Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د امنیې قوماندان مل پاسوال زړور زاهد ووژل شو

تاند – د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د امینې قوماندان مل پاسوال زړور زاهد نن په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

پژواک خبري اژانس د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله لیکي چې،‌ دغه چاودنه نن مازدیګر په حصارک ولسوالۍ کې پېښه شوه.‌

اژانس لیکي چې،‌ په په چاودنه کې د ښاغلي زاهد د وژنې تر څنګ د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی دی.‌

ویل کیږي چې په دې چاودنه کې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.‌ مل پاسوال زړور زاهد تر دې مخکې د غزني د امنیې قوماندان په توګه وظیفه ترسره کړې ده.‌

214 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *