Categories

اعلان

Loading…

ښځه او حقوق ئې/ حكمتيار- څلوردېرشمه برخه

ولي لور ته د زوى په پرتله نيمايي ميراث وركول كېږي؟

ځيني معاندين د ميراث د وېش او د لور او زوى د برخي په اړه دا اعتراض لري چي ولي د زوى برخه د لور په پرتله دوه برابره ده، دې اعتراض ته د ځواب ويلو لپاره بايد هغه آيت خپلي مخي ته كښېږدو چي دا لارښوونه په كي راغلې، آيت دا دئ:

الله د خپل اولاد په اړه درته توصيه كوي: نارينه ته به د دوو ښځو د برخي په څېر وي، نو كه ټول ئې تر دوو زياتي ښځي وي نو دوى ته به د ده د پرېښي (مال) دوه ثلثه وي او كه يوه وي نو نيمايي به ئې د دې وي، او پلار، مور ته ئې، هر يوه ته، د ده د پرېښي (مال) شپږمه برخه ده، كه ئې اولاد وو، خو كه ئې اولاد نه وو او ميراث ئې مور، پلار ته پاته شوى وو، نو مور ته ئې درېيمه برخه ده، خو كه ئې وروڼه وو، نو مور ته ئې شپږمه برخه ده، له هغه وصيت وروسته چي دى ئې كوي او له پور وروسته، نه پوهېږئ چي كوم يو به ئې په نفع كي تاسو ته نږدې وي، پلرونه مو كه زامن مو؟ دا الهي فريضه ده، بې شكه چي الله ډېر باحكمته پوه دئ. النساء: 11

دلته د ميراث د وېش په اړه لاندي لارښووني شوې:

د زوى برخه به د دوو لوڼو د برخي په اندازه وي.

كه ئې زوى نه وو او يوازي لوڼي ترې پاته وي، دوه وي يا تر دوو زياتي، نو د ميراث له دريو دوه برخي به د دوى وي.

خو كه يوه وه نو نيمايي به ئې د دې وي.

د اولاد په شتون كي مور، پلار ته شپږمه شپږمه برخه رسېږي.

كه ئې اولاد نه وو، يوازي مور او پلار ئې وارثان وو، نو مور ته ئې درېيمه برخه رسېږي، پاته دوه برخي به ئې د پلار وي.

خو كه ئې وروڼه وو، نو شپږمه برخه د مور ده او پاته ټول پلار ته سپارل كېږي، وروڼو او خويندو ته د پلار په شتون كي څه نه رسېږي.

د ميراث له وېش مخكي به د مړي وصيت تر سره كېږي او پورونه به ئې پرې كېږي.

په مكرره توگه د وصيت ذكر د دې لپاره راغلى چي په دې سره د هغو خپلوانو ستونزه هم حل كېدى شي چي په ميراث كي ثابته او مشخصه برخه نلري، د مال خاوند كولى شي د خپل مال له درېيمي برخي دوى ته څه وټاكي.

كه دا د ميراث وېش ستاسو خپلي خوښي ته پرېښودى شي، پخپله د هر يوه برخه وټاكئ، نو ووايئ چي د هر يوه برخه به څنگه ټاكئ؟ د برخو په ټاكلو كي به كوم څه د ملاك او معيار په توگه غوره كوئ؟ نږدېوالى كه گټه او منفعت؟ پلار ډېر درنږدې او گټور دئ كه زوى؟ د كوم برخه به زياته غوره كوئ او د كوم لږ؟ تاسو ته ممكنه نه ده چي په دې اړه حكيمانه، عالمانه او عادلانه پرېكړه وكړى شئ.

دا برخي د هغه الله له لوري ټاكل شوې چي هم ښه پوه دئ او هم د حكمت خاوند، هره پرېكړه ئې حكيمانه او په علم ولاړه پرېكړه ده.

په دې كي هغو كمعقلو كسانو ته هم ځواب ويل شوى چي د ميراث د وېش په اړه پر اسلام اعتراض كوي، ځان د ښځو د حقوقو مدافع گڼي، دې ته ئې پام نه دئ چي د ميراث وېش د يوه كامل اقتصادي نظام يوه وړه برخه ده، په دې اړه هر بحث بايد د ټول نظام په ترڅ كي وشي، نه يوازي او له نورو برخو بېل!! د اسلام په اقتصادي نظام كي ښځي په داسي حال كي له اقتصادي مكلفيت فارغ او معاف دي چي د شتمنيو د لاس ته راوړلو گڼ شمېر مدارك لري، له خپلوانو او مېړه ميراث ترلاسه كوي، مهر اخلي، خپلي شتمنۍ په كار اچولى شي، كسب كار كولى شي او عوائد درلودى شي، خو هم د پلار په كور او هم د خاوند په كور كي د دې ټول مصارف د نورو په غاړه دي!! دا خو بايد ښځو ته خاص او فوق العاده امتياز وگڼو، ډېر كمعقله انسان به دا د ښځو په اړه تبعيض گڼي، په كار خو دا وه چي دوى ويلي وى: د نارينه برخه لږ او پېټى ئې دروند دئ، بايد ښځه د دې پېټي په پورته كولو كي د ده مرسته وكړي، لږ تر لږه زړه سوى ولري. خو حكيم او عليم خداى همدا غوره كړې، د نارينه د پياوړو مټو تقاضا همدا ده چي پېټى ئې تر ښځو دروند وي.

اسلام او مرييتوب

ځيني په دې خبري اعتراض كوي چي اسلام ولي مرييتوب تأييد كړى، ولي ئې نارينه وو ته اجازه وركړې چي وينځي وساتي او حتى له نكاح پرته ورسره مباشرت وكړي، غلامي خو د عدالت خلاف او د انسانانو ترمنځ د برابرۍ مغاير او د ظالمانه طبقاءتي نظام نښه ده، دا ولي اسلام له يوې خوا د عدالت دعوى كوي او له بلي خوا غلامي او مرييتوب جائز گڼي!!

د دغو بې خبرو په ځواب كي بايد ووايو: مگر تاسو خبر نه ياست چي د مرييتوب د ختمولو لړۍ د اسلام او مسلمانانو په لاس پيل شوه، دا اسلام وو چي هم ئې په ټول پراخ او خور اسلامي خلافت كي د مرييتوب ټغر ټول كړ او هم په ټولي نړۍ كي، اسلام هغه وخت د غلامۍ په ضد غږ اوچت كړ او د غلامانو د آزادولو سلسله ئې شروع كړه چي غرب لا د دې تصور هم نه شو كولى، اروپا او امريكا نږدې دوولس سوه كاله له اسلام وروسته د غلامۍ د ختمولو لپاره تيار شو، په امريكا كي د جمهور رئيس ابرهام لينكلن په دور كي مرييتوب لغو او د غلامانو آزادي اعلان شوه، خو دا اعلان تر كلونو كلونو هسي د كاغذ پر سر د تورو كرښو په څېر پاته وو، په عمل كي غلامانو د مخكي په څېر په غلامۍ كي ژوند كاوو، ډېر له آزادېدو وروسته بېرته خپلو بادارانو ته ورستانه شول، دا ځكه چي نه ذهناً د آزاد ژوند كولو لپاره تيار وو او نه په ټولني كي د دوى لپاره د آزاد ژوند ضروري لوازم او شرائط برابر شوي وو. كه حقايقو ته پام وكړو نو په امريكا كي مخكني غلامان لومړى د زمكه والو په هغو بزگرانو بدل شول چي د دوى په زمكو پوري تړلي وو، له زمكو سره به يو ځاى خرڅېدل او له يوه به بل ته انتقالېدل او بيا د بورژوازي (پانگوال) نظام په راتلو سره دا په زمكو پوري تړلى مريى په داسي كارگر بدل شو چي د خولو او تڼاكو حاصل ئې د فابريكو د خاوندانو په جېب كي پرېوځي. په پانگه وال نظام كي د غلامانو، بزگرانو او كارگرانو د آزادۍ خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي د آزادۍ په معنى او مفهوم نه پوهېږي!!

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *