښتنې/ پوهاند دوکتور م.ا. زيار

  اکسفورډ،۱۰سېپتېمبر۲۰۱۶

د ژبې دوې متضادې غوښتنې يا د ژبې دوې متقابلې ځانگړتياوې:

سپما– ارتيا

استاد غضنفر(تاند: ۲۱ اگست ۱۶) د  خورا په زړه پورې ادبي ليکنو څېړنو او کره کتنو ترڅنگ  د پښتو پښويې (گرامر)  په تړاو  کله ناکله يوه نيمه داسې پېچلې ربړه يا مسأله رامخته کوي چې له لويه سره په هره ژبه او له دې پلوه د ټوليزې ژبنۍ ربړې په توگه د ژبپوهنې په يوه نومېرلې تيوريکه ځانگړتيا او قانون اړه پيداکوي. په دې مانا چې ژبه انساني ټولنې د يوه ټوليز مخاوي (تقابل contrast) پر بنسټ رامنځته کړې او خپل پرمختيايي بهير يې دا څه نا څه نيم ميليون کاله (!) همداسې  پرمخ وړی دی. په دې ترڅ کې يې  د دوه غورو برخو يا اړخونو تر منځ  ٌ مخاوی ٌ د ټوليز پرمختيايي قانون يوه اړونده پېښه، پديده يا ښکارنده ده چې نن سبا يې د ژبې دٌ  پښويې ٌ او ٌ وييپانگې ٌ  ترمنځ هغې  پر يوه سراسري ربړه او ښتې  او په دې لړ کې يې د پسرغښتې ٌزېږنده- لېږنده (زايشی- گشتاری)  ژبپوهنې مخکښان ځانته راڅکولي دي.

حال داچې استاد غضنفر د دغو دوو سترو ژبنيو ٌ پښوييزو- وييپانگيزوٌ  برخوپرځای له څو مره ييز او څر نگيز پلوه د يو گوتشمېر پښوييزو توکو او هغه هم  د پښتو هغو تر منځ  مخا وي ٌ لنډون او غځون ٌ ته راځانگړې کړې، اودکړنيزې  (تطبيقي) پښويې د چوکاټ دننه يې تر څېړنې لاندې نيولې. داچې  دغه چاره د ده پر ځانگړې کتنه اوازماينه (مشا هده او تجربه) يا ټولپوهه ( افا قي پوهه general knowledge)  ټيکاو لري ، نو د يوې  ٌمنطقي قضيې ٌ په تو گه  يې  ٌ کبری- صغری ٌ  ورشاربلې  او د خپلې خوښې  خورمنځ  کوچ ٌ نتيجه ٌ  يې ځنې را يستلې ده.

هرگوره، په پاسني سرليک کې مو د ٌ متضاد ٌ بديل  ٌ متقابل ٌ په دې لاندې تخنيکي دليل ور اړولی دی:

د ژبپوهنې له ترمينالوجۍ سره سم د لاتين ٌ کونترست ٌ ، پښتو انډول (مخاوی)  او عربي هغه (تقابل) راځي، نه ( تضاد) يا (تنا قض). چې د منطق او فلسفې د ترمونو په توگه سره  هم نه پو خلاکېدونکي دي، او ( تقابلونه) د (تېز او انتي تېز= سېنتېز) غوندې درېيم پوخلاکېدونکی اکر راخپلولای شي. په ژبه کې ان بډ مانيزونه (مختلف المعاني لغات)  هم پرتليز (نسبي) ارز ول کېږي. غځون او لنډون سره  له آره د ژبې د پرمختيايي بهير يو له بله نه بېلېدونکي پېښې يا پديدې دي، او په گډه د مخاوي (تقابل) او (کونترست)  يوه يوازېنۍ ټولۍ (مقوله) رغوي. نو د دې لپاره که  د  ٌ د ژبې دوې متقابلې غوښتنېٌ  يا ٌ د ژبې دوې ځانگړتياوې ٌ ، ٌ د ژبې دوې متقابلې غوښتنې ٌ  د استاد غضنفر ٌ د ژبې دوې متضادې غوښتنې ٌ  ځايناستی شي، نو سر ليک  اوليکنه، يا يې په خپله ژبه، (عنوان او معنون) به سره همغږي شي، ٌغوښتنه د ٌځانگړتيا ٌ  د يو مجازي يا بديعي   بديل په توگه  بيا کومه تخنيکي ټکر نه رامخته کوي!

د ژبې  له دوه ٌ متقابلو اړخونوٌ  څخه وار له مخه  ٌ لنډون ٌ ، هغه هم، له غږپوهيز او پښوييز له پلوه تر څېړنې لاندې نيسي  اولامل يې هم داسې راڅرگندوي:

ٌ… په ژبه کې دا تحول په دې وجه را غلی دی چې خلک لنډون اواختصار ته مايل دي. لکه د سين اوبه چې د وخت په تېرېدو سره ځيږې تيږې سولوي ، وړوي، صافوي او ښويوي.  دغسې کلمات او عبارتونه هم ممکن د خلکو په ژبه کې ورو ورو لنډ او پاسته شي… ٌ

د زباد لپاره  د رحمان بابا  له شعر څخه  څو پښوييز يوونونه (گرامري واحدونه) راخلي او له اوسنيو انډولو سره يې پرتله کوي چې په دوه دوه نيم سوه کلن  مهالپېر کې يې څومره او څنگه لنډون موندلی دی، لکه:

هغه هسې      هغسې

هغه هومره        هغومره ( يا هومره- زيار)

داهسې        داسې

هماغه        هم هغه (همهغه، همهاغه- زيار)

هرگوره، په دغو څلورو جوړو کې يې روستۍ دوې  له موخې سره دومره اړخ نه لگوي، ځکه،  نن سبا هم په گړنۍ اوليکنۍ پښتو کې دواړه ځېلونه د هممانيزونو په توگه (له دغو نورو گړ دودي- ليکدودي ځېلونو سره ) خواپر خوا کارول کېږي. هسې خو که نور زاړه پېيلي اونا پېيلي متنونه پسې وپلټي، ښايسته ډېرې بېلگې به پر لاس ورشي، ان د اميرشېرعليخان د پوځي نومونو په لړ کې، لکه واخلې ٌچپرځایٌ چې له آره ٌ پښه پرځای ٌ وو.

دويمه  ٌغوښتنه ٌ، په نورو ټکو، د پښوييزو توکو يا غونډونو (عبارتونو) ٌ  اوږدونهٌ ،بيا د لومړۍ هغې يوه  بېدودي (استثنأ) هومره ناڅيزه  راښيي: ٌ البته، په ژبه کې يو متضاد تمايل هم شته. د وضوح يا تاکيد په خاطر کله کله لنډعبارتونه اوږده شي… ٌ  .

  په دغه تړاو بايد داهېره نه کړو چې نن سباپه هره ژبه کې د پوهې ، فرهنگ، په تېره ساينس او تېکنا لوژۍ له برېښناوزمې پرمختيا او پرمختگ سره د وييپانگيزې پراختيا تر څنگ غو نډونه اوغونډلې پرله پسې اوږدېږي، هغه هم د کړولونو او بشپړنونو (قيدونواو متممونو) له يوڅه زيات کارونگ سره . که نه، دېته اړوځي، د هر کړول  او بشپړن  پرځای يوه  څېرمه  يا منځپېښې (معترضه) غونډله سرباري کاندې، مانا يې داچې دغلته ژبنۍ سپما او پراختيا هممهاله سمبالېږي.

د ٌ اوږدونې ٌ  د بېلگو لپاره تر ټولو مخکې  بياهم رحمان باب راننگوي:

چې يې وليده (د) ستا د جمال عکس په خپل ځان کې

هم په دا د آيېنې په څېر حيران دی زما روح

بيايې تر څنگه ٌ څو ٌ  بېلگه راوړې چې اوسني انډول يې  ٌ څومره ٌ دی او دليل يې همدا چې له خپل جوړه اړيکوييکي ٌ هومره ٌ  يا ٌ دومره ٌ سره ښه ترا اړخ لگوي:

ٌڅو ٌ يې وړی فراغت له درست جهانه

هغه هومره يې يوازې له ما يووړ

] ٌهغه هومره ٌ يې وار له مخه د (هغومره) زړه (اوږده) بڼه راښوولې! [

همداسې يې په يوه بل شعر کې ٌ هرچه ٌ اړيکوييکی د ٌ هر څوک چېٌ  يا  ٌهر څه چېٌ   لنډون او بيا په  ترڅ کې لنډ لنډ  عربي ٌتنوينيٌ  کړولونه (قيدونه) او بشپړنونه (متممونه) د پښتو تر اوږدو  هغو غوره بللي چې موږ  يې  هرگوره، په ٌ←سبک او سبکپوهنه ٌ  کې يو غبرگون هومره وړاندې کړی دی!

استاد الفت  بياچې ډېری ادبي او ژبنۍ ليکنې څېړنې د يوې منطقي قضيې او يايو نيم دوديز شعري انځور (لفظي صنعت، شبه اشتقاق…)او هممهاله له يوڅه طنزيه مالگې سره راپيلوي، د  غونډلو په تړاو وايي:  څنگه چې جامې لنډې شوې، او اوږدې نورې  له دودوموده وتلې دي، همداسې ٌجملې ٌ هم درواخله؛  بې له دې چې ډېرېدااو بېلابېلو ډولونو ته  يې هم گوته ونيسي او د اوسني  استاد  تخنيکي توپير ورسره دا دی چې د بېځايه او پرځای اوږدونه يې سره تو پيروي.

. د دې لپاره چې استاد او  نورو مينه والو ته  مو د ژبني مخاوي  ټولۍ ښه ترا روښانه کړې اوسي، هغه هم له لويه سره، د ٌ  پښوييز- رغاونيز (دستوري- ساختا ري) لنډون ٌ  او ٌ  وييپا نگيز (واژگاني)  غځون ٌ  پر بنسټ پر بېلابېلو څېرمه برخو ويشو :

۱- ژبه د يوې ټولنيزې او ډېرکارې اړيکيزې وسيلې په توگه  په خپل پرمختيايي بهير کې لنډون و سپما او ارتيااو پراختيا، يا  په غوره توگه، ارتيااو پرا ختيا او لنډون و سپما هممهاله رانغښتي او رانغاړي، خو دغه غبرگې ښکارندې (پديدې) سره اړپېچ (تضاد) نه، بلکې  انډوليز چار و نقش پرځای کوي. په دې مانا چې ژبه پرلپسې، په  تېره تېره ليکنۍ دا، له هرمهال و چاپېر يال سره د نويو نويو جاجونو  (مفاهيمو) د راخپلونې په موخه وييپانگې ته پراختياورکوي او د دومره  درانه بوج د يوه لږ څه د سپکولو په پار تر هرڅه وړا ندې په غږ يز او بيا پښوييز ډگر کې له لنډون او سپما کاراخلي. د سپما  يو بل ډول د  هغو لږکيو وييو نو غورځونه ده چې له يوه چاپېرياله بل ته، لکه له کوروکلي نيولې تر ښاره او له وړکتونه تر پوهنتو نه، له لېږدا سره له دوده لوېږي. که څه هم دا لنډون د پرلپسې علمي، فر هنگي او تخنيکي جاجونو د رابهاندڅپان (داوبو توپان) په سمندر کې يو څاڅکی هومره بلل کېږي، خو ښا يي، بهير يې  نور هم پسې  پرا ختيا او چټکتيا ومومي. نو د دې لپاره چې ورسره سمه غځېدونکې پانگه او اړوند ليکدود بياهم يوڅه سپک او سهنوړ (قابل هضم)  او هممهاله سپمول شوې وي، د  پر پرلغښتې وييرغاونه (نيولوجېزم) سربېره، د لنډيزونو او ېپيلامونو (سېمبولو نو، آيکونونو)، شمېرو او فارمولونو پرلپسې څومره ييز او څرنگيز پراخوالی هم له پامه نه غورځول کېږي.

نو که خبره پر څو څو واره سېمبولايز شويو سېمبولونو شي، اوسنۍ الکترونيکي- خبرتيايي تخنيکپوهه (انفارماتيکي تېکنالوجي) بيا له داسې ضريب خوړلو multiple ووړکړ شويو ايکنونو او سېمبولونو سره چلېږي، چې د چاخبره سمندر په کوزه کې ځايوي.

په هره توگه د دغو سېمبولونو ټولگه چې د دود له مخې فني يا تخنيکي  ژبه بولو، له آرو بنسټه زموږ له ټوليزې((انساني)) ژبې څخه سرچينه اخلي او سيده او ناسيده ورسره اړاو تړاو لري.

۲-  وييونه او وييرغاونه د ژبنۍ سپما تر ټولو غوره لياره

هسې خو د  ټوليزې ناهممهالې (دايکرونيکي) ژبپوهنې او پښويې پر بنسټ ژبه د اړوندو ويو نکيو له خوا د پنځون او بيا د بشپړتيايي بهير په هماغو لومړيو کې د د غځېدا او سپما دو اړې ښکارندې هممهاله او اوږه پراوږه  سمبال شوې دي:

 يوخوا جلا جلارامنځته کړي وييونه يانومونه  سره پرله پېيي، او څه ناڅه يې پر کړونو بد لوي، بيايې اوړوني (تصريفي) بڼې راخپلوي، ورپسې د لنډون او سپما لپاره نومځري او شمېرې راپنځوي او په يوه بل پرمختيايي پړاو کې   غونډلې او غونډونه رامنځته کېږي او ددغو څه ناڅه اوږدو توکو د دمهارونې او سپما په موخه وييرغاونې ته  اړتيا پېښېږي.

وييونه له آره د ژبنۍ سپما يوه ښکارنده ده. داسمه ده چې انسانانو د ژبې پنځون له يووستوو وييونو څخه رانښلولی، خو په راروسته بشپړتيايي پړاوونو کې پر يوه پر لغښتي ← غږيزسېستم راوښتې ده. هله بيا دې ته اړوتي چې د سپمايي آر له مخې وييرغاونې ته له سره هم  مخه وکړي:

يو لړ غونډلې پر غونډونو واړوي، غونډونه پر تړنگونونو، او بېلنگونو. خو له وخت تېرېدنې سره يو گڼ شمېر تړنگونه په سرچپه ډول، پر بېلنگونو او دا يې بيا پرساده وزمه وييونو هم راړولي او رارو سته يې  په دويم يا درېيم پرمختيايي  پړاو کې بيا له سره پرلپسې تړنگونه او بېلنگونه ځنې رغولي دي.  هرگوره، پر بېلنگونو باندې د  تړنگونو د اوښتنې نومېرلی (مشخص) لامل دادی چې د اړوند تړ نگ لومړی يا دويم غړی ويی بياهم د سپما په موخه د پر مختاړي ياروستاړي هومره کوشنی شوی دی.

(سپور) د تاريخي غږپوهې او آرپوهې (اېتېمولوجۍ)  پر بنسټ ړومبی (اسپ راوړی) يا(اسپ وړی) وو، بيا (اسپ وری) شوی او په نوي آرياني پېر (له اتمې پېزۍ راهيسې) (ور-wor) کړ پر روستاړي (-ور) اوښتی، (اسپور) ځنې رغېدلی او په پای کې يې (الف) هم له لاسه ورکړی او (سپور) شوی دی. هرگوره، د (ور-) له روستاړي سره نور بېلنگونه (مشتقات)، لکه: بختور، زړور، زورور، نسور… هم رامنځته شوي دي. پارسي يې (-آور- ور) دواړې بڼې ساتلې او د سپور انډ ول يې له (آسه ور) څخه پر (سوار) را اړولی، په دلاور، زورآور، درد آور، يا آوردن کړ کې؛ په نوي ژبني پړاو کې بيا زوړ پارسي  روستاړی  (-ور) هم لږو ډېر (-بر) شوی دی، لکه په دلبر، پيامبر، نامه بر… کې. د دې مانا دا ده، لکه چې وويل شو، په پښتو کې  د (-ور) غوندې زياتره  نوراوسني تاړي (وندونه، افېکسونه)، په تېره روستاړي د پخوانيو خپلواکو وييو نچوړلې (نوموالې او کړوالې) بڼې دي. نورې بېلگې يې، لکه: په لوېديځ، ختيځ، مينځ، وريځ، دريځ، گهيځ، سندرغاړي، بسپنغاړی (گدا)، ژباړه، ژبړۍ، کوزړۍ…کې او پاتې نور يې له آره وييکي (ادات)، لکه: مختاړي (بې، نه، نا)، منځتاړي (را-در-ور، و، ا، تر، پر) او روستا ړي، لکه په کورنی،کورنۍ، بنديز، لنډ يز، وړين، خوړين… کې (← وييپوهنه ۲۱-۲۲).

۳-  له وړکينې څخه د وييپراختيا پيلامه

د نومهالې  پسرغښتې ژبپوهنې د ليدتوگې له مخې يو نارمل کوشنی د څلورکلنۍ او شپږکلنۍ تر منځ  څه ناڅه مورنۍ يا لومړنۍ ژبه  پوره زده کړې ده.  پر غږيز غونډال يا نظام (سېستم) يې لا سبری موندلی او پښو ييز کالبونه په اسانه کاروي.  په بله وينا، ماشوم د خپلې ژبې پر منځ زړي (مرکزي هسته) لا سبری دی. بياهم هرگو ره، هېڅکله څوک ويلای نه شي چې  ژبزدکړه يې پښه پرځای پاتې کېږي، خو څه چې جو ته ده، هغه داده چې هر څومره د کوشني منگ زياتېږي، د مورنۍ ژبې د زدکړې کچه يې کمښت مو مي.

څنگه چې موږ د خپلې ژبې پښوييز او غږيز نظام  په وړکينه کې يادوو، را روسته په دغو دوو برخو کې د ادلون بدلون  زدکړه ډېره ورو کېږي. خو د کومې ژبنۍ برخې زدکړه چې ښايي، تر مرگه پای و نه مو مي، هغه د وييپانگې يادونه ده. ځکه موږ هره ورځ له نويو څيزونو او جاجونو(مفاهيمو) سره مخا مخېږو او اړوځو، پر وړاندې يې نوي وييونه يادکړو. پر دې سربېره هره ورځ په ټولنه کې داسې نوې  ښکارندې (پديدې) رامنځته کېږي چې زموږ پر ورځني ژوند اغېز پرېباسي او موږ يې بايد د خپل اندو ژوند د چلونې لپاره نومونه زده کړو او په اړه يې سره وغږېږو.

له دې لامله زازو موږ هم  پر خپل وار پښتانه  ليکوال، پوهيال او فرهنگيال د ژبپوهانو دې گواښنې( warning) ته راڅکوو (متوجه کوو):  پر جهاني کچ  گردې (ليکنۍ)  ژبې د نويو نويو علمي-تخنيکي جاجو نو (مفاهيمو) له نه تمېدونکي څپان  سره مخامخ دي او يوازې همغه پکې د ٌپايښت ٌ شونتيا او چانس درلودای شي چې اړونده وييپانگه  ورسره پرله پسې هميونې کا ندې؛ موږ په همدغه  تړاو او اړتيا،  په پښتو کې د نورومختللو علمي – فرهنگي ژبو پر پليونۍ څلورگونې وييپانگيز انډول اړين بللی دی: ارکاييزونه- دايلکتېزمونه- نيولوجېزمونه او فارنېزمونه (زړه- گړنۍ- نوې او پورپانگه).

 * له پارسۍ سره زموږ مثبته لنگوېستېکي سيالي او برابري تر هرڅه له مخه په همدې علمي- فرهنگي نيولوجېزم کې نغښتې ده، که  څه هم د هغې د مليونونو پر وړاندې زموږ  ۷-۸ زره دا تر همدومره سلنې  نه رسي. يوه بېلگه يې دمايکروسافټ شرکت په سپارښت د کمپيوټر سا ينس (۶۲۶۰۰۰) رغاونې دي چې پر وړاند يې د افغا نستان مخابراتو په  رسمي چوکاټ کې د انصا ري، صميم او زيار دا ټولټال تر درو زرو تېری نه کوي!

نو که د استاد غضنفر، استاد هوتک او داسې نورو اماتورو ژب- څېړونکو خبره ومنو، په لوی لاس به مو خپله مورنۍ او هېوادنۍ ژبه د نېستۍ گړنگ ته ورسيخ کړې وي او د راتلونکيو پښتونو (نسلونو) پر وړاندې به هم دوی نه، بلکې  موږ څانگوال د تاريخ نياوتون (دادگاه)  ته وربولي!!؟

132 total views, 2 views today

5 comments

  1. A. A. Baqi Reply

    دتاندمحترم منيجمينت ته
    دزيار د ليکني په باره کښي مي تبصره ليکلي وه ولي اوس گورم چه زما ليکنه ستاسي له سايت څخه ليري سويده . په علت دليري کيدو يي پوه نه سوم هيله لرم چه د نه نشرولو علت ذکر کړۍ. که داسي مفکوره لرۍ چه تاسي تر نورو هوښياران او د سواد خاوندان او موږ ناپوه او د سيواده محروم خلګ يو ممکن د ډيري لوي اشتباه سره به مخامخ ياست. که چيري نه غواړۍ چه ستاسي په سايټ کښي اشتراک وکړو راته وليکۍ.

    1. تاند Reply

      تاند هغه تبصرې چې لیکوال ته پکې سپکاوی شوی وي، نه خپروي.

  2. A. A. Baqi Reply

    تاسي لطفأ هغه ځاي چه زما ليکنه سپکاوۍ بولي را ته وښياست مگر که تاسي غواړي چه خپل نظريات پر نورو تحميل کړۍ دا نو بيله خبره ده. که په تاسي هر يوه کي د منطقي استدلال ظرفيت وي زه حاضر يم چه په هر ډول مناظره کښي در سره کښينم او منطقي اظهار د نظر وکړو. زه په خپله ليکنه کي داسي شي نه وينم چه د سپکاوۍ نوم پر کښيږدو او نه هم په بدو ويلو کمه د مناقشي موضوع و نتيجي ته رسيږي . و تاسي عالمانو ته به زيار ډير لوي علمي شخصيت وي مګر هلته نور ما غوندي بي سواده انسانان په ټولنه کښي سته چه د زيار پر عقايدو او کړنو انتقاد او اعتراض لري او زه فکر نه کوم چه په څه پوه خلګ به د انتقاد څخه بد وړي. بر عکس اصلاحي انتقاد او نقض د اصلاح سبب ګرځي او هر هغه څوک چه د انتقاد څخه بيريږي هغه ته د عالم خطاب کول عظيمه ګناه ده.
    که چيري د تاند اداره زما نقد سپکاوي بولي نو زه متأسف يم چه دداسي سايټ سره اړيکي ساتم ، در غير آن تاسي بايد اجازه ورکړۍ چه ليکونکۍ د خپلي ليکني او نظرياتو دفاع وکړي. لکه ما چه زيار ته ليکلي وه بيا هم تکراروم چه په ننۍ نړي کښي متمدن انسانان کوښښ کوي چه خپل مطلب په ډيرو ساده او بسيطو الفاظو او جملو وليکي څو لوستونکي په ډير سهولت د ايکونکي په مقصد او هدف پوه سي ام له بده بخته دزيار د پښتو ليکنه ددي معيار څخه کاملأ متفاوته او لوستونکي ته برعلاوه له دي څخه چه د پوهيدو مشکلات پيښوي، د پښتو څخه د تنفر احساس هم پکښي پيدا کوي. زيار د عبدالحي حبيبي د شاګردانو له جملي څخه نه سم حسابولاي. تاسي د حبيبي ، رشاد ، بينوا، رښتين ، الفت اونورو پښتنو ليکوالو ليکني وګوري همداسي پښتو هغو ليکل؟
    زيار غواړي دده په نظر ابتکار وکړي او نوي پښتو کلمات له خپله ځانه جوړ کړي مګر له بله طرفه په خپله ليکنه کښي د لينګويستيک د کلمي څخه استفاده کوي چه دادده د سټايل خلاف کار دي. دده ليکني لوستونکي د پښتو ويلو او لوستلو څخه متنفره کړي او دا د پښتو او پښتنو لپاره لوي ظلم دي.

  3. Dr.Atal Reply

    راځی چه د استادانو او نطاقانو پام یو بل مشکل ته راواړوو چه هغه د شمسی او قمری حروفو نه وړاندی ال دی چه د شمسی حروفو نه وړاندی دا ال نه تلفظ کیږی او دقمری حروفو لپاره دا ال تلفظ کیږی ، خو زه هلته متوجه شوم چه د شهید په هفته کی د ولسمشر پیغام لوستل کیده او نور زموږ هغه لیسانسه د ادبیاتو چه په تلویزیونو کی مهم نطاقان بلل کیږی هم اکثرا دا مشکل لری ،
    دا مشکل د کومه ځایه نشأت کړی ؟
    تاسی پوهیږی چه عربی ژبه په دری او فارسی باندی لږ ترلږه ۵۰٪ اثر لری یعنی ددی ژبو ۵۰٪ عربی ده خو پښتو هم تری خلاصه نه ده ،په نورو هیوادونو کی لکه ایران د فارسی ادبیاتو په پوهنځی کی دومره عربی ویل کیږی چه د فارسی ژبی نیاز دی او همدا ده چه ایرانی نطاقان او استاذان دا نقیصه نلری ، نو نقیصه راګرځی د ادبیاتو د پوهنځی نصاب ته ، او هغه دا چه په نصاب کی یی دومره عربی ورزیاته شی کوم چه د دری او پښتو ضرورت دی.

  4. M.A, Zyar Reply

    ښاغلی باقي صاحب

    زما پراند تاسې اوسنۍ ژبپوهنه او دوديزه هغه سره يوراز انگېرئ چې له يونانيانو تر عربو او بيا زموږ پښتو او پارسي پخوانو استادانو پرې د صرف و نحوې ،گرامر، لغوي څېړنو، متونو، تذکرو، ادب تاريخ، ادبي فنونو په نامه پنډ پنډ کتابونه کښلي او پليونيو يې پياړمه هغسې را ټينگه اکړې ده. حال داچې ژبپوهنه له لابراتوار او فورمولونوسره کار لري. او ما د نويو نويو ليتوگو او تيوريو پوهنتوني لوستکتابونه ( پښويه يا گرامر، وييپوهنه، ږغپوهنه، آرپوهه يا ريشه شناسي، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، ليکلارښود ، پښتو بدلمېچ يا عروض…) بيا بيا خپاره کړي دي او هېچاراته له تاسې يوې ټاکلې سمتي -افراطي ډلې پرته نه سرټکولی او نه يې راباندې د نويو علمي اصطلاحگانو رغاونه او کارونه عربي او بيا اسلام ضد ټاپه وهلې ده. تاسې مې که لږ ترلږه اړوند پېنژبيز سيندگی (قاموس) يوه پاڼه هومره اړولی وای، ښايي،دغه بېځايه تورونه پيغورونه به مو نه راتُل. ايراني (دانشواژه ها) مليونونو ته رسي او په دې ډول يې پروړاندې عربي پوروييونه په زکات کې هم نه راځي؛ يوازې کمپيوټري دايې تر شپږلکو تېری کوي او موږ يې د مخابراتو له لارې د مايکروسافټ له بيا بيا ټينگار سره سره مټې درې زره ور ورغول! په دې لړکې موږ د تورکانو برخلاف سپېڅلي نصوص هېڅکله راپښتو کړي نه دي د گرامر پښتو انډول د صالح محـمد کندهاري په گډون له يوې پېړۍ راهيسې کارول شوی پارسي هم ورته دستور ټاکلی چې له آره دستاور دی، (ويی) د د يوناني لوگوس عربي پلغت پارسي واژ پرځای لوی احمدشاه بابا د طيبې کلمې لپاره کارولی لکه چې وايي: داويی د تنعم دی لااله الله… فونيم، مورفيم
    په هرډول خو فاعل و مفعول باواسطه ،مفعول بېواسطه مو هم نور کړنې او کړی کړل په ټوله پښتني مينه او مننه ستاسې د ټولو زيار

Leave a Reply to Dr.Atal Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *